Homeخبرونهمحب: د طالبانو سره د خبرو پر ځای باید ستونزه له پاکستان...

محب: د طالبانو سره د خبرو پر ځای باید ستونزه له پاکستان سره حل شي

تاند (شنبه د ثور ۴) د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړې له لارې واک ته نه شي رسېدای، نو په خبره یې چې خپلې ستونزه دې د خبرو له لارې حل کړي.

حمدالله محب چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته وینا کوله د ترکیې کنفرانس ته په اشارې وویل چې طالبان سولې ته اراده نه لري او نه غواړي افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي.

د ښاغلي محب په خبره همدا علت دی ځکه خو دغه ډله په بېلا بېلو پلمو د جګړې دوام ته زمینه برابروي او له افغان دولت سره له مخامخ کېدو تښتي.

نوموړي وویل، ده په وار وار ټینګار کړی دی چې د طالبانو سره د خبرو پر ځای باید ستونزه له پاکستان سره حل شي ځکه د ده په خبره طالبان لاسپوڅي دي او پاکستان چې څه ډول وغواړي دغه ډله نڅولی شي.

حمدالله محب په داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې وه د اپریل په ۲۴مه په ترکیه د افغان سولې په هکله د کنفرانس جوړ شي، خو طالبانو ویلي چې تر هغه بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي دوی په هېڅ یوه ناسته کې ګډون نه کوي.

ټاکل شوې ده چې د ترکیې کنفرانس تر اختر وروسته د ترکیې په کوربتوب جوړ شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت رئیس ضیا سراج دې ناستې ته په خبرو کې کابل ته د امریکا د څارګرې ادارې یا سي ای اې د مشر پټ سفر تایید کړ او زیاته یې کړه چې د ترهګرۍ ګواښ ډېر جدي دی او په دې برخه کې باید ګډه، پیاوړې او کارنده مبارزه وشي.

امریکا، افغانستان ته B-52 جنګي الوتکې رالیږي

د سراج په خبره چې صفر یو، صفر دوه، صفر درې او کي پي ایف ځواکونه د افغانستان د ملي امنیت له لوري رهبري کېږي او په بشپړه توګه د دوی تر کنټرول لاندې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...