جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د کیونېټ شرکت په فعالیتونو بندیز ولګېد

ننګرهار کې د کیونېټ شرکت په فعالیتونو بندیز ولګېد

تاند (دوشنبه د قوس ۱۷) د ننګرهار ځايي چارواکو په دغه ولایت کې د کیو نېټ (Q Net) شرکت د فعالیتونو د بندېدو خبر ورکړ.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن دوشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې والي ضیاء الحق امرخېل پولیسو ته په یاد ولایت کې د کېونېټ شرکت د ټولو دفترونو د تړلو امر کړی دی.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي امرخېل له قوله ویل شوي، ددغه شرکت فعالیتونو ته تر دې وروسته ځکه اجازه نه شي ورکولی چې خلکو سره د شته اندېښنو مخه ونیول شي او ولس ته مالي زیان ونه رسېږي.

ولایتي ادارې وروسته له هغه دا پرېکړه وکړه چې د کېونېټ په اړه تر څېړنو وروسته ورته معلومه شوه چې د یاد شرکت اصلي دفترونه په افغانستان کې نشته.

کیونېټ شرکت (څنګه شتمن شئ) تر نامه لاندې فعالیتونه تر سره کوي چې په ۱۹۹۸ میلادي کال په هانګ کانک کې رامنځته شوی چې اوسمهال یې مرکزي څانګه په مالیزیا کې ده.

د معلوماتو له مخې یاد شرکت د افغانستان په ګډون د نړۍ له سلو زیاتو هېوادونو کې لوی او واړه دفترونه لري او فعالیتونه تر سره کوي.

ویل کېږي د کیونېټ شرکت خلکو ته د خیالي شتمنېدو راز د ښودنې لپاره له بېلابېلو لارو چارو لکه: د عامه ذهنونو د بدلولو لپاره د لنډمهالو سیمینارونو پرانیستل، د ځوانانو د جلب او جذب منظم تشکیل جوړول او د شتمنېدو په برخه کې د ستاینلیکونو د ورکړې خیالي پروګرامونه په لاره اچوي، تر څو له خلکو په دې ډول پیسې تر لاسه کړي.

ننګرهاریان وايي، څو کاله وړاندې په دغه ولایت کې د عابد عرفان په نوم هم یوه شرکت فعالیتونه تر سره کول چې له خلکو یې په سلګونو زرو افغانۍ تښتولي، خو ولایتي ادارې تر اوسه په دې هکله هېڅ کوم اقدام نه دی تر سره کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب