چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهحنارباني کهر او ملګری پلاوی یې کابل ته راورسید

حنارباني کهر او ملګری پلاوی یې کابل ته راورسید

تاند(سې شنبه، د قوس ۸ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله حنا رباني کهر نن د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغله.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، اغلې رباني او ورسره ملګري پلاوي د افغانستان په باندنیو چارووزارت کې له امیرخان متقي سره وکتل.

ټاکل شوې ده چې حنا رباني کهر نن په کابل کې د طالبانو د حکومت له نورو چارواکو سره هم وویني.

له دې سره په ملګري پلاوي کې د مالیې، سوداګرۍ وزارتونو او دغه راز د پاکستان د فدرالي عوایدو ادارې او پي آی اې یا د پاکستان د هوايي شرکت چارواکي شامل دي.

د پاکستان جیو تلویزیون هم کابل ته د اغلې کهر د رسیدو د خبر د خپرولو ترڅنګ ویلي چې دا او ورسره مل پلاوی به یې د کابل په یو ورځیني سفر کې «د افغانستان له موقت حکومت» سره سیاسي دیالوګ وکړي.

د پاکستان تلویزیون پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د دغه هیواد د باندنیو چارو مرستیال وزیرې ته د کابل په هوايي ډګر کې د افغانستان د اقتصاد مرستیال وزیر عبداللطیف او د پاکستان د سفارت دیپلوماتانو هرکلی ووایه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اغلې کهر به د تعلیم، سوداګرۍ، پانګونې، سیمه ییز اتصال، د ولسونو ترمنځ د اړیکو او د سیمه ییز امنیت د اړوندو مسلو په شمول په بیلاو بیلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې د حنا رباني کهر دا سفر به کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سفر ته لاره هواره کړي.

کابل ته د حنا رباني د سفر اعلان؛افغانستان کې ېې د بشري فاجعې خبرداری ورکړ

2 COMMENTS

  1. بیا هم د ملا قهار بلخي یوه لویه تېروتنه.
    د پاکستان د باندېنیو چارو وزارت مرستیالې ته باید ستاسو د وزارت سیاسي مرستیال د کابل نړیوال ډګر ته ورغلی وای .
    که بل ځل تاسې هلته لاړ شئ هغوی به هم کوم بل څوک درته را ولېږي او د افغانستان حیثیت به په مځکه وولئ .

  2. د ملا هیبت الله نه نیولی تر نور طالب چارواکو پوری یوازی افغانانو باندی خپل جوړکړې اسلامي شریعت تحميلوي ، که داسی نوي ، د پاکستان د بهرنيو چارو معاونې حنا رباني کهرکابل ته پداسی حالت کی چې سرېی لوڅ او د سر ټول ویښتان یی ښکاره کېده په داسی حالت د طالبانوچپ پاتي کيدل څه معنی لرلې شي؟؟،
    آیا د طالبانو په ټول مشرتابه کی داسی څوګ نسته چی ووائي څرنګه چی حنا رباني اسلامی حجاب نده مراعت کړی ، موږ نه غواړو له هغې سره ووینو، نو چی دومره غيرت او اسلامیت دوي که نشته چی حنا رباني یوازی خپل ویښتانو پټولو ته اړ باسي ، نو هیبت الله خان بیا ولی د اسلامي شریعت په پلمه زموږ څو ملیونه نجونی له تعلیم نه محروم کړي ، ولی د هیواد داخلي تلویزیونو کی زنانه نطاقان یی مجبور کړي چی ماسک واغوندي ، ولی او په کوم دلیل یی لسګونه میرمنی له کار کولو بی برخی کړي ، اسلامی شریعت خو ټولو باندی یو شان تطبیق او عملی شي ۰
    په هرحال پاکستانی چارواکو کابل ته د حنا ربانی سر لوڅ راتلو سره یو ځل بیا نړۍ ته پر طالبانو باندی د خپل نفوذ او کنترول ثابت کړ،او ويښود چې طالب مشران حتې پنجابې ميرمنو مقابل کې د څه وېلو جرئت او شهامت نلري، همدا رنګه حنا ربانی سره د طالب مشرانو لیدنه وښود چی د ملا هیبت الله نه نیولی تر نورو طالب مشرانو پوری اسلام مبین دین او شریعت فقط دخپل واک ټینګولو لپاره استعالوي ، او حنا ربانی سره د طالب مشرانو کتنه د دی خبری ژوندی بیلکه ده ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب