جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د ملي مصالحه شورا – ټیکاو او که بحران؟

د ملي مصالحه شورا – ټیکاو او که بحران؟

حفیظ الله تسل  

سره له دې چې شپږ میاشتې وړاندې ډاکټر غني د مصالحې عالي شورا د سیاسي مشرانو د ۴۲ تنو څخه جوړه کړې وه، خو په هغه کې د حکمتیار، دوستم او د ډاکټر عبدالله د مخالفت له امله یې غونډې وځنډېدې. پرون) قوس ۱۵ ( وروسته له دې شپږو میاشتو وینو تویونو، د پلونو او پلچګونو له الوزولو نه، د همدې مشرانو د غونډې نه، د دویم ځل لپاره د مصالحې ملي شورا په ارګ کې جوړه شوه. ځکه د کورنیو او بهرنیو فشارونو له پرلپسې غوښتنو نه چې په سر کې یې د اروپا ګډ بازار، امریکا او بریتانیه دي، د دغې شورا لومړنۍ غونډه له ارګ څخه د تلوېزیون له لارې خپره شوه. په دې شورا کې له رییس جمهور نه تر ډاکټر عبدالله، سیاف، پخواني ولسمشر کرزي او نوروهریو په خپل وار د سولې په اړتیا او کورني یوالي باندې خبرې وکړې. یو تن چې ځان له ټولو نه مستثنی ګڼي، حکمتیار دی چې حاضر نه شو؛ څو په دغه ناسته کې برخه واخلي، ځکه داسې غونډه یې (د وخت ضیاع ګڼی).


دوستم د عبدالله له خولې خپل سلامونه او نیکې هیلې رالېږلې وې او د نورو بوختیاوو له امله غونډې ته نه و راغلی. صلاح الدین رباني چې په میراثي ډول د جمعیت مشري ورته رسېدلې، نه وو بلل شوی. د جمعیت او حزب اسلامي په اړه باید وویل شي چې دواړه څو څو ځایه انشعاب شوي دي او دوی هیڅ کله هم ټاکنې نه دي کړي چې رښتونی مشر یې معلوم شي؛ تر څو په داسې ملي مسألو کې د ګډون برخه ورکړل شي. په هر حال عطا نور چې د جمعیت ګوند اجرائیه رییس دی، په دې غونډه کې ګډون کړی و.


دوه تنه نور چې ولسمشر غني یې د ګډون مخالفت وکړ د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل او د تقریباً ګوپه شمېر غړو درلودونکی حزب مشر اسحاق ګیلاني وو. 

د مرحوم پیر ګیلاني له کورنۍ نه دوه تنه په همدې شورا کې شتون لري. مشره لور یې فاطمه ګیلاني په دوحه کې د افغانستان د مذاکره کوونکي ټیم د ښځو د برخې غړې ده او مشر زوی یې حامد ګیلاني د ملي مصالحې د شورا غړی دی. نو په دې لحاظ هم لازمه نه ده چې له یوې کورنۍ ، درې تنه استازي په دغه شورا کې غړیتوب ولري. اسحاق ګیلاني د پاکستان د ویزه اخیستونکو ټولو مراجعینو ته معلومه ده چې دی په ورځ کې د لسګونو مهاجرو لپاره، له پینځو زرونه تر لسو زرو افغانیو پورې ویزې اخلي اوډیرمهاجر افغانان وایی چی د پاکستان حکومت سره نږدې اړیکې لري. داسې یو چا ګډون په یوه ملي پروسه کې بې له دې چې د پروسې په تاوان تمام شي، بله ګټه نه لري. 

رحمت الله نبیل په وردګو کې د یو خان یا شتمن کس په نوم شهرت نه لري؛ خو همدا اوس د امریکا د کلفورونیا د سانسفرانسسکو د هېوارډ په ښار کې مېشتو افغانو له خولې داسې ویل کېږي چې په دا تېرو څو کالو کې ښاغلي نبیل دلته میلیونونه ډالرو منقول او غیر منقول جایداتونه اخیستي دي. له دې پرته د هېواد په داخل کې هم یو کور په کابل او یو هم په پغمان کې لري. سره له دې چې په دوبۍ کې هم له یو کورنه برخمن دی. بل دا چې له کابل نه د صرافۍ له لارې خپلو دوو زامنو ته چې د هېوارډ په ښار کې مېشت دي د لېږدېدونکو زرګونه ډالرو مسله د هغه ځای د افغانانو له خولې پټه پاتې نه ده. 

رئیس جمهور دا دوه کسان د ملي مصالحې د شورا له غړیتوبه وویستل. حکومت دوی دواړه (رحمت الله نبیل او اسحاق ګیلاني) باید څارنوالۍ ته معرفي کړي؛ ځکه چې یو یې د خوارو او غریبو ناروغانونه، په ورځني ډول په زرګونه افغانۍ ترلاسه کوي او هم له نبیل څخه وپوښتل شي چې نوموړي دومره پیسې له کومه کړې دي؟ هغه افغانان چې د نبیل له جایدادونو نه د کلفورنیا په ښار کې معلومات لري، حاضر به شي چې شاهدۍ لپاره خپل د سترګو لیدلی حال وړاندی کړي. 

اوس چې ټول افغانان د سولې لپاره شپه او ورځ په دعا کې دي او د طالبانو لخوا هم د انعطاف نښانې لیدل کېږي، له ډاکټر صیب عبدالله عبدالله نه به د ټولو هېوادوالو غوښتنه دا وي چې د مفسدو کسانو پر ځای هغه مشران لکه چې پرون دی مشرانو په خپلو خبرو کې وویل او د ملت لپاره زړه سوی او د ابادۍ لپاره یې هیلې او ارزوګانې لري، په دې اجماع کې ورته موقع ورکړي. لکه چې پروفیسور سیاف وویل چې مونږ (همکار هستیم، نه اینکه همکار هستیم، صاحب کار هم هستیم.) همدا راز د شورا د راتلونکو غونډو په اړه یونس قانوني (د تصیم او تصویب د توحید) غوښتنه وکړه.

ډاکټر عبدالله ته اوس یوه ډېره تاریخي موقع په لاس ورغلې چې د افغانستان د اتحاد او پرمختګ لپاره د همداسې با تجربه او وطندوسته مشرانو نه په استفادې سره دا خبرې یوې نتیجې ته ورسوي. ځکه ده په خپله هم وویل: (هدف شخصی برای خود ندارم، یکی و خلص.) نو له ډاکټر صیب عبدالله نه د ټولو افغانانو توقع همدا ده چې په افغانستان کې د ورور وژنې ختمول او د دایمي سولې راوستل او هغه ته له اخلاص نه کار کول، د هر چا له شخصي امتیازاتو او غوښتنو نه باید ډېر لوړ مقام ولري. افغانان له ډاکټر صیب عبدالله نه توقع لري چې په ټول اخلاص او صمیمیت سره دا ورکړل شوې دنده چې د مصالحې د عالي شورا مشري ورته رسېدلې، د هغو ایاتونو په رڼا کې چې دی یې هم ډېر ځله د خپلو خبرو په شروع کې قرات کوی، سرته ورسوي او په تاریخ کې ښه نوم پرېږدي.

1 COMMENT

  1. سره له دې چې شپږ میاشتې وړاندې ډاکټر غني د مصالحې عالي شورا د سیاسي مشرانو د ۴۲ تنو څخه جوړه کړې وه، خو په هغه کې د حکمتیار، دوستم او د ډاکټر عبدالله د مخالفت له امله یې غونډې وځنډېدې. پرون) قوس ۱۵ ( وروسته له دې شپږو میاشتو وینو تویونو، د پلونو او پلچګونو له الوزولو نه، د همدې مشرانو د غونډې نه، د دویم ځل لپاره د مصالحې ملي شورا په ارګ کې جوړه شوه. ځکه د کورنیو او بهرنیو فشارونو له پرلپسې غوښتنو نه چې په سر کې یې د اروپا ګډ بازار، امریکا او بریتانیه دي، د دغې شورا لومړنۍ غونډه له ارګ څخه د تلوېزیون له لارې خپره شوه. په دې شورا کې له رییس جمهور نه تر ډاکټر عبدالله، سیاف، پخواني ولسمشر کرزي او نوروهریو په خپل وار د سولې په اړتیا او کورني یوالي باندې خبرې وکړې. یو تن چې ځان له ټولو نه مستثنی ګڼي، حکمتیار دی چې حاضر نه شو؛ څو په دغه ناسته کې برخه واخلي، ځکه داسې غونډه یې (د وخت ضیاع ګڼی).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب