دوشنبه, مې 20, 2024
Home+د ښوونځي دروازې تړل| پوهندوی آصف بهاند

د ښوونځي دروازې تړل| پوهندوی آصف بهاند

 زده کونکي ملا ته کښېنول، 

له معارف او ملا سره جفا ده

د افغانستان په حکومتي تشکیل کې د پوهنې وزارت چې اصلي دنده او رسالت یې د وطن د اولادونو سالمه روزنه ده، د هېواد د دریو ټولگیو (۱ــ ۲ــ ۳) دروازې تړي؛ خو دوه ورونه (ویسا ورونه) په یوازې ځان او خپل شخصي لگښت غواړي چې د ټول افغانستان تړلي ښونځي پرانیزي او د وطن د اولادونو روزنې ته زمینه برابره کړي؛ نو تاسو ووایئ چې دا د عجایبو وطن دی که نه دی؟

   زه به نه لیونی کېږم؟

میډیا هسې حکایت کا چې د افغانستان د معارف وزرارت پریکړه کړې ده چې:

«د افغانستان د پوهنې وزارت اعلان کړی، د دغه وزارت د نوې طرحې پر بنسټ به په یو شمېر لېرې پرتو سیمو کې د ښوونځيو له لومړي تر دریم ټولګي زده کوونکي په جوماتونو کې زدکړې وکړي.

د پوهنې وزرات په یوې اعلامیې کې ویلي ، جوماتونه هم د زده کړو په ایکو سیستم کې داخل شوي دي او دغه وزارت خپل جوړښت بدل کړی.

د دې چارې موخه زده کوونکو ته د اسانه زده کړو زمینه برابرول بلل شوي دي. د پوهنې وزارت دا هم وايي چې په جوماتونو کې به هم دغو زده کوونکو ته د پوهنې وزارت تعلیمي نصاب له مخې لوست ورکول کېږي.

خو دا لا معلومه نه ده چې څه شمېر جوماتونه به ددې وړتیا یا ځای ولري چې له لومړي تر دریم ټولګي زده کوونکي زده کړې پکې وکولای شي…»

د پوهنې وزارت دا طرحه د افغانستان د ښکاره دوښمنانو هغو پرېکړو ته ورته ده چې په لسگونو ځلې یې له بېلابېلو لارو او افرادو نه په استفادې سره د افغانستان د تعلیمي نصاب د بدلولو او په خپله خوښه برابرولو هڅې کړې دي. 

یو ځل په دوزره دولسم کال (۲۰۱۲ ام) کې همداسې یوه هڅه شوې وه چې د همدې کال په سپتمبر کې ما یوه مقاله ورته ولیکله. هلته مې دا ستونزه داسې تشریح کړې او د حللاره مې ورته ښوولې وه:

« د افغانستان دروانې غمیزې ترټولو زورونکی او دردونکی اړخ، د وطن د نوي نسل د بیسواده پاتې کیدوغمیزه ده. د تیارو د استازو او ټوپکیانو پالیسي، دښمني او دریځ خو له هماغه پیل نه له ښوونې روزنې، ښوونځي، ښوونکي، زده کونکي، کتاب او قلم سره ښکاره او بربنډه و. په افغانستان کې د ښوونیز سیستم په مقابل کې خنډونه رامنځته کول، د افغانستان او افغانانو د راتلونکې بنیادي او له سټې ورانول دي، او دا وارته د افغانانو او افغانستان اصلي دښمنانو، دې اساسي او بنیادي مسآلې ته پام شوی او د افغانستان د موجوده واکمنۍ په مقابل کې د ولاړې ډلې د کړنو له لارې یې غواړي چې پلې کړي. دا د افغانستان د موجوده واکمنۍ سره دښمني نه، بلکې د افغانستان او افغانانو سره بنیادي او اساسي دښمني ده، د افغانانو او د هغو له نوي نسل سره دښمني ده، د ښوونې روزنې او زدکړو او وړاندې تګ سره دښمني ده او په پای کې له بشریت او انسانیت سره دښمني ده.  په دې وروستیو کې میډیا د همدې نارسا او غیر انساني غږونو نه یوغږ ترغوږونو ورساوه. خبرونه خپاره شول چې د افغانستان د اوسني ــ روا یا نا رواــ نظام د مخالفینو یوې برخې د کوټې د شورا په مشرۍ د اتحاد علمای افغانستان؟ ډلې یوه اعلامیه خپره کړې او په ترڅ کې یې د افغانستان تعلیمي نصاب غیراسلامي ګڼل شوی دی. په اعلامیه کې له افغانانو څخه غوښتل شوي دي چې خپل کوچنیان ښوونځي ته له تګ څخه منع کړي. د زیاتو معلوماتو له پاره دا لینوکونه وگورئ:

۸ صبح

تاند

اوس د ښه معلم او بد ښوونکي خبره نه ده، اوس د کفري اواسلامي مضامینو مسأله مطرح نه ده، اوس چاړه له غوښې نه هډوکي ته رسیدلې ده، اوس یې خبره داسې مخ کې درته ایښې ده چې ټول تعلیمي نصاب دې کفري او غیراسلامي ګڼې او درته وایي چې که دې د کفر پر لوري یو ګام اوچت کړی و، سزا یې مرګ دی…»

دغه راز په دوه زره څوارلسم کال کې بي بي سي یو رپوټ خپور کړ چې د افغانستان په کندز ولایت کې ځینې داسې دیني مدرسې جوړې شوې دي چې یوازې د نجونو له پاره دي او ظاهراً هر څه یې د اسلامي شریعت له مخې ترسره کېـږي، ما هغه وخت همدې مسألې پورې اړوند یوه اوږده مقاله ولیکله چې د «د افغانستان ښوونیز نظام جامعة الصالحات، اشرف المدارس یا د نوي نسل…؟» سرلیک مې ورته خوښ کړی و. د هغې مقالې په یوه برخه کې ما داسې لیکي وو:

«په اسلام کې د راغلو اصولو له مخې، پرته له شکه چې اسلام د تشدد دین نه دی؛ خو کله چې دین له سیاست سره غوټه کړای شي او له هغه نه سیاسي موخو ته د رسیدو له پاره استفاده وشي، نو دین نه د سؤاستفادې زمینه برابریږي، چې دا کار له بده مرغه اوس ښه په مزه روان دی او زموږ په هیواد افغانستان کې د ډیرو ډلو پالیسي همداسې ده. د افغانستان په کندوز ولایت کې د اشرف المدارس «-(جامعة الصالحات) په نامه د نجونو ښوونځی یا دیني مدرسه، د ښوونې اوروزنې وزارت له اجازې پرته په جلا پروګرام سره زده کوونکي روزي، سپینه به یې وایو پایله یې بنسټ پالنه او ځان وژنه ده. همدا اوس دا لړۍ د بهرنیو کړیو د اهدافو د ترسره کولو له پاره د خامو موادو د تولید د یوې فابریکې حیثیت لري…»

یو ځل هڅه وشوه چې زه (آصف بهاند) هم د پوهنې وزارت د نوي تعلمي نصاب په جوړولو او لیکلو کې برخه واخلم، کیسه یې اوږده ده خلاصه زما ورتگ ونه شو، چې وروسته ما یو مقاله پرې ولیکله. د هغې مقالې په ترڅ کې ما د نوی جوړ کړای شوي او چاپ شوي نصاب کتابونو ته د کتنې په ترڅ کې د نصاب د نیمگړتیاوو په باب داسې لیکلي وو:

«بیا کله چې د همدې نوی نصاب کتابونه د ښوونې روزنې وزارت په ویبسایت کې آنلاین کړای شول، ما له لومړي ټولگي نیولې، بیا تر دولسم ټولگي پورې، پښتو او دري دواړه برخې، له لینکونو سره کاپي او له خان سره خوندي کړل. د هر ټولگي د مضامینو لست مې له نظره تیر کړ. ځینې مضامین چې زما له مسلک سره تړاو درلود، خلاص مې کړل او ټول کتابونه مې ولوستل، او ځینې مضامین چې ما ته په زړه پورې وو، هغه مې هم ولیدل. د هر صنف نصاب دومره په عقیدتي رنگ رنگول شوی دی چې که زده کونکي افراطي او ځانمرگي هم نه وي، له دې عقیدتي رنگونو سره به په آسانۍ د افراطیونو لیکو ته منډې وروهي…»   

دې پاسنیو ترخو تجربو ته په کتو سره که کوچنیان د پوهنې وزارت د طرحې له مخې درې کاله په جومات کې له ملا سره تېر کړي، د دې زدکونکو پایله به څه وي؟

د دې ټولو  تجربو پایله دا ده چې اوسنیو ستونزو او د پوهنې وزارت د طرحې په نظر کې نیولو سره، که دا طرحه عملي کړای شي او په جومات کې د ملا ترڅنگ ځینې نور ورانگاري هم موجود وي، په دریو کلونو کې د کوچنیانو سپین ماغزه او د حافظې چیپ به له څه ډول موادو ډک شي؟ آیا دا به د مخالفینو د راتلونکو جنگي افرادو یو زېرمه نه وي؟

زما (آصف بهاند) ټول عمر په ښوونځي او پوهنځي کې په زدکړو او تدریس کې تېر شویدی:

ــ په کور کې مور پلار او مشران ورونه،

ــ په ښوونخي کې عالم او درانه ښوونکي او د ښوونخي ځانگړی چاپېریال او گڼ نور زده کونکي،

ــ په پوهنتون کې د لوړو زدکړو لرونکي دانشمند استادان، له هر ولایت څخه راغلي محصلین، د پوهنتون غني کتابتون او ځانگړی پوهنتوني چاپېریال.

او هغه وخته چې د ټوپکي رژیم له بده شگومه، له پوهنتوني چاپېریال څخه محروم کړای شوم، خپله په مطالعه او علمي مسایلو پسې یم او خپل تخلیقي او څېړنیز کار ته مې دوام ورکړی دی چې پایله یې د گڼو کتابونو تالیف او د  سلهاوو مقالو لیکل او خپرول دي.

افغان جرمن انلاین

نو په دې ډول زه ځان د افغانستان د لویې علمي کورنۍ غړي گڼم او خپل مسؤلیت گڼم چې د معارف وزارت د وروستۍ پرېکړې په مقابل کې په کلکه ودرېږم او په ډاگه ووایم چې دا طرحه یوه غیر علمي او غیر عملي داسې طرحه ده چې نه یوازې دا چې گټه نه لرې، بلکې په خپله حکومت، ټولنې او کورنیو ته بېشمېره ستونزې رامنځته کوي او له فکري پلوه د څو نسلونو د بربادۍ مقدمه گڼل کېـږي. د دریو کلونو له پاره (لومړي، دویم او دریم ټولگي) کوچنیان د زدکړو له پاره جومات ته لېږل له هره اړخه یو غیر قانوني کار دی. جومات د خدای کور دی او د خدای د عبادت له پاره دی، نه دا چې په سلگونه او زرگونه کوچنیان دې هلته ښکته پورته شي، یو ملا نه شي کولای چې دومره گڼشمېر کوچنیانو ته څه ورزدکړي او اداره یې کړي او… 

د هېواد افغانستان په حکومتي تشکیل کې لوی وزارت (د پوهنې وزارت) چې اصلي دنده او رسالت یې د وطن د اولادونو سالمه روزنه ده، د هېواد د دریو ټولگیو (۱ــ ۲ــ ۳) دروازې تړي؛ خو دوه ورونه (ویسا ورونه) په یوازې ځان او خپل شخصي لگښت غواړي چې د ټول افغانستان تړلي ښونځي پرانیزي او د وطن د اولادونو روزنې ته زمینه برابره کړي؛ نو تاسو ووایئ چې دا د عجایبو وطن دی که نه دی، زه به نه لیونی کېږم؟

تجربو ښودلې ده چې وروسته د ټوپکي رژیم له راتلو نه زموږ په ټولنه کې ځینې ملایان د دې پر ځای چې خلکو ته دیني لارښوونې وکړي، دوی د پردیو په اشارو او پلان سره، په سیاسي او نظامي لارښوونو بوخت دي، دوی ورانونکې لارښونې کړې او کوي یې، د زرگونو خلکو او وطن د تباهۍ سبب شوي دي، په تېره د نوی نسل د بربادۍ اصلي لامل همدا خلک او همدا پلانونه دي. دوی غواړي چې د نیابتي جگړې د جنگیاليو روزنه له همدې ځایه پیل کړي.

ټوپک او ټوپکیانو د خپلې ناپوهۍ له مخې او د بهرنیانو په لارښوونه ډېر څه وکړل، ډېرې چپه مېچنې یې پر خلکو وگرځولې؛ خو دا نسل چې اوس له دوی سره مخ دی، دا نه هغه پخوانی فکر لري او نه هغه پخواني وختونه دي، د پوهنې وزارت د طرحې له خپرېدو سره سم د ټولنې بادرکه او چيز فهمه وگړو د دې طرحې په مقابل کې خپل غږ اوچت کړ او ټولو دا وښوده چې دا طرحه غیر قانوني او غیر عملي طرحه ده او ترشا یې له بل هدف سره، بل څوک ولاړ دي. 

کله چې د دې طرحې په مقابل کې د خلکو غبرگونونه ډېر او جدي شول، د پوهنې وزارت یو څه پښه سسته کړه او خپل لحن ته یې د بېلابېلو پيامونو په استولو سره د دفاعیې په دود بدلون ورکړ. 

د دې طرحې د دفاع په برخه کې د پوهنې وزارت ویلي دي چې:

«… دغه وزارت غواړي، پر ښوونځیو د درسونو بوج یا فشار کم کړي، ځکه خو یې وړاندیز کړی، چې له لومړي تر درېیم ټولګي زده‌ کوونکي به په خپلو ځایي جوماتونو کې زده‌ کړې کوي. ..»

په یو یل خبر کې داسې راغلي دي چې:

«تر نیوکو وروسته د پوهنې وزارت مسوولینو وویل، چې دا طرحه یوازې هغو لرو پرتو سیمو ته ځانګړې شوې، چې هلته د ښوونځیو ودانۍ او یا هم هېځ ښوونځي نشته، خو په ترلاسه شوي اصلي طرحه کې چې اته مخه ده، د لرو پرتو سیمو په اړه څه نه‌دي ویل شوي او طرحه د ټول افغانستان لپاره ډيزاين شوې ده.»

دې موصوع پورې اړوند اوس د پوهنې وزارت یا د ځان غولونې او یا د پښې ایستلو د تکتیک 

په حساب ویلي دي چې:

«در رابطه با چگونگی مدیریت و نظارت بر مساجدی که قرار است برای آموزش اطفال ( که دسترسی به مکاتب ندارند) استفاده شوند ، آرین اعلام کرد که در این مساجد، نه علمای دین، بل معلمان تدریس خواهند کرد که در استخدام یا قرارداد وزرات معارف هستند و نصابی را ارایه می‌دهند که در سایر مکاتب ارایه می‌شود»

که د پوهنې وزارت دا طرحه تطبیق شي، دوی اصلاً د هغو افراطي مذهبي ډلو کار اسانه کوي، چې اوس عملاً د دولت پر ضد وسواله جگړه کوي، هغوي په اسانۍ سره کولای شي د دې زدکونکو له ډلې نه ډیری دې ته قانع کړي چې د دوی له پاره د نیابتي جگړې په لیکو کې، د دین د دفاع په نامه وسله واخلي او د خپلو خلکو او وطن په بریادۍ کې ونډه واخلي.

د پوهنې وزارت طرحه او د خلکو غبرگونونه: 

استاد ډاکتر محمد تنها خپل نظر داسې څرگند کړی دی: 

«له غربه راغلي ټاميان خپل اولادونه په وړکتونونو، پارکونو، موزيمونو، زوبڼونو او نورو تفريحي ځايونو کې را لويوي خو د افغان بچي ته بيا د يوه خيرن ملا تر لښتې لاندې ژوند غوره بولي. ټاميانو د دې هيواد او ټولنې بُنيادي ړنګولو پسې راخيستې.»

د فیسبوک یو کارن یونس نگاه په دري ژبه عجبه طنز ډوله لیکنه کړې ده چې د موضوع حق یې ډېر ښه ادا کړی دی:

«یک ملای هشیار امروز بعد از اعلان وزارت معارف به وزیر مشوره داده است که این کار شدنی نیست. وزیر پرسیده چطور؟

ملا گفته: مسجد چوکی و میز ندارد.

وزیر گفته: خیر است، بیشتر مکاتب هم چوکی و میز ندارند.

ملا گفته: مسجد تخته و تباشیر ندارد.

وزیر گفته: خیر است بی‌تخته و تباشیر درس بخوانند.

ملا گفته: وزیر صاحب بیشتر مساجد فقط یک سالون کلان دارند. مثل مکتب صنف‌های جداگانه ندارند.

وزیر گفته: خیر است سالون مسجد را پارتیشن کنند.

ملا گفته: وزیر صاحب اگر پارتیشن کنند، جای نماز جماعت خراب می‌شود.

وزیر گفته: دیگر چه چیز در مسجد کمبود است؟ 

ملا گفته: وزیر صاحب در مسجد فقط یک نفر ملا است. آن‌جا مثل مکتب چندین معلم نیستند که صنف اول، دوم و سوم را جداجدا تدریس کنند.

وزیر گفته: خیر است سر ملا و مدیر مسجد، ملا را همکاری کنند.

ملا گفته: مسجد سر ملا و مدیر ندارد وزیر صاحب.

وزیر پرسیده: مامور اداری دارد؟

ملا گفته: نی وزیر صاحب ندارد.

وزیر گفته: چی حال است ملا صاحب! چوکی ندارد، صنف ندارد، سرملا ندارد، مامور ندارد، مدیر ندارد. کاش یک نفر این گپ‌ها را وقت‌تر برایم می‌گفت. صفاکار چطور، دارد؟

ملا گفته: نی وزیر صاحب صفاکار ندارد. بیشتر مساجد وضوخانه هم ندارند.

وزیر گفته: اووف، مه چی می‌شنوم!

ملا گفته: خیر باشد وزیر صاحب. این تصمیم شما بی‌فایده نبود. حداقل معلومات‌تان درمورد مسجد زیاد شد.»

د لته د افغانستان د نوي نسل د روزلو د یو خواخوږي او د پوهنې برخې فعال ډاکتر محب زغم همدا نن د «ملا د معلم پر ځای؟!» ترسرلیک لاندې لیکنه کړې ده، اوس د ډاکتر صاحب زغم خبرو ته تم کېـږو چې د پوهنې وزارت د دې طرحې ناسموالی ثابتوي:

«د پوهنې وزارت جوماتونه په خپل تعلیمي ایکو سیستم کې شامل کړي، چې د هغو پر بنسټ د ۱-۳ ټولګیو ټول زده‌کوونکي به خپل تعلیمات په خپلو محلي جوماتونو کې ترسره کوي. د زده‌کړې په دریو لومړنیو کلنو کې، جومات ته تګ به یو پیاوړی اسلامي هویت روښانه او څرګند شي.»

دا هېښوونکی خبر د ۱۳۹۹ د لیندۍ په ۱۶ نېټه د پوهنې وزارت پر فیسبوک پاڼه خپور شو.

په دې اړه څو ټکو ته باید پام وکړو:

۱. دا دوره د رسمي زده‌کړو د پیل او خورا حساسه دوره ده، ځکه چې ماشومان په لومړي ځل له خپلې کورنۍ به غیر په بله اجتماع کې ګډېږي. نوی محیط باید دوی ته د خوندیتوب، ډاډ او صمیمیت احساس ورکړي. همدا وجه ده، چې د لومړۍ دورې معلمان/ معلمانې باید خورا مهربان/ مهربانې وي. له بلې خوا هڅه باید وشي، چې د دې دورې تدریس مېرمنو، هغه هم د پاخه عمر مېرمنو ته وسپارل شي، چې د ځوانۍ له احساساتي عمره تېرې او د پخوالي عقلاني عمر ته رسېدلې وي. پخې مېرمنې چې په‌خپله اولادونه لري، له ماشومانو سره په سلوک تر نورو ښې پوهېږي، خو که ماشومان په جوماتونو کې دا دوره پیل کړي، لومړی خو ملایان ټول نارینه دي او معمولاً نه پوهېږي، چې له ماشومانو سره څنګه چلند وکړي. ماشومان به هلته د خوندیتوب پر ځای د ناخوندیتوب او د ډاډ پر ځای د وېرې احساس وکړي، ځکه له بده مرغه زموږ اکثره ملایان سخت زړي دي. له دوی سره د مدرسې د ویلو پر مهال خشونت شوی وي. دوی په وهلو ډبولو درسونه زده‌کړي وي او معمولاً په خوارۍ سره یې ژوند کړی وي. وتلی ارواپوه آلفرد آدلر باور لري، چې کله له ماشومانو سره پر له پسې تشدد کېږي، دوی د حقارت په عقدې اخته کېږي او بیا همدا ماشومان چې لوی شي، په لاشعوري ډول خپل غچ له نورو ماشومانو او تر لاس لاندې کسانو څخه اخلي. هر څوک چې جومات ته د سبق ویلو لپاره تللی وي، د ملایانو تشدد او خشونت به یې لیدلی وي.

۲. سره له دې چې ښوونکي/ ښوونکې دوه یا څلور کاله د معلمۍ مسلکي زده‌کړې کوي او د تدریس اصول، ارواپوهنه، پیداګوژي او نور ضروري مضمونونه لولي، خو بیا هم ځینې یې څنګه چې باید وي، هغسې سم تدریس نه شي کولی؛ نو ملایان چې په دې موضوعاتو هډو خبر هم نه دي، څنګه تدریس به وکړي؟

۳. ملایانو هر څه حفظ کړي دي، ځکه چې په مدرسو کې د درسونو د یادولو یوازینی میتود همدا حفظ کول دي، حال دا چې د افغانستان نوی تعلیمي نصاب قابلیت محوره نصاب دی. په دې ډول نصاب کې هڅه کېږي، چې شاګردان مختلف مضموني او د ژوند قابلیتونه زده کړي. قابلیت د پوهې، مهارت او ذهنیت تلفیق دی. که ملایان دا نصاب تطبیق کړي، شاګردان به مجبوره کړي، چې هر څه د طوطي غوندي حفظ کړي، خو هېڅ قابلیت حاصل نه کړي.

۴. د نوي نصاب کتابونه په نوي سیستم لیکل شوي دي، چې دغه برخې په کې شاملې دي: غږپوهنه (د تورو او غږونو رابطه او د کلمو هجا)، روان لوستل، د مفهوم درک کول، د شاګردانو له پخوانۍ پوهې او تجربې سره د نویو موضوعاتو رابطه، د شاګردانو د تفکر او تخیل وده، اجتماعي عاطفي زده‌کړه … په اجتماعي عاطفي زده‌کړه کې شاګردان باید زده کړي، چې څنګه خپل احساسات او عواطف وپېژني، په عواملو یې وپوهېږي، د کنټرولولو لارې چارې یې زده کړي، د نورو احساساتو ته درناوی وکړي، د شخړو منطقي او سوله‌ییز حل زده کړي، ځان ته موخې وټاکي، موخو ته د رسېدو لپاره پلان جوړ کړي او د پلان د عملي کولو لپاره استقامت او هوډ ولري. دا هغه څه دي ان زموږ اکثره مسلکي معلمان یې هم په تدریسولو سم نه پوهېږي او کافي روزنې ته اړتیا لري.که وغواړو چې ملایان د دې کار جوګه کړو، کلونه کلونه ورته په کار دي چې پر دې موضوعاتو سر خلاص کړي، هغه هم که وغواړي چې زده یې کړي.

۵. په نوي نصاب کې د مضموني قابلیتونو تر څنګ، شاګردانو ته د ژوند قابلیتونه باید ورکړل شي. د افغانستان د ټولنې د خاصو ضرورتونو او د نورو ټولنو بریالیو تجربو ته په کتلو سره، د نوي تعلیمي نصاب لپاره لاندې قابلیتونه غوره شوي دي: (۱) جامع سواد، (۲) ځاني مدیریت، (۳) نقادانه تفکر، (۴) نوښت او خلاقیت، (۵) د ستونزې حل، (۶) مفاهمه، (۷) همکاري، (۸) د څنګه زده کولو زده‌کړه،  (۹) معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژي. دا قابلیتونه د مختلفو درسي فعالیتونو له لارې په شاګردانو کې وده کوي. ملایان په دې مفاهیمو نه پوهېږي او د درسي فعالیتونو تطبیقول به ورته ډېر ګران وي. له بلې خوا په دې منځ کې ځینې داسې قابلیتونه هم شته، چې ملا ګرد سره ورسره جوړ نه دی، لکه نقادانه تفکر، نوښت او خلاقیت ځکه چې که خلک نقادانه تفکر ولري، ملا خپل شخصي باور یا د یو چا نظر د اسلام د نظر په نامه ورباندې نه شي منلی. څوک چې نقادانه فکر وکړي، د هرې خبرې دلیل او ثبوت غواړي، دا د ملایانو بېخي نه خوښېږي. همدارنګه ملایان داسې روزل شوي دي چې نوښت او خلاقیت نه پېژني. دوی ته ښه شاګرد هماغه وي، چې یوازې د بګۍ آس وي.

 ۶. زموږ اکثره منبرونه د سخت دریځو او بنسټپالو په ولکه کې دي. وجه یې دا ده، چې د جهاد په کلونو کې اکثره مدرسې د ترهګرۍ په روزنځایونو بدلې شوې وې او د ملایانو اوسنی نسل په همدې مدرسو کې روزل شوی دي. که د جوماتونو د جمعې د ورځو خطبې واورو، را معلومېږي چې څومره ملایان او خطیبان مو بنسټپالي دي. دوی ته وطن معنا نه لري او که یو نیم وطنپال په کې پیدا شي، وژل کېږي. نو که د ماشومانو د روزلو دنده دوی ته وسپارو، راتلونکی نسل به مو د منځنیو پېړیو په مفکورو سمبال وي، چې د تمدن هر مظهر به ورته کفر ښکاري. 

۷. ملایان ځان ته په قدسي درجه قایل دي او ځان تر نقد او نظارت پورته ګڼي. دوی خلکو ته داسې مفکوره ور القأ کړې ده، چې پر ملا نیوکه پر دین نیوکه ده، نو څوک به دومره زړور وي، چې دوی وڅاري، د تدریس بڼه یې وګوري، نیمګړتیاوې یې په ګوته کړي او د اصلاح لپاره یې مشورې ورکړي؟»

د دې غیر قانوني او غیر عملي طرحې په مقابل کې د د روڼ اندو غبرگون ته چې زه گورم، ښایي چې د پوهنې وزارت له له موضوع څخه څټ ته شي او د ځینو غوړو خبرو په وړاندې کولو سره یې د هېرولو هڅه وکړي، خو د ټولنې د چیزفهمه خلکو باید دا په یاد وي چې د افغانستان د خلکو او پرمختگ دوښمنان تل په سنگر کې ناست دي او زموږ د ټولنې له نیمگړتیاوو او د ځینو پلورل شوو عناصرو نه په استفادې سره تل هڅه کوي چې زموږ د هېواد د پرمختگ مخه ډب کړي او د نوي نسل د بربادۍ زمینه برابره کړي 

زما له نظره تر څو چې د یوې ټولنې نوی نسل، په نوې او عصري بڼه ونه روزل شي، د هغې ټولنې او هغو خلکو ژوند به همداسې وي لکه زموږ د ټولنې او خلکو روان ژوند.

ما څو ځلې د خپلو مقالو په ترڅ کې په په ټینگار سره ویلي دي: 

د هغو خلکو او قوم تباهي ډیره نږدې ده چې له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځي او پوهنځي نه ځان لرې ساتي!

نوره مو خوښه!

ښایي زه به تیروتی یم.

«زما مینې زما ځانه

ښایسته افـغـانستـانه»

3 COMMENTS

  1. یاره زخو وایم چه لیکونکی دی جومات ته ولیږل سی چه لیږ افغانی سی.
    دا ټوله لیکنه ددی پیغام لری چه له ملا او جمات سره دښمنی وسی، له هغو نفرت وسی، او هغوی ته په حقارت وکتل سی.
    داسی مالومیږی چه لیکونکی لا د روسی مشربه پوهنی په خیالاتو کی ډوب دی او نوی بدلونونه نسی تحلیل کولی. د هغه دکفری اصطلاحګانو تکراری ویل مونږ دی متوجه کوی چه هغه له دین او دینی مرکزو سره سخت حساسیت لری.
    مونږه د امان الله او له هغه وروسته د پوهنی کارونه پدی غندلی چه هغه پدی بنسټ باندی جوړ سوی وو او سرته رسیدل. سل کاله تیرسول او بی دکفری افکارو ترزیق نه نور څه ونسول. همدا لیکونکی دهغه تعلیمی نصاب نتیجه ده.
    دا دافسوس ځای دی چه یو دپوهنتون استاد کوم چه ځان متخصص هم بولی د دی تحلیل جوګه نوی چه د پردو پالنه او په پردو پسی لکی کیدل د ملایانو خاصه بولی او د خپل هویت او د فکرونو مرکز او ماخذ بیا نسی ښودلای. د اوسنی اداری اصلی ملاتړونکی پردی دی او په هغه خوله نسی چوله کولای.
    د لیکونکی انتقاد مونږ د بیدنی افراط بللای سو. که نه نو باید خپلی ټولنی ته متوجه سوی وای. شل کاله تیر سول او د تعلیم نتیجه دا سوه چه د اشغال صفونه تقویه سول. داسی تعلیم به څوک څنکه خوښوی چه کفرسالاری، او پردی سالاری مینځ ته راوړی.
    دیو پوهنتون استاد باید ددی استعداد ولری چه د ملت په کټه برنامی په علمی توګه ومنی او یا نقد کړی. لیکونکی باید فکر کړی وای چه افغانان له اسلام سره مینه لری او که نه. ایا افغانان د دینی نیګړتیا او د مرتدی له ویری خپل ځامن مکتب ته لیږی او که نه؟ ایا د لینین دښمنی د افغانانو په ګټه ده او که تاوان؟ ایا د بیدینی نصاب جوړول به افغانان یوکړی او که ټوکر ټوکر؟ د افغانستان مشکلات د تعلیمیافته طبقی له ملا او اسلام نه نفرت، د اسلامی مرکزو تضعیف، د تعلیمی نظام د دینی اصولو نه مراعات کول او د پردی پالنی روحیه دی.
    دا چه په اوس وخت کی د ښونی وزارت داسی پلان لری چه ماشومان له خپل دین سره مینه پیدا کړی باید دهر مسلمان له خوا تاید او مرتد کسان یی د وطنی مینی په اساس ومنی. مرتد افغانان باید خپله ناکامی و پیژنی او په هغه اقرار وکړی. دا چه د پوهنتون استاد لا پدی ناکامی نه پوهیږی او ځان نه پوهوی نو هغه د افسوس ځای دی خو دهغه لیکنی بیا هسی د خلکو وخت ضایع کول دی.
    د جومات پروژه ښه ده خو د هغی عملی کول مشکل دی. کیدای سی دا دکلیوالو د جلبولو ښه لیاره وی او کیدای سی هغه اشتباهات چه مونږ پورته ورته اشاره وکړه خنثی کړی. دا پروژه که دینی مشکل ونلری نو ملایان او معلمان به په کډه هغه تعمیل کړای سی. خو دلته باید استعداد، مصرف، او اولوجیستک ټول په نظر کی ونیول سی.
    دیو پوهنتون استاد باید د ټول جزئیاتو نه ځان اول اګاه کړی وای. بیا یی باید مثبت نظر ورکړی وای او د مشکلاتو لپاره یی د حل لیاره سنجولی وای. د پوهنتون استاد باید پوه وای چه د دی پروژی اساسی او غیر اساسی خنډونه څه دی او هغه به څنګه له مینځه یوړل سی.

  2. عجیبه ده چې ټوله نړی د رڼا په لور روانه ده او مونږ د تیارو په لور روان یو. د ښوونځي په ځای د جومات کارونه څه مانا او ګټه لري؟ دا خو طالبانو او ملایانو ته د یو ډول رشوت ورکول دي. جومات خپلې ځانګړتیاوې لري او ښوونځی خپلې ځانګړتیاوې لري. دا سمه ده چې جومات د عبادت او د دیني زده کړو لپاره کارول کېږي، خو ښوونځی بیا خپلې نورې ځانګړتیاوې لري. کله چې ښوونځي شتون ولري بیا نو جومات ته دا ډول اړتیا نشته. دا ډول حرکاتو ته په نړېواله کچه د بېرته تګ په سترګه کتل کېږي، نه د پرمختګ په سترګه. مننه

  3. دا ډول حرکاتو ته په نړېواله کچه د بېرته تګ په سترګه کتل کېږي، نه د پرمختګ په سترګه.

    یو ازاد افغانستان باید د خپل پیشرفت مسیر په خپلو شرائطو باندی متکی وټاکی. د پردیو پیښی او چمونه نه ترقی راوړی او نه دهغی تضمین کولای سی. ازموده را ازمودن خطا کار دی. پریږدی چه خپله محلی نظریه وازمویل سی او هغه تقویه سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب