شنبه, اکتوبر 19, 2024
Homeخبرونهامریکایي ورځپاڼه: د تاوتریخوالي دوام د ځواکونو وتلو مسئله ګواښي

امریکایي ورځپاڼه: د تاوتریخوالي دوام د ځواکونو وتلو مسئله ګواښي

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۱۵) سټارز انډ سټرایپس امریکایي ورځپاڼې ویلي چې په دوحه کې د طالبانو او امریکایي لوري ترمنځ له شوې هوکړې وروسته طالبانو لږ تر لږه دوه ځلې امریکایي اهداف په نښه کړي دي خو مرګ ژوبله یې نه ده لرلې.

راپور کې راغلي، که څه هم اوس امریکایي اهداف د طالبانو له بریدونو تر ډېره حده په امان دي خو په تېرو درېیو میاشتو کې دغې ډلې پر افغان ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی دی او دا چاره د ملکي مرګ ژوبلې د ډېرېدو سبب هم شوې ده.

راپور کاږي، د هوکړې یو بند له بهرنیو ترهګرو ځانګړې توګه القاعده ډلې سره د طالب وسله والو د اړیکو پرې کول و خو تر اوسه داسې نه ښکاري چې دغې ډلې دې له القاعده سره اړیکې پرې کړې وي.

راپور کې وړاندې راغلي، د شوې هوکړې یوه بله برخه د تاوتریخوالي کموالی هم وو خو طالبانو نه یوازې دا چې تاوتریخوالی یې کم کړی نه دی بلکې لا یې زور ورکړی دی او دا هغه څه دي چې افغان سوله او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو مسئله ګواښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب