Homeخبرونهد څارنوالانو او قاضیانو د خوندیتوب لپاره امنیتي طرحه جوړېږي

د څارنوالانو او قاضیانو د خوندیتوب لپاره امنیتي طرحه جوړېږي

تاند (دوشنبه د قوس ۱۷) وروسته له دې چې په پلازمېنه کابل کې یو ځل بیا هدفي وژنې مخ په زیاتېدو دي، د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې حکومت به په یوه اونۍ کې د څارنوالانو او قاضیانو د خوندیتوب او امنیت لپاره طرحه جوړه کړي.

ښاغلي صالح نن دوشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، دغه ګام په کابل ښار کې د یوه څارنوال تر وژل کېدو وروسته اخیستل کېږي.

پرون سهار د کابل د پینځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د پامیر په نوم یو څارنوال ووژل شو او تر هغه وروسته د ولسمشرۍ مقام په هدایت نن د څارنوالو د امنیت په اړه د ۰۶:۳۰ بجو په امنيتي غونډه کې خبرې وشوې.

هغه وايي تر یوې اونۍ پورې به له څارنوالانو، ملي امنیت او پولیسو سره د امنیت په اړه سلا مشورې وشي او د څارنوالانو د امنیت لپاره به یوه امنیتي طرحه جوړه شي.

امرالله صالح زیاته کړې، پولیسو د څارنوال پامیر د وژنې په تړاو درې تنه نیولي دي او په خبره یې عیني شاهدانو ورته ویلي چې یوه یې په څارنوال پامیر ډزې کړي دي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال په وینا د دغه کس له کور څخه سلا او ځیني نور تجهیزات هم تر لاسه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې پرون یکشنبه د پامیر په نوم څارنوال او تر دې وړاندې د جمعې په ورځ یو قاضي په کابل ښار کې ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...