تاند (پنجشنبه د عقرب ۱۵) په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشرۍ ته د ډیموکراټ ګوند نوماند جوبایډن او سپینې ماڼۍ ترمنځ ډېر کم واټن موجود دی، خو د ټرمپ ټیم په پنسیلوانیا کې د پراخو درغلیو خبر ورکړی دی.
د وروستیو راپورنو له مخې د ټرمپ زوی ایریک ټرمپ چې له یوه حقوقي ټیم سره دغه ایالت ته ورغلی دی، ویلي چې د دوی موندنې ښيي په دغه ایالت کې پراخې درغلۍ شوي دي.
د نوموړي په وینا، د دوی تر ۴ سوه زره ډېرې رایې غلا شوي دي.
ایریک ټرمپ زیاته کړې، په دغه ایالت کې یې ۸۶ سلنه رایې لرلې خو هېڅ معلومات یې نه کېږي چې څه شوي دي.
بل خوا واشنګټن پوست ورځپاڼې ویلي، چې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د بریا پر پوله ولاړ دی او ټرمپ له سپینې ماڼۍ د وتو په حال کې دی.
سرچینه وايي، د ټاکنو پر روان بهیر یوازې ټرمپ نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا نیوکه د جمهوري غوښتونکي ګوند نظر او دریځ نه دی.
سپینې ماڼۍ ته د رسېدو لپاره باید ۲۷۰ الکټورل رایې وګټل شي، چې له دې جملې ټرمپ ۲۱۴ او جوبایډن ۲۶۴ رایې اخیستي او یواځې ۶ رایې یې کمې دي.