جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد نورو طالب بندیانو د خلاصون او له ۹۱ کوډ څخه د...

د نورو طالب بندیانو د خلاصون او له ۹۱ کوډ څخه د ایستل شویو پیسو په اړه د ارګ غبرګون

تاند (دوشنبه د قوس ۱۷) د افغانستان حکومت وايي چې طالبان باید د اوربند په اړه د افغان ولس، حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني او روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

دغه څرګندونې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو لخوا د نورو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه له وخت مخکې ده.

د ښاغلي صدیقي په خبره دوی باید په دوحه کې د خبرو د اجنډا پایلو ته په تمه شي تر څو یاد مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته تر دې کړي چې تېره ورځ په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافېر روز ویلسن خبریالانو سره په خبرو کې وویل، طالبان تمه لري چې د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس زرګونه نور طالب بندیان روانه میاشت خوشي شي.

ویلسن زیاته کړه: «د امریکا او طالبانو د موافقې په یوه ځانګړي بند کې د ۷ زره نورو طالب بندیانو یادونه شوې چې د دسمبر تر نیمايي پورې به خوشي کېږي.»

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%b4%d8%a7%d8%b1%da%98%d8%af%d8%a7%d9%81%db%90%d8%b1-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a%d8%8c-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d9%85%d9%88%d8%a7%d9%81/

په ورته مهال د ولسمشر ویاند د هغو راپورونو په اړه چې له ۹۱ کوډ څخه یو شمېر حکومتي کارمندانو پیسې تر لاسه کړي وویل، ولسمشر واک لري چې د اصولو، قانون او اړتیاوو پر بنسټ له ۹۱ کوډ څخه پیسې وباسي او مصرف یې کړي.

خو زیاتوي چې ولسمشرۍ ماڼۍ او اړوند بنسټونه نه شي کولی چې په غیر قانوني توګه او یا د خپل شخصي لګښت لپاره له ۹۱ کوډ پیسې تر لاسه کړي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و چې د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په ګډون ګڼ شمېر لوړ پوړیو حکومتي چارواکو له ۹۱ کوډ څخه په سلګونه میلیونه افغانۍ د شخصي لګښت لپاره ایستلي او حیف و میل شوي دي.

2 COMMENTS

  1. څوک چې وایي په دې ملک کې چور او غلا نشته ، هغه به بېخبره وي. کومې غلاوې او فساد چې حکومتي لوړپوړي جارواکي کوي، هغه ساری نلري. دلته څوک د خلکو په غم کې نه دي بلکې د خپلو جېبونو د ډکولو په فکر کې دي. د دې سیستم سمونه ډېره مشکله ان نا ممکنه ده. مننه

  2. ګرانو وطنوالو طالیب په زړه کښی سولی ته صادق نه دی
    د پاکستان په رهنمایی اجندا په مخ وړی بندیان ازادول غواړی مګر لاری او سرکونه پلونه مکتبونه تخریب کوی۰ او د ټول قدرت خوب ګوری۰
    اول باید اتش بس وکړی او د سولی خبری پر مخ بوځی۰ د سولی نه وروسته بیا باید بندیان تبادله شی۰ په ټوله نړی کښی دا تعمل وجود لری دجنګی اسیرانو معامله روښانه ده
    اوس هره ورځ زمونږ ورونه وژل کیږی دا حماقت دی چه بندیان ازادیږی البته اشرف غنی دخپل بادار نه پیریږی او په زور یی بندیان پری ازاد کړل۰
    مګر ای غیرتی با شهامته ولسه را پورته شی دا بندیان زمونږ د سر بازانو د سرونو په بدل دستګیر شوی مه پریږدی چه خلیلزاد یی مفت ازاد کړی۰
    پته دی پاتی نه وی پر دیورند کرښه معامله او ځینی نور شیان اشرف غنی د بادار پا امر کوی
    اشرف غنی د چوکی د پاره هر څه کوی مګر رخمتالله نبیل هوښیار دی
    او غیرتی پښتون را معلومیږی۰
    د ښاغلی رحمتالله نبیل ملاتړ په کار دی مننه
    نوت ۰ زه د نبیل صاحب کوم خاص نفر نه یم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب