جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد دولت او طالبانو مرکچي پلاوو د څه ډول نظام وړاندیزونه کړي؟

د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو د څه ډول نظام وړاندیزونه کړي؟

تاند(دوشنبه، د قوس۱۷) د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو نن د رسمي خبرو لپاره د موضوعاتو په اړه د خپلو وړاندیزونو لیستونه سره تبادله کړل.

په قطر کې د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوو دوو غړیو د نوم د نه څرګندولو په شرط وویل چې طالبانو په رسمي خبرو کې د بحث لپاره ۲۰ موضوعګانې وړاندیز کړي دي.

په دغو موضوعاتو کې یو هم د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام دی. طالبانو د اسلامي امارت غوښتنه نه ده کړې خو په عین حال کې یې وړاندیز کړی چې د راتلونکي نظام له نوم سره دې د جمهوریت او دیموکراتیک وروستاړي مله نه وي.

د سرچینو پر اساس طالبانو د دیني عالمانو د سراسري شورا د جوړېدا غوښتنه کړې او د اوسني تعلیمي نظام پر ځای یې د (اسلامي معارف) په نوم د یوه نوي پوهنیز نظام یادونه کړې ده.

دوی د ښځو د ازادیو په اړه یو وار بیا کُلي خبره کړې او ویلي یې دي چې د «ښځو او نارینه وو حقونه او وجیبې دې د اسلامي احکامو او نصوصو په چوکاټ کې وټاکل شي.»

څرګنده نه ده چې طالبان څه ته اسلامي چوکاټ وايي. دې ډلې د خپل واک په موده کې ښځې له درستو ټولنیزو فعالیتونو منع کړې وې خو د افغانستان د لویو دیني عالمانو په شان د اسلامي نړۍ دیني عالمان د ښځو ټولنیز فعالیت د اسلام د احکامو خلاف نه ګڼي.

په هغه لیست کې، چې د افغانستان د اسلامي دولت مرکچي پلاوي طالبانو ته سپارلی، لومړی د اوربند غوښتنه ده.

د دولت پلاوي دغه راز ویلي چې اوسنی اسلامي جمهوري نظام دې او د افغانستان ملي امنیتي ادارې لکه ملي پولیس، او ملي اردو دې په خپل حال پاتې شي او اساسي قانون دې له جزيي تغییراتو پرته د افغانستان د اساسي قانون په توګه خوندي وي.

د جمهوریت له کلمې سره د طالبانو مخالفت داسې انګېرل کېدای شي چې دا ډله انتخابات نه مني او د عالمانو د سراسري شورا په اړه مخکې هم د طالبانو له لوري یادونه شوې وه او داسې تعبیر شوې وه چې د ایران د شورای نګهبان رول به لري.

تر دې وړاندې ځینو لوېدیځو رسنیو اټکل کړی و چې د افغانستان راتلونکی نظام به د ایران د شیعه اسلامي نظام سنُي کاپي وي.

1 COMMENT

  1. لکه څرنګه چې نوم د یوه شي او یا پدیدې ماهیت او یا اصلیت ته بدلدن نشي ورکولای نو که د افغانستان په نوم پسې هر څه ور وتړو او یا یې ترېنه لیرې کړو، کوم توپیر نه کوي. که د افغانستان په نوم نه سره جوړېږي، ښه به دا وي چې همداسې یې پرېږدي یعنې: افغانستان او بس. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب