Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه دایکندي کې د کرنې ریاست یوې پروژې یونیم زر کسانو ته...

په دایکندي کې د کرنې ریاست یوې پروژې یونیم زر کسانو ته د کار زمینه برابره کړه

د دایکندي د کرنې ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په دایکندي ولایت کې د بیوزلو بزګرانو لپاره د کرنې او معیشت د مرستې یوه پراخه پروژه پرانیستل شوه.

د دې ریاست په وینا پدې پروژه کې به د اوبو زیرمو، محافظوي دیوالونو او پایپایټ جوړول شامل وي.

دغه پروژه ۱۵ میلیونه ۲۵۶ زره ۵۴۹ افغانۍ لګښت لري چې د ملګرو ملتونو د خوراکي او کرنې سازمان FAO، لخوا تمویل او د آکسفام موسسې له لارې پلې کیږي.

د خبر پاڼې په وینا، د دې پروژې پلې کول به ۱۴۵۰ تنو ته د کار زمینه برابره کړي.

د یاد ریاست په وینا، دا پروژه به په څلورو ولسوالیو کې پلې شي او سلګونه جریبه ځمکه به خړوبه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...