سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهتېره میاشت ۱۳ زره ټنه توکي په رېلارې بهر ته صادر شوي

تېره میاشت ۱۳ زره ټنه توکي په رېلارې بهر ته صادر شوي

تاند(شنبه، د ثور ۴) د اوسپنې پټلۍ ادارې په تېره یوه میاشت کې د حیرتان- مزار شریف، خواف- هرات او تورغندۍ وسپنې پټلۍ له لارې ۱۳ زره او ۴۹۷ ټنه تولیدي او زراعتي توکي بهر ته صادر کړي دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکو ویلي، یاد توکي ازبکستان، روسیې او قزاقستان هېوادونو ته استول شوي دي.

د سرچینې په خبره، د حيرتان ـ مزارشريف، تورغندۍ او آقينې اوسپنې پټلۍ له لارې د تجارتې مالونو لېږد هره ورځ په منظم ډول دوام لري، چې په تېره میاشت کې ٥ زره او ١٦٨ واګونونه سوداګریز توکي هېواد ته وارد شوي دي.

په دغه شمېر واګونونو کې ٣٨٣ ټنو څخه زیات سوداګریز توکي بار وو، چې عمده برخه يې خوراکي مواد او همداراز نوره برخه يې نفتي، ساختماني او نور د اړتیا وړ توکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب