Homeخبرونهد پاکستان د ط-انو تحريک د درنو بریدونو خبرداری ورکړ

د پاکستان د ط-انو تحريک د درنو بریدونو خبرداری ورکړ

تاند:(دوشنبه، د قوس اوومه) د پاکستان د طالبانو تحریک د دغه هېواد حکومت سره د افغان طالبانو په منځګړتوب د رامنځته شوي اوربند د پای ته رسېدو او په پاکستان کې د پراخو بریدونو خبرداری ورکړ.

دغه تحريک نن په یوه اعلامیه کې وویل، چې د اوربند د پای ته رسېدو اصلي دليل د دغه هېواد حکومت دی.

سرچينه زياتوي، چې پاکستاني پوځ او نورو ځواکونو د شمالي وزیرستان په ګډون په مختلفو سيمو کې د اوربند د پريکړو خلاف د دوی خلاف عمليات وکړل، چې په غبرګون کې ېې دوی هم نن ياد شوی اوربند پای ته ورساوه.

د پاکستان حکومت او پوځ په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا اعلان نن په داسې حال کې شوی، چې تمه کيږي سبا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستياله حنا رباني کهر د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.

1 COMMENT

  1. دا یوازې ډرامې دي. دا ټول د پاکستان د پوځ او استخباراتو له خوا جوړې شوې ډلې ټپلې دي چې موخې یې پښتون او افغان وژنه او تباه کول او د اسلام آباد د سیاسی او پوځي ستراتېژیو پلي کول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...