Homeخبرونهافغانستان لپاره د برتانیا ځانګړی استازی: افغانستان کې د بشرحقونو ماتوونکي باید...

افغانستان لپاره د برتانیا ځانګړی استازی: افغانستان کې د بشرحقونو ماتوونکي باید حساب ورکړي

تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۱۵مه』‏افغانستان لپاره د برتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډسي ویلي،چې افغانستان کې د بشري حقونه ماتوونکي باید حساب ورکړي.

لینډسي دا څرګندونې تازه په یوه پیغام کې چې د ایکسپاڼې له لارې یې خپور کړی، کړې دي.

نوموړي پرون سه شنبه د بشري حقونو یوه انلاین ناسته کې، چې ټینګار یې د افغانستان پر وضعیت و، مهمه بللې ده.

د راپور له مخې، دې ناسته کې د بشري حقونو د ادارو استازو، څېړونکو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ د افغانستان پر بشري وضعیت خبرې کړې دي.

ریچارډ بنېټ ویلي، هغه څه چې دا مهال په افغانستان کې روان دي، د بشريت ضد جنایت دی او د دغه وضعیت ښه کول نړیوال مسوولیت دی.

هغه ټینګار کړی، تر هغو چې د بشري حقونو وضعیت کې د پام وړ پرمختګ نه وي راغلی، طالبان باید نه عادي شي او نه هم مشروعیت ورکړل شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې څو اوونۍ وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د مشر، ملا هبت الله او د دغې ډلې د قاضي القضات د نیولو حکم ورکړی دی.

پرون سه شنبه د بشري حقونو د څار ادارې د طالبانو د واکمنۍ د څلور کلنې دورې په مناسبت یوه اعلامیه هم خپره کړه او ټینګار یې وکړ چې طالبان باید د بشري حقونو د نقض پر وړاندې حساب ورکوونکي وګرځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...