داخبره مې یو دوه لسیزې مخکې د افغانستان د چپي ګوندونو له ځینو غړو څخه اوریدلې وه، چې د دوی کوم مشر کړې وه او دوی به هروخت تکراروله، ممکن هغه مشر داخبره د احتیاط لپاره کړې وي چې سړی چې هر ګام اخلي باید په حساب یې واخلي او په ډیر احتیاط یې واخلي او یا یې هم ممکن داخبره د دې لپاره کړې وي چې دوی داسې یوه نظریه په خلکو تحمیلول غوښتل چې ډیر خلک یې منلو ته تیار نه و، نو ځکه خو باید دا ډول شعار ورکړل شوی وای. خوزه یې په مفهوم لا تراوسه هم ښه نه پوهیږم.که سړی یو قدم مخې ته ځي او بیرته دوه قدمه شاته ځي نو بیا خو هیڅ پرمختګ نشته، بلکې یوازې شاته تګ دی.په هرصورت داخبره له موږ سره جوړه ده موږ په دې څو لسیزو کې همداسې کړي دي که یو ګام پرمخ تللي یو نو دوه نه بلکې څو ګامه بیرته په شا راغلي یو.
دری څلور کاله دمخه په دفتر کې ناست وم چا له خوست ولایت څخه د دولت د اوسنیو مخالفینو یوه شبنامه راوړه. په شبنامه کې خلکو ته اخطار ورکړ شوی و چې خپل زامن دې ښوونځیو ته نه پریږدي ځکه چې هلته کافران کیږي او که څوک مکتب ته ولاړ شي نو خون به یې پخپله غاړه وي. دې ته ورته نورې خبرې.
ماته دغه شبنامه ډیره اشنا معلومیده، نه یوازې د محتوا له مخې بلکې د خط او کتابت له مخې هم راته ډیره اشنا وه.
پخپل ذهن مې فشار راوړ، په یاد مې راغلل کابو څلویښت کاله دمخه مې دا شپي پاڼه یا اخطاریه پخپل ښوونځي کې لیدلې وه، ټوپکوالو د شپې زموږ پر ښوونځي حمله کړې وه، ملازم(چپراسي) یې وژلی او د قرآن عظیم الشان په ګډون یې نور کتابونه سوځولي وو.او ځای ځای یې دا ډول اخطاریې زده کوونکو او ښوونکو ته پرې ایښې وې چې نور به د درس لوستل د دوی د سر په بیه تمام شي.
دغې او هغې شبنامې یوله بله توپیر نه درلود توپیر یې یوازې دومره و، چې د هغې پاڼې په ښۍ خوا د اینجنیر ګلبدین حکمتیار عکس او کیڼې خواته یې د محمد امین ملتیار چې کیدای شي اوسنی محمد امین وقاد صاحب وي چاپ شوي ول چې په عکسونو کې دواړو قره قلي پر سر وې.خو دغې اوسنۍ پاڼې عکسونه نه لرل، نور د نن ورځې لیک او هغه تیر څلویښت کاله دمخه لیک سره یو شی و، په دواړو لیکونو کې خلک له تعلیمه منع شوي ول، په دواړو لیکونو کې د وینو تویولو لپاره له تیکې کښل شوې تیارې تورې رسم شوې وې، په دواړو لیکونو کې املا او انشا غلطه وه، په دواړو لیکونو کې پاکستانۍ املا برلاسې وه او په دواړو لیکونو کې د مرګ او وینو خبرې وې.
د دغې نوې شبنامې په لیدو چې له نږدې څلویښت کاله وروسته مې بیا په هماغه بڼه او محتوا لیدله، ډیر مایوسه شوم.
دیرش څلویښت کاله لږ وخت نه دی، په دې دومره کلونو کې نورو ملتونو څومره پرمختګ کړی دی او موږ لا چیرې یو.په دې موده کې نور هیوادونه د ژوند په ټولو برخو کې بې سارو بریاوو ته ورسیدل هغو ملتونو چې زموږ غوندې ستونزې لرلې د ولسي مبارزو او عدم تشدد او دموکراسي له لارې خپلې ستونزې حل کړې، خو موږ اوس هم ټوپک، وحشت او خشونت د خپلو ستونزو د هواري یوازنۍ لاره ګڼو. موږ اوس هم خپل ښوونځی سوځوو، خپل ښوونکی او خپل زده کوونکی وژنو خپله لاره ، سرک او پل ورانوو.
ځینې خوشبینه خلک وایي په دې نږدې څلویښتو کلونو کې زموږ خلک په سیاست پوه شوي دي او دوست او دښمن یې پیژندلی دی خو واقعیت بل شی دی. او هغه هم ډیر تریخ.
دادی موږ اوس هم لا په هغه مرحله کې یو چې څلور لسیزې دمخه وو، آن په ځینو برخو کې خو لا له هغه وخته هم شاته پاته یوو.په دې معلوماتي تکنالوژي چې د نورو لاس ته راوړنه ده باید ونه نازیږو او ووایو چې دادی موږ دیرش یا څلویښت کاله دمخه ملفون نه درلود اوس یې لرو، هغه وخت مو کمپیوتر یا لوکس موټر نه درلود اوس یې لرو، دا او دې ورته نورې بریاوې د نورو دي او موږ یې یوازې مصرفوونکي یوو.موږ اوس هم لا هغه د دیرش څلویښت کلونو مخکې ذهنیت لرو. زموږ په ضد زموږ خپل جهاد پای نه لري. او دادی لا په هماغه نامه پخپله تیښه خپله پښه وهو.
راځﺉ خپلو واقعیتونو ته متوجه شو او ځانونه پر دې پوه کړو چې په څومره اوبو کې ولاړ یوو او بیا له دغه ډنډه د راوتو هڅه وکړو.