شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهایران تاجیکستان ته د اسماعيل خان د سفر مخنیوی کړی

ایران تاجیکستان ته د اسماعيل خان د سفر مخنیوی کړی

تاند:(دوشنبه، د قوس اوومه) راپورونه وايي، چې ایراني چارواکو د تاجیکستان پلازمېنې دوشنبې ته د هرات د مشهور قومندان محمد اسماعيل خان د سفر مخنیوی کړی.

اسماعيل خان، چې ایران ته نیږدې کس بلل کېږي، د طالبانو په لاس د هرات له سقوط او د دوی له اسارت څخه تر خلاصېدو وروسته د ایران مشهد ښار ته تللی.

نوموړي ایران ته له تلو وروسته د طالبانو پر ضد د فعاليتونو هڅه وکړه، خو ایران ېې مخنیوی کړی و.

څو میاشتې مخکې په ایران کې د ایران په منځګړیتوب د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو یوه لوړپوړي پلاوي سره د اسماعیل خان او احمد مسعود مذاکراتي ناسته هم شوې وه، خو بې پایلې پای ته ورسېده.

معلومه نه ده، چې اسماعيل خان تاجيکستان ته د څه لپاره تللو؟

په تاجيکستان کی د طالبانو پر ضد د يوې وسله والې ډلې ( مقاومت جبهې) مشران مېشت او له هغه ځايه خپل فعاليتونه تنظيموي.

ایران د طالبانو د ادارې له نیږدې متحدینو څخه دی، چې د ادارې پر جوړښت ېې له ځینو نيوکو سره غوڅ ملاتړ ورڅخه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب