دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهکابل ته د حنا رباني د سفر اعلان؛افغانستان کې ېې د بشري...

کابل ته د حنا رباني د سفر اعلان؛افغانستان کې ېې د بشري فاجعې خبرداری ورکړ

تاند:(دوشنبه، د قوس اوومه) د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر ويلي، چې په نیږدې راتلونکي کې کابل ته د سفر پلان لري.

نوموړې له دې سره هم مهاله، په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعيت خبرداری ورکړی او ویلي، چې په دغه هېواد کې یوه بشري فاجعه د رامنځته کیدو په حال کې ده.

پاکستاني رسنیو هم ویلي چط اغلې کهر به د څو وزارتونو د چارواکو د یوه پلاوي په مشرۍ سبا (سې شنبه) کابل ته لاړه شي.

په دې پلاوي کې به د مالیې، سوداګرۍ وزارتونو او دغه راز د پاکستان د فدرالي عوایدو ادارې او پي آی اې یا د پاکستان د هوايي شرکت چارواکي شامل دي.

دغې لوړپوړې پاکستانۍ دیپلوماتې په ورته مهال د امریکا متحده ایالاتو له لوري د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د خوشې کیدو غوښتنه کړې او پر دغې پانګې د بندیزونو لیرې کول يې د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعيت د رغولو لپاره اړین ګڼلی.

د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکي هم ورته څرګندونې کوي، خو امريکا متحده ايالات ټینګار کوي چې د افغانستان د خلکو پانګه د دوی مشروع حکومت ته سپاري.

امريکا او د نړۍ ټولو هېوادونو پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنيدو له شاوخوا یو نیم کال راهیسې بیا هم د دوی اداره په رسميت نه ده پېژندلې.

کابل ته د حنا رباني کهر د سفر اعلان په داسې وخت کې شوی، چې له څه مودې راهيسې د طالبانو د ادارې او پاکستان اړیکې ترینګلي شوي دي.

طالب سرچینو د دغه سفر په اړه څه نه دي ويلي.

حنا رباني کهر په ۲۰۱۲ م کال د پاکستان د بهرنیو چارووزیرې په توګه کابل ته سفر کړی و.

3 COMMENTS

  1. دغه ټولې بدبختي افغانستان ته دغو سوډرانو یرغلګرې امریکې او لویدیځ راوړه.د طالب واک رسول د نړیوال یرغلګر انسانخور کار وه او ده. الله جلاالله د لعنتي پنجاب او هرچا سي دغه ولس ته اور وربل کړ دغه اور ددوۍ کورونه وروسوزي. تف لعنت په سوډر 🐖🤮پنجابي.

  2. پاکستان ته لازمه نه ده چې د افغانستان د کنګل شویو مبالغو دعوه او یا نورو ته زارۍ وکړي . دا پیسې د افغانستان د ملت سرمایه ده او په دې حساسو شرایطو کې چې خوندي وي ، د افغانانو په ګټه ده .
    که پاکستان رښتیا د افغانانو او خصوصا ځان د هغوی چې اوس واکمن دي ، دوست ګڼي :
    د افغان سوداګرو پرمخ دروازې مه بندوئ
    د افغانانو د ویزو ورکولو مخ کې خنډونه مه جوړوی او یواځې منل شوي حق الزحمه واخلئ .
    له افغان مهاجرو او کډوالو سره انساني ، اسلامي او د ښه ګاونډیتوب له اصولو سره سم عمل کوئ .
    پرېږدئ چې زمونږ سوداګر ستاسو له لارې له نورې نړۍ سره سوداګري وکړي .
    داعش ، القاعده ، لشکر او نورو په نومونو تروریستان افغانستان ته مه را پرېږدئ .
    که نور هېڅ نه وي بد مه را رسوئ ، له ښو مونږ درتېر یو .

  3. سلام
    سیا ست په احسا سا تی ګواښو نو او اټکل نه کیږی او نه یو لوری واټن دی . دپاکستان اسلامی هېواد دبهرنیو چارو د وزارت مرستیاله ښځه حناء افغا نستان ته سفر کوی .چېرې چې بې له کوم مستند عذر څخه دښځو ښوونځی تړل کیږی دسفر موخه ظاهرا نا وخته او بې وخته دډېرناګواره اقتصادی فاجعی راتګ ښودل کیږی خو ویل کیږی چې لاندې برخو باندې خبرې اترې تر سره کیږی:
    دوه اړخیزه اړیکی رغېدل،دښوونې او روزنې برخو کې مرسته،تجارت او پانګه اچونه،سیمه ایزه اتصال،دخلکو ترمنځ اړیکی او امنیتی لارې چارې زه فکر کوم دا دخبرو اترو اصلی اجندا ده. داچې څو فیصده امکان لری والله اعلم!
    دې کې شک نشته چې دا ټول دسولې او ثبات او دواړو هېوادونود خلکو ستونزې کمولی شی. خوحنا ء باید څه وکړی اوڅنګه ددغه بحران کچه راټیټولی شی یاحداقل کنترول لاندې یې راوستلی شی ، لومړی دباکستان نظامی حکومت له دوه مخی سیاست څخه باید لاس واخلی. دډند پټان ، سپین بولدک او بمباریو شخړې ومنی،په پاکستان کې دافغا نانو مهاجرو سره ناوړین او د ویزی تګ او راتګ هغه خبری دی چې له هرڅه لومړیتوب لری.جناء دې ته څه دول طرحه لری؟
    په سیاسی ډګر کې حناء دپاکستانې ادارې یو سمبولیک نمایشی ښځینه غړې ده ددې ظرفیت نه لری چې دافغانستان د ولس مشروعیت په نېغه د ملګرو ملتو، روس او امریکا ،سیمه ، او منځنۍ اسیا هېوادونو سره مطرح کړی یو نیم کال شو چې دسیل ین په ستر ګه ور ته ګوری. پاکستان په افغانستان کې دانګریزانو تګلاری تعقیبوی داسلامی امارت یوشمیر کسان په دې استخباراتی داد او معاملو ښه پوهیږی. په ټوله کې حناء دپاکستان اوسنی حالت دې ته مجبوره کړې چې دلوبې مخه بل لوری ته وګرځوی. همدا غر او همدا کربوړی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب