جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهیوناما: افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لا هم زیات دی

یوناما: افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لا هم زیات دی

تاند(دوشنبه، د قوس ۱۷) د ملګرو ملتونو مرستندویه ټولنه یا یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې لا هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه زیاته ده او دوی د افغان ښځو لپاره د عدالت غوښتنه کوي.

د یوناما په تازه راپور کې راغلي، افغان مېرمنې او نجونې د افغانستان د قضایي سیستم د تاوتریخوالي د جرمونو عدالت ته د لاس رسي په برخه کې پاتې رغلي دي.

راپور کې  راغلي، د ښځو او انجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي جرمونو لپاره د عدالت په لټه کې تر عنوان لاندې دغه راپور د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې، هغوی ته د عدلي سیستم ځواب او همدارنګه د دې پیښو قربانیانو ته د رسیدنې هغه قضیې ارزوي چې د ۲۰۱۸ له سپتمبر څخه د ۲۰۲۰ کال تر فبرورۍ یې راپور ورکړل شوی دی.

راپور لیکي، یوناما موندلې چې له راپور شویو جرمونو څخه یوازې نیمایي یې ابتدایه محکمې ته رسېدلي او د ټولومستندو قضیو د مرتکبینو شاوخوا ۴۰ سلنه محکوم شوي دي.

د راپور له مخې،  افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا الینز وویل:

” ښکاره واقعیت دا دی چې ډیری ښځې او نجونې لا هم د هغه تاوتریخوالي عدالت نشي لیدلی چې دوی یې تجربه کوي، او له جزا څخه معافیت الهم په عام ډول پاتې دی.”

په هغو قضیو کې چې د یوناما له خوا مستند شوي، له هرو پنځو ښځو څخه یوې یې پریکړه کړې چې د عدلي چینلونو له لارې خپله قضیه تعقیب نه کړي یا یې شکایت نه دی درج کړی یا یې هم خپل شکایت وروسته بیرته اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ډېره شوې او لا هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې دي او هر ولایت کې ورته پېښې را منځته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب