Home+هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي | پوهاند دودیال

هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي | پوهاند دودیال

 (څوارلسمه برخه)

د اقتصادي ودې لپاره بشري ماهره نیرو (متشبث)، طبیعی منابع ښه مدیریت او ورسره پانګه ضرور ده. د افغانستان په څلوېښت کلنو جنګونو کې اقتصادي زیربنا زیانمنه شوه او نوښتګر متشبث نه لرو. که نوښتګر متشبث اقدام کوي، دپانګی نشتوالی یې خنډ ګرځي. د دې معنا دا ده چې زموږ مالي موسسات (بانکي سیستم، بیمه، پور ورکوونکی ګروپونه، د تقاعد خزینه….‎) ړنګ او خوار دي، زموږ لوی ملی پانګوال او بهرني پانګوال اوسنیو شرایطو کې د افغانستان دننه پانګونه نه کوي، بانکي لېږد درېدلی. خو یوه هیله شته، هغه دا ده چې: د هېواد دننه د کلیوالي تشبثاتو لپاره کوچنیو پورونو (Micro Finance) ته هیله‌من شو.

راځئ د داکتریونس کیسه رایاده کړو؛ څومره نوښتګر او زړور اقدام یې وکړ، یاد مو دی؟ وای ګټه په تاوان کیږي! راځئ فقید (لی) او خپل بیوزله ولس ته یی خدمتونه رایاد کړو، (هوچی مین) هم د قلم او هم د ترکتور په قوت خلکو ته روحیه ورکړه، خپله کروندې ته ولاړ، شولې یې نیال کړې، ولس یې را وباله او د میهنی  اشعارو تر څنګ یې د شولو کروندی آبادې کړې، پروفیسور جهنګان د لوی هندوستان د اقتصاد نبض باندې ګوته کېښوده، د پرمختیا او ترقی لار یې وښوده، مصدق خپل هېواد ته لویه قرباني ورکړه…. ان شاالله موږ تر دوی بدتر نه یاستو، آن دا چې د بنګلادېش، جاپان او سینګاپور څخه مو پنځ شتمن، اقلیم متنوع او پوتانسیل مو ډاډمن دی. نور مثالونه هم شته. 

د یونس د Micro Finance تجربې نړیوال نوم وګاټه او نړۍ یې حیرانه کړه. نو دا څه شی دی؟

Micro Finance یا کوچنی پور ورکوونکي هغه مالي خدمات دي چې وزګارو او بیوزلو، کوچنیو حرفویانو، سوداګرو، د کورمېرمنو، مانوفاکتور او بزګرانوته، د محلي منابعو د په کاراچولو او د کلیوالي تشبثاتو او ښارونو کې د حرفو د پیاوړي کولو سره یو ځای، د تمویل توانایي رامنځته کوي. په دې کې هم پور او هم مشورې او حرفوي روزنه شامله ده.   

مېکروفاینانس لږ عاید لرونکو وګړو ته مالي خدمات اوکریدیتونه دي چې د پور کوچني مراجع یې کلیوالو، ښاري کاسبینو او محلی تشبثاتو ته ورکوي. ارواښاد محمد داود خان د خپل جمهوریت په دوران کې بانکي سکتور ته پوره پام وکړ، دا یې په خپلواک ډول په خپلو پښو دریدو ته یو لار بلله. د دې تر څنګ یې کلیوالو او بزګرانو ته د پامیر سینما نوې ودانۍ کې (د کرنې د پرمختیا بانک) جوړ او همدا نوم یې ورباندې ولیک. کله به چې موږ هر مازیګر له پوهنتون څخه  ښار ته راتلو، نو په دې لیک به مو آن پل آرتل کې سترګې ولیګېدې او لکه د سرو زرو په شان به د مازیګری لمر وړانګو ته ځلېد. جنګونو، هغه ریفورمونه ګډ-وډ او دغه بانک هم لوټ شو. څو کاله وروسته یو ځل بیا (غالباً ۲۰۰۷م.) د کوچنیو پور ورکوونکو ګروپونو او بیا د اسلامي بانکولۍ اوازه شوه، لویه هیله راته پیدا شوه، خو هغه وخت د تولید اصلی ډګر، د کوچنیو ځمکوالو او بزګرانو او کلیوالو سیمې د جنګ، ترور، بمبارد، شپنیو تلاشیو او چاودنو ډګر ګرځېدلی و، کلي او د کوچنیو پورونو ټارګیټ کار ځواک د جنګ ځواک او خوراک شو. 

اوس لږهیله پیدا شوې، د یونس تجربه او د (چوان) خدمات رایادوو. زموږ کلي د اقتصادي پرمختیا او ودې لوی پوتانسیل لري، دست ناخورده منابع  او پیاوړی د کار نیرو لرو، دوی ډېر لږ پانګې او مسلکي مشورې ته اړتیا لري، ورسره ځینی ساده حرفې او مناسب کرنیز میتودونه باید بیا ترویج کړو. دا اقدام له کلیو څخه د بیوزلي ټغر ټولوي. د کوچنیو پورونو لپاره بله اړتیا دا ده چې له بده مرغه بهر کې افغان پانګوال او بهرني پانګوال د موجود حاکمیت د ملی او بین المللی عدم مشروعیت او د فزیکي او احساسي امنیت د نشتوالي په بهانه، دلته پانګونه نه کوي، نو باید خپلو کورنیو ریزرفونو څخه اعظمي استفاده وکړو.

د پور ورکولو ګروپونه لکه بانکونه مالي موسسات دي، متاسفانه موږ نه ورته پام کړی او نه مو تجربه کړل. موجود (غولوونکي تشبثات) د اشباع حد ته رسیدلي، نور نو حتا د مارکیتنګ د یو خدمت او میانجی په توګه رول نشی ترسره کولای، دا باید فقط د ضرورت په ندازه وي، نه ډېرزیات.

 اقتصاد له مقتصد څخه اخیستل شوی، هرڅه کې تعادل ښه دی؛ په تېره بیا (بیلانس) د اقتصاد یو مهم مفهوم دی. سوال دا دی چې په څه ډول اوس بیکاري له منځه یوسو، خلک اندکترین سرمایه نه لري. د افغانستان سرمایه له هیواد بهر وتلې او تخلیوي اثراتو سره مخامخ یاستو. 

په دې پوهیږو چې؛ اقتصاد کمیابه او محدود منابع د ډېرو زیاتو اړتیاوو د پوره کولو لپاره تخصیصوي، د تولید زیات منابع او خام توکي له ښارونوبهر دي، خو هر وزګار شخص د ناتواني او مجبوریت له مخې په ښارونو هجوم راوړي، یو څو بسکویټ، د نسوارو پوړۍ او پاپر یې مخې ته دسړک په غاړه ایښي د (پرچون فروش) په توګه واړه بروکران ګرځېدلی. حال دا چې د اقتصاد له مخې د دوې په اړه نه د کم کاري، اصطلاح، نه د پرچون فروش، نه مطلق بېکار او نه په مولد کار بوخت، نه د بروکر، نه میانجی، نه د مارکیت د موثرخدمت… یوه اصطلاح هم صدق نه کوي. ځینې کسان د سړکونو تر غاړو د دومره زیاتو د ستفروشانو موجودیت یو جبر بولي، دوی بل کار نه شي کولی، د لته د (بل کار نه شی کولی) د ستونزی د حل لپاره micro finance زموږ مرستې ته رادانګي. 

اسلامی بانکولي یو حلال او روا د مالي خدماتوسیستم دی. موږ یې نولس کاله مخکې بنسټ په بریالیتوب سره کابل او څو لویو ولایتو کې کېښود.

خصوصي بانکونه حق لري، د ګټې مقابل کې پور ورکړي، د ګټې دا سلنه تر هر بل هېواد ټیټه ده، خو دوی دا جرات نه کوي. بل ښه امکان اسلامی بانکولي ده.

د اسلامی بانکولي پروډکتونو (مساقات، مزارعه، مشارکة، مضاربة، د کوچنیانو لپاره سپما، حسنه پور¸مرابحه…) کې یو یې کوچني پورونه یا micro finance دی. په دې کې هیڅ حرام او شبیه حرام نشته، خو لږ مدیریت او اراده غواړي. د اسلامي بانکولي موخه مساوات او ټولنیزعدالت، اخلاقي ارزښتونه ساتل، مشروع معیشت، د اسلامی امت عزت او د فقر له امله د منکراتو مخنیوی دی. اسلامی بانکولي دا هدف ترلاسه کوي، متعارف بانکونه، د پور ورکولو کوچنی ګروپونه هم د micro finance دنده پرمخ وړلای شي.

په دې ډول تدابیرو سره وزګارتیا له منځه ځي، کلیوالي تشبثات فعاله کیږي او د نفوسو د اسکان پالیسی تطبیق کیږي، خلک له متکاثفو فقیرانه اګلومیرشنونو څخه د تولید او کار پاک او هوسا چاپیرال ته ځي. ښځې په کار بوختې او له موجود روحي کړاو وځي، د اجناسو تولید زیاتیږي او ورسره خدمات ښه کیږي، ټولنیز تحرک، په ځان د ویساوالی احساس، د منکراتو له منځه تلل او فرهنګی ارتقا ممکنه کیږي. په دې صورت کې به ولس ځانته یو مړی حلاله ډوډۍ مومي، حاکمیت دې زیربنا infrastructure ته ملا وتړي، په تېره که دا پورونه د شراکت او د محلی منابعو او استعدادونو د په کار اچولو په بڼه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزني ګیرو ولسوالي | اسدالله بلهارجلالزی

د سپینې خولې مزه دې ډېره چې پرې یې نه ږدې، د ګېرو په ډېرانونه ګیرو د غزني له اتلسګونو ولسوالیو څخه ده چې د غزني...