جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهملالې یوسفزۍ د افغان ښځو په اړه د نړۍ د مشرانو د...

ملالې یوسفزۍ د افغان ښځو په اړه د نړۍ د مشرانو د ځانګړې غونډې غوښتنه وکړه

تاند:(دوشنبه، د قوس اوومه) د سولې د نوبل جایزې يوازينۍ پښتنې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د افغان ښځو د وضعیت په اړه د نړيوالو مشرانو د ځانګړې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

نوموړې پرون په لندن کې د يو شمېر مخکښو افغان ښځو په هڅو بلل شوي لاريون کې د ګډون او وينا پر مهال دا غوښتنه کړې.

یوسفزۍ د افغان ښځو د وضعیت پر وړاندې د نړۍ د مشرانو پر چوپتيا نيوکه کړې او د طالبانو له حاکمې ادارې یې د بندي کړو ښځينه معترضانو د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه کړې ده.

هغې په عین حال کې د بریتانیا له حکومت څخه غوښتي، چې له خطر سره د مخامخو افغان ښځو د پناه غوښتنې قضيې ومني او په دې اړه مرسته ورسره وکړي.

د طالبانو حاکمه اداره، چې په پراخه کچه د ښځو د حقونو په نفض تورنه ده، په دې اړه تورونه نه مني.

د دوی د رییس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر پرون د اروپايي ټولنې له یوې لوړپوړې استازې سره د لیدنې پر مهال ويلي، چې د اسلامي شريعت له مخې یې د ښځو ټول حقونه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ یوه لویه برخه اسلامي عالمان د طالبانو له لوري د میلیونونو نجونو پر مخ د ښوونځيو د دروازو تړل د اسلامي احکامو خلاف بولي او د بیرته ژر پرانيستلو غوښتنه يې کوي.

1 COMMENT

  1. دغه خبیثه دغه شیشکه دغه ای ایس ای جوړه سوډره هم نن خبرې کوي. 😡 له فرنګۍ سره یو ځای کیناستل لکه له طالب سره د جناح فرنګي لمسۍ 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب