Homeخبرونهدانش: تر ۱۳ میلیونه ډېر افغانان له لوږې سره مخ دي

دانش: تر ۱۳ میلیونه ډېر افغانان له لوږې سره مخ دي

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۱۵) د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن د افغانستان د خوړو خوندېتوب اجنډا درېیمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې په هېواد کې تر ۱۳ میلیونه ډېر وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري.

نوموړي زیاته کړې چې د همدې ۱۳ میلیونه کسانو له ډلې اته میلیونه یې سخته لوږه ګواښي او هر ځل چې خواړه وخوري نه پوهېږي چې بیا به کله د خوراک لپاره یو څه پیدا کوي.

په ورته وخت کې عامې روغتیا وزارت بیا ویلي چې په هېواد کې کابو ۷۰ سلنه وګړي غذایي امنیت نه لري.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ولسمشر غني د ملي دسترخوان د پرانیستې په مراسمو کې ویلي وو چې په افغانستان کې ۹۰ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...