پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهغور ولایت کې یو کس خپله مېرمنه په قیچي وژلې ده

غور ولایت کې یو کس خپله مېرمنه په قیچي وژلې ده

تاند(دوشنبه، د قوس ۱۷) د غور ولایت چارواکي وايي، دغه ولایت کې یو کس په داسې حال کې خپله مېرمنه په قیچي وژلې چې دواړو د یوه پسه وېښته ( وړۍ) ایسته کولې.

چارواکي وایي، دغه کس خپله میرمنه په دې دلیل وژلې چې نه یې شو کولای د پسه پښې ټينګې ونیسي.

د غور د والي ویاند عارف عابر رسنیو ته وویل، دغه پېښه د غور ولایت لعل سرجنګل ولسوالۍ په کرمان سیمه کې رامنځته شوې ده.

د غور د پولیسو ویاند عبدالمعروف وویل، دغه کس باقر فقیرزاده نومېږي چې ۴۵ کاله عمر لري او مېرمنې یې ۴۰ کاله عمر درلود.

نوموړي وویل، د هغه مېرمنه لومړی ژوندۍ وه خو د زیاتې وینې د ضایع کولو له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړی وایي، پولیسو یاد کس نیولی او څېړنې ترې روانې دي.

دا پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې د هېواد په ډېری ولایتونو کې ورته پېښې ترسره کېږي چې ډېری وخت ځینې کسان په نامعلوم دلیل خپلې مېرمنې په مرموز ډول وژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...