وږمه مې هیڅ له یاده نه وځي، د هغې معصومه څیره مې تل په ذهن کې وي. هغه مې د ژمي په یوه سړه ورځ ولیدله چې له یوې بلې همزولې نجلۍ سره یو ځای یې د اوبو له بمبې څخه اوبه وړلې. لاسونه یې یخ نیولي و، لکه چې نه یې شوای کولی چې نلکه ووهي دواړه د اوبو ستلونو ته ولاړې وې. ور نږدې شوم ورته ومې ویل: درسره مرسته وکړم؟ ویې ویل: یه موږ یې کولی شو. لاسونه یې خولې ته وروړل چې ګرم یې کړي بیا یې د نلکې په وهلو پیل وکړ خو نه یې شوای کولی.
زه ورغلم نلکه مې ووهله دواړو نجونو ستلونه ډک شول. ترې ومې پوښتل چې مکتب ته ځي که یه؟ دواړو وویل چې موږ ښوونځي ته نه ځو په کور کې کار کوو نور څوک نه لرو. د نومونو پوښتنه مې ترې وکړه هغې یوې چې مخ یې لږ په سکرو هم تور شوی و، خپل نوم وږمه وښود هغې بلې هم خپل نوم وښود خو زما بیا هیر شو. ما ورته وویل دا نورې نجونې ګورﺉ دوی ټول ښوونځیو ته ځي تاسې هم باید ولاړې شﺉ. وږمې وویل مور مې اجازه نه راکوي ما ورته وویل پلار دې په دې کې څه وایي؟ ویې ویل پلار نه لرم.
شل روپۍ مې ورکړې ورته ومې ویل: هه دا واخله لس ته واخله لس هغې بلې نجلۍ ته ورکړه. خو وږمې شل افغانې پخپل جیب کې پټې کړې ویل یې دا خو پلار لري هغه به یې ورکړي زه یې نه ورکوم. په جیب کې مې یوزرو څلویښت افغانۍ وې هغه مې ټولې ورکړې. د وږمې کور د تایمنیو په منځ کې په یوه کیږدۍ کې و چې د خټو یو کوچنی دیوال هم ترې را تاو شوی و.
په دې ورځ زه له اورانوس هوټل څخه له یوې غونډې څخه راروان وم. په اورانوس هوټل کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو دپوهنځي د محصلینو دفراغت جشن جوړ شوی و. خدای مې دې غاړې نه بندوي د څلورو پنځو سوو په شاوخواکې میلمانه به را بلل شوي ول. دوی ټولو ته دیوه بډای سړي د واده په سویه ډوډۍ تیاره شوې وه.
ممکن په سلهاوو زره افغانۍ مصرف شوې وي.
فارغ شویو محصلینو په هغه غونډه کې خپلو خلکو ته دخدمت ژمنه وکړه. ماچې په هوټل کې هغه لګښتونه او دلته د وږمې حال ولید افسوس مې وکړ. البته زه تردې دمخه هم د محصلینو دفراغت په جشنونو کې له دا ډول لګښتونو سره موافق نه وم او تل به مې خپلو دوستانو ته ویل چې راځﺉ په دې پیسو کتابونه چاپ کړو او یا هم کوم بل خیریه کار پرې وکړو.
خو د هغې ورځې لګښتونو او دلته د وږمې اود وږمې په څیر د سلهاوو زرو افغان یتیمانو حالت ډیر زور راکړ. داخبره مې د هغې غونډې له ځینو ګډونوالو سره هم په بله ورځ شریکه کړه هغوی په لږ بې تفاوتي وویل چې هغه مصارف خو یوه محصل چې ډیرې پیسې لري له خپله جیبه کړي و. ما ورته وویل کیدای شوای دغه محصل دغه پیسې زموږ همداسې محتاجو کسانو ته ورکړې وای.
یوه مشهوره خبره مې یو ځای لوستې وه چې وایي( که غواړې پوه شې چې څومره شتمني لرې هیڅ وخت خپلې پیسې مه شماره یو څاڅکی اوښکې تویې کړه او هغه لاسونه چې ستا په لوري د مرستې لپاره اوږده شوي وشماره واقعي ثروت همدا دی)
موږ د ورځې څومره پیسې مصرفوو، څومره پیسې شمیرو او څومره بې ځایه لګوو خو وږمه او د وږمې په څیر په سلهاوو یا ممکن په میلیونونو نور یتیمان مو هیر دي. ما ددې غونډې او جشن یادونه ځکه وکړه چې یو خو په هماغه ساعت له هغه جشنه را روان وم چې وږمه مې ولیدله او بل دا چې موږ چې ځانونو ته روشنفکران او د دې خلکو خدمتګاران وایو چې خپل خلک هیر کړو نو له قوماندانانو او جنګسالارانو څخه څه ګیله وشي.
دا خبرې د دې لپاره نه لیکم چې ځان ډیر بشر دوست وښییم بلکې حالت همداسې دی زما خو وږمه هیڅ له یاده نه وځي اوس هم چې کله له ښاره کورته راځم او خپله کوچنۍ لور چې د وږمې همزولې ده مخې ته راشي را ته وایي څه دې راته راوړي دي زما سترګو ته وږمه ودریږي او دهغې وړې خبرې مې په غوږونو کې انګازې کوي، چې ویل یې دا بله همزولې خو مې پلار لري پلار به یې پیسې ورکړي.
دا د اتو نهو کلونو مخکې خبره وه، تیر کال د خوراکي موادو د ضایع کیدو په برخه کې یوه سروې خپره شوه پوهیږئ هغه هیواد چې تر ټولو ډیر خوراکي توکي بې ځایه ضایع کوي، کوم هیواد و؟ د دې لست په سر کې افغانستان او په پای کې یې آلمان و.
افغانستان وګورئ او آلمان! افغانستان د نړۍ فقیر هیواد دی تر نیمایي زیات خلک یې په نیم یا وږي نس ویده کیږي خو افغانستان د نړۍ تر ټولو زیات خوراکي مواد هسې ضایعه کوي، موږ حتی د خوراکي موادو په ضایع کولو کې سیالي کوو او نورو ته ځان ښکاروو او دومره فکر نه کوو چې ګاونډی مو په وږي نس ویده کیږي…
راځﺉ چې پخپلو پر ځای او بې ځایه لګښتونو فکر وکړو خپل مرستې ته محتاج وطنوال او یتیمان هیر نه کړو که د دوی رنځونه ورک کولی نه شو کمولی خو یې شو.
سحر صاحب رښتیا هم زړه سواند انسان دی. د ټولني ښې ناخوالي ته مو اشاره کړې.
هسي په دماغ کې را وګرځيدل، ماویل درته ویې لیکم که نه:
……اول ځل دي په دواړو (نجونو) یو شلګون ور کړ، وږمې نه غوښتل چې له خپلې ملګرې سره یې نیمايي کړې، ویل یې پلار لري…..
بیا نو څه پیښ شول؟ چې ستاسو عاطفه یې و سکونډله او جیب دي ور خالي کړ.
هاغه بله ملګري یې سره له دې چې پلار یې هم در لود، خو خامخا به بې وزله وه، ممکن تاسو به یې له جامو هم اټکل کړی وي، فکر دي ونه کړ چې هغه به نا امیده کورته ولاړه شي او وږمه به ۱۰۴۰ افغانۍ مور ته ور وړي؟
او یا هم اوس دغسي یوه اندیښنه نه دی در ولاړه شوې؟
مانا په خیرات کې انصاف کول څرنګ درته ښکاري؟
د توضیح په هیله.
والسلام
سلامونه ،
سحر ساب ښه خاطره ، لڼډه کیسه ګۍ او ښه پیام مو لیکلی.
زما په فکر ، د بیوزلو او فقيرانو سره مرستې نه یوازې انساني بلکه ،که څوک ځان ته مسلمان او اسلامي دولت وايي د آنحضرت ص.ا.س. او صحابه وو کرامو میانه روي ورته پکار ده. په سر کښې دا د دولت د دریواړو قواوو وظیفه جوړيږي چې د بیځایه ، نمایشي شاعشوع او اسراف نه مخنیوی وکړي مثال د کوژدې یا شیرینی خوري اضافی هوټل نیول ا.د.ن. ،اوبيا دخپله خلګو!!!
ستومان ساب ته په احترام ، له شګو نه غوړي مه باسه!
و ښاغلي زړور صافي ته:
لیکوال چې خپله خبره خپره کړه د ارزوني اختیار یې د لوستونکي شو، تاسو لاهم د زاړه کُل د ارزوني په دود روان یاست، تر ترقیم تقریر درته اسانه دی. لیکنه بې دقته لولئ مبتذل او آفاقي جملات مو خوښیږي نه مو ملامتوم ور سره عادت شوي یاست، نو ځکه د خپل ذوق خلاف سمه خبره هم چپه درته ښکاري.
زما کمنټ مو هم دقیق نه دی لوستی، له ضعیفي املا او انشا څخه مالا مال کمنټ مو زما خبره تاییدوي.
والسلام
تاندوالو ته سلامونه ،
ستومان خان ته بیا هم په احترام . مڼنه له ترقیم ؟ او ټتویر؟ صرف هدف دا و چې د سحر علم ګل صیب د لیکنې موخه مهمه ده چې څه پیغام لري ، او زه تا غوندې انتقادي ټکو ته نه ګورم . پر ځای به ېې ستاینه او تشویق هم کوم .
تاته مې هغه د دري متل ( از ریګ روغن کشیدن ) په هغه لحظه په ذهن کې وګرځید ؛ او تا چې بل رقم تعبیر ترینه واخیست دا ستا خپله ګناه او نپوهیږم تاته زما د املا او انشا د اصلاح یا … اختیار چا درکړی ؟. زه خو فکر کوم ستا نه به ډیر مشر اوسم او ته به د همدا وروستیو کلونو له فیس بُکي ځوانانو اوسې چې د سحر له لیکنې دې بیا هم دهغه دجېب پیسو ته مغز اوښتی ! .
په پای کښې وایم ، تاند چلوونکي او لوستونکي او پخپله علم ګل خان سحر صاحب دې زما او ستا تر مینځ دا د دوحه خبرې لڼډې کړي او عدالت پسنده ارزونه دې وکړي. که نه سحر ساب خو تا ته په ایضاح خپل وخت ضایع نکړ.تر بیا ا.د.ن.
ښاغلی صافی، محترم سحر صاحب تکړه لیکوال دی، له خپلي ژبي سره مینه لري، ځکه یې بې غلطیو هم لیکي. تشویق د نویاده لیکونکي لپاره موقته چاره بللی شو. د مشر توب او کشر توب خبره په جومات او هجره کې خوند کوي. تاند خو څه میلمستون نه دی. لوستونکي حق لري چې خپله خبره له لیکوال سره ګډه کړي. زموږ ځیني لیکوال همدې بې مورده رواجي او ناقص غولوونکي تشویق پښه پر ځای ساتلي، په عمر زاړه شوو، خو په لیکنو کې پاخه نه شوو.
نو تاسو مه خپه کیږئ،
والسلام
سلامونه او درنښت دواړو قدرمنو ته۔ له تبصیرو مو مننه ۔ وبښﺉ چې ما همدا اوس ولیدلې له دواړو مننه۔ دا یو بیل حالت و د وړې وږمې وړو خبرو او بي وسۍ راباندې سخت اغیز وکړ او نور مې پام نه شو چې له بلې نجلۍ سره مې ممکن بي انصافي کړې وي۔ زه عادت لرم چې هر چا ته پیسې ور نه کړم ځکه یو خو زما په لسو یا شلو روپو خیرات ممکن د چا هیڅ مشکل حل نه شي او بل هر چاته په لاره او بازار کې یوه دوه یا لس روپۍ ورکول د ګدایي له زیاتیدو سره مرسته کوي او بل ممکن دا مستحق نه وي۔ زه دا پیسي سپموم بیا یې په یوه ځای یوه داسې چاته ورکوم چې پوهیږم واقعآ ضرورت ورته لري او په دې پیسو یوه بوحۍ اوړه یا بل د ضرورت وړ شی اخیستلای شي۔ تر ټولو ښه خو داده چې هر ځای خیریه موسسې او ټولنې وي پیسې هغوی ته ورکړل شي او هغوی په مستحقو وویشي۔ له دواړو ډیره مننه۔