تاند (شنبه، د وري/ حمل ۲۲ مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې په افغانستان کې شدیدو بارانونو او ناڅاپي سېلونو د هېواد کابو ټولې سیمې ځپلې دي، چې له امله یې په تېرو دوو اوونیو کې لږ تر لږه ۹۳ کسان مړه شوي او تر ۷۳ زره ډېر نور اغېزمن شوي دي.
د دې ادارې په وینا، د مارچ له ۲۶مې د اپرېل تر ۶مې پورې سېلونو د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۳۱ ولایتونه، ۱۶۵ ولسوالۍ او تر ۵۰۰ ډېر کلي ځپلي، چې دا د هېواد نژدې درېیمه برخه جوړوي.
لومړني معلومات ښيي چې لږ تر لږه ۱۸۱ کسان ټپیان شوي او څلور نور لا هم ورک دي، په داسې حال کې چې تر ۱۰ زره او ۶۰۰ ډېرې کورنۍ اغېزمنې شوې دي. تر اوسه د مرستندویو ادارو له لوري شاوخوا ۱۲ زره او ۹۰۰ کسان د بېړنۍ مرستې مستحق بلل شوي او ارزونې لا هم روانې دي.
خو دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي چې د وري یا حمل له ۶ راهیسې د شدیدو بارانونو، سېلونو او د غرونو د ښویېدو له امله لږ تر لږه ۱۵۷ کسان مړه شوي او ۲۲۹ نور ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې زیانونه پراخ دي؛ تر ۹ زره ډېر کورونه زیانمن شوي چې له دې ډلې څه باندې ۷۶۰۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. همداراز سېلونو شاوخوا ۱۵ زره او ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه وړې، تر ۵۰۰ ډېر څاروي یې مړه کړي او نژدې ۲۰۰ کیلومتره سړکونه او ۱۹ پلونه یې زیانمن کړي دي.
د راپور له مخې، د افغانستان ختیځ ولایتونه تر ټولو ډېر ځپل شوي، په ځانګړي ډول ننګرهار، ورپسې جنوبي او لوېدیځې سیمې دي. د ځمکې ښویېدنو او سېلونو پر مهمو لارو تګ راتګ ګډوډ کړی، لکه د کابل–جلالاباد لویه لاره او هغه لارې چې جلالاباد له کونړ او تورخم سره نښلوي، چې د خلکو، توکو او بشري مرستو لېږد یې ستونزمن کړی دی.
په کندهار ولایت کې شاوخوا ۱۰۰ کورنۍ د سېلونو د خطر له امله په موقتي ډول بېځایه شوې وې، خو وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې، چې دا د خوندیتوب او بېځایه کېدو پر دوامداره اندېښنو ټینګار کوي.
ادارې زیاته کړې چې کلیوالي سیمو د دې ناورین تر ټولو لوی زیان لیدلی، د خلکو د عاید سرچینې زیانمنې شوې او د خوړو د خوندیتوب خطرونه زیات شوي دي. که څه هم وروستیو بارانونو د خاورې رطوبت ښه کړی او ښايي د پسرلنیو حاصلاتو لپاره ګټور وي، خو مرستندویې ادارې خبرداری ورکوي چې دوامدار ځایي سېلونه، د لاسرسي ستونزې او په لوړو سیمو کې ټیټې تودوخې لا هم کرنه او مالداري له ګواښ سره مخامخ کولی شي.
د سېلونو بحران له یوې بلې طبیعي پېښې سره هم هممهاله شوی، چې د اپرېل په ۵مه د افغانستان په شمال ختیځ کې د ۵ اعشاریه ۹ درجې زلزله وه، چې لږ تر لږه ۱۴ کسان یې په کابل او شاوخوا سیمو کې وژلي، ځکه چې یو شمېر کورونه ونړېدل. مرستندوی چارواکي وایي درنو بارانونو ښايي د ودانیو زیانونه لا پسې زیات کړي وي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي چې بشري اړتیاوې لا هم بېړنۍ دي او لومړیتوبونه پکې موقتي سرپناه، غیرخوراکي توکي، پاکې اوبه، د کنډوالو پاکول او د خوندیتوب خدمتونه دي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې زیانمن شوی بنسټیز جوړښت او نهچاودېدلي توکي نور خطرونه هم رامنځته کوي.
ځینې سېل ځپلي وايي چې هر څه یې له لاسه ورکړي خو مرسته ورسره نه ده شوې. د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکی ګل محمد وايي، ورښتونو یې کور وبجاړ کړی، او اوس له خپلو ماشومانو سره بې سرپناه دی:
«دومره ځای نه لرو چې په کومه خوا ولاړ سو، موږ نه وو خبر چې سېل له کومې خوا راځي، د سین خوا ته مو کتل خو سېل د دښتې له لوري راباندې راغی. هر څه یې ورسره یووړل. له حکومته مو غوښتنه ده چې کومک راسره وکړي.»
د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی الله داد هم ورته غوښتنه لري:
«زموږ له حکومت نه خواهش او غوښتنه ده چې زموږ سره امداد او کومک وکړي، باران خراب کړي یوو، خوراک، پوښاک او غله مو نشته.»
د اپرېل تر ۷مې پورې، مرستندویو ادارو شاوخوا ۸۴۰۰ کسانو ته مرسته رسولې، چې پکې خوراکي توکي، نغدي مرسته، د سرپناه مواد او د حفظ الصحې توکي شامل دي. خو د یادې ادارې په وینا، لا هم مهمې تشې موجودې دي، په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو لکه سمنګان، کندوز او بغلان کې د نغدي مرستو کمښت، چې کورنۍ یې د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخامخ کړې دي.