دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورسټېفن کینګ وايي، څنګه لیکوال شم؟

سټېفن کینګ وايي، څنګه لیکوال شم؟

ژباړن: امان الله حنیفي

سټېفن ایډون کینګ (Stephen Edwin King) مشهور امریکايي لیکوال دی چې تر ۵۰ زیات کتابونه یې لیکلي او د نړۍ ډېر خلک یې د لیکنو او کتابونو مینوال دي. هغه په خپل ژوندلیک کې (د لیکلو پر لار) کې د ښه لیکلو یا ښه لیکوال کېدو لپاره ځینې مهم ټکي ذکر کړي دي. کینګ وايي: «نه شم کولای چې په دروغو ووایم، چې هېڅ بد لیکوال نشته، خو متأسفانه چې زه دا خبره کوم چې ځینې بد لیکوالان هم شته».

که غواړئ چې ښه لیکوال شی، د ښاغلي کینګ دا ۲۲ مهم ټکي درسره په یاد ساتئ.

۱ـ څومره مو چې له وسه کېږي، د ټلوېزیون کتلو پر ځای مطالعه وکړئ.

که مو نوې لیکوالي شروع کړې وې، ټلوېزیون به هغه لومړی څه وي چې تاسې یې باید د دغه کار لپاره پرېږدئ. د کینګ په خبره، لیکوال باید خپلې باطني نړۍ او تخیلاتو ته ننوځي، هغه څه چې باطن کې یې لري، نورو ته یې وښيي. د دې لپاره چې دا کار ښه تر سره کړای شی، باید تر هرڅه ډېر کتاب ولولئ. کینګ به چې هر ځای ته تلو، کتاب به ورسره و حتی د  ډو‌‌ډۍ خوړلو په وخت به یې هم کتاب لوست. هغه وايي: «که غواړئ چې لیکوال شئ، دوه کارونه دي چې باید تر ټولو یې ډېر وکړئ، یو زیات ولولئ او دویم زیات ولیکئ».

په هره برخه کې بیا په تېره هغه برخه کې چې زړه مو غواړي، تر ټولو ډېر کتاب ولولئ، له ډېر کتاب لوستو سره به مو ورو ورو د لیکلو سبک ښه شي.

۲-  تر هرڅه ډېر نیوکې او انتقاد ته اماده اوسئ.

کینګ د داستان لیکل له یو ارام سمندر څخه د نعلبکۍ په واسطه له تېرېدو سره پرتله کوي. د هغه په خبره، هغه مهال له سمندره په تېرېدو کې تر ډېره د ماتې خوړلو چانس شته. هغه وخت نه یوازې دا چې تاسې پر خپله بریا شکي کېږئ، بلکې نور مو هم په اړه شک کوي. کینګ وايي: «که د لیکوالۍ، نقاشۍ، موسیقۍ او نورو برخو په لټه ووتئ، حتمن یو داسې څوک ستاسې مخ ته راځي چې هغه مو تر نظر بد او بې اهمیته راولي. که غواړئ چې لیکوال شی، حتی که کله مو حوصله هم نه وه، تاسې لیکل وکړئ.» کینګ وايي: «دا چې یو کار څه د احساس او څه هم د تخيل له امله سخت بولی  او هغه پرېږدی، اصلاً دا ښه کار نه دی».

هغه سپارښتنه کوي چې کله مو ماتې هم خوړله، تاسې ښه او مثبت فکره اوسئ. هغه وايي: «خوشحاله اوسېدل، ماتې ته یو غاښ ماتوونکی ځواب دی».

۳-  د نورو د خوښ اوسېدو لپاره مو خپل وخت مه ضایع کوئ

د کینګ په باور، لیکوال باید د نورو بې ځایه خبرو ته اندېښمن نه وي، هغه وايي: «که غواړئ چې تر ټولو په ښه او ساده شکل  لیکل وکړی، پوه شی چې نور په مؤظفه ډله کې ستاسې اوسېدل پای ته رسېدلې دي».

کینګ په لومړیو کې پر خپلو لیکنو شرمېده،  په تېره بیا هغه وخت کله یې چې دا لیکنه ولوسته چې نوموړی یې تعصبي، ځان غوښتونکی او رواني بې لارې کوونکی بللی و. هغه په څلوېښت کلنۍ کې متوجې شو چې ټولو شرمناکو لیکوالانو خپل استعدادونه له منځه وړي دي. کینګ په ښکاره نور شرم پرېښوده، هغه لیکي: «که تاسې زما لیکنې بې ځایه او بې معنا بولی، زه به ستاسې د دغه کار په مقابل کې یوازې شونډې بوسې کړم او بس».  تاسې نه شی کولای چې هر وخت ټول لوستونکي خوشحاله وساتی، نو پس له دې د ګینګ خبره ومنئ او نور د چا د خوشحالۍ لپاره ځان مه قرباني کوئ.

۴- په لومړي سر کې د خپل ځان په اړه لیکل وکړئ

تاسې باید د خپل ډاډ په خاطر لومړی د ځان په اړه لیکل وکړئ، لکه څنګه چې کینګ وايي: «زه دا کار(د خپل ځان لپاره ليکل) د هغه خاص خوند له مخې چې لري یې، د ځان لپاره کوم،  که تاسې دا کار له همدې امله وکړی، حتمن به ښه لیکوال شی.

کورت ونه‌ګوت مشهور لیکوال هم دېته ورته نظر لري، هغه وايي: «داسې یوه موضوع پیداکړئ چې تاسې او نور له زړه هغه ته اهمیت ورکړئ. ستاسې د ښه لیکوال کېدو لپاره تر ټولو اغېزمنه او با ارزښته لاره همدا ده، نه له کلماتو سره لوبې کول.»

۵- مهم موضوعات  د لیکلو لپاره انتخاب کړئ

کینګ وايي: «تر ټولو مهم موضوعات هغه دي چې د هغه په اړه نوې خبرې کول یو څه ستونزمن وي، هغه وخت چې کلمې ستاسې احساسات ښه نه شي رسولی یا موضوع تاسې ته پوره د درک وړ نه وي،  له لیکلو یې تېر شئ».

ښه لیکل د څو ساعتونو د تفکر نتیجه ده، مانا دا، مخکې له دې چې پر یوه موضوع لیکل وکړی، ښه دا ده چې لومړی د هغه په اړه فکر وکړئ، څو مو احساسات او هغه څه چې تاسې یې غواړی نورو ته یې ورسوی، ښه او پوره ډول انتقال کړی.

کینګ وايي: «لیکوالي د اصلاح شوي فکر پایله ده». د سختو او هغو موضوعاتو په اړه مخکې له دې چې په اړه یې یوه څه ولیکی، لومړی ښه فکر وکړئ. کینګ وايي: «د هغو ژوندیو موجوداتو کیسې پيداکړئ چې په ځمکه کې ښخ شوي دي، مانا هغه موجودات چې نني انسان نه دي لیدلي». لیکوال وايي، له زړو او ژولو شویو موضوعاتو څخه تېر شئ، پر هغو موضوعاتو لیکل وکړئ چې مخکې پرې ډېر کار نه وي شوی.(ژباړن)

کینګ وايي: «لیکوال باید لکه لرغون پېژوندونکی د ښو او تاریخي شیانو د موندلو لپاره باید د ځمکې تل راوسپړي». مانا دا چې د ښو او مهمو موضوعاتو او بیا نورو ته د هغوی د رسولو لپاره باید همدومره کوښښ وکړئ، لکه لرغون پېژندونکی  یې چې د یو تاریخي څیز د موندلو لپاره کوي.

دوام…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب