پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاوچا افغان کډوالو سره د مرستو پر پراختیا ټینګار وکړ

اوچا افغان کډوالو سره د مرستو پر پراختیا ټینګار وکړ

تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۱۵مه』‏د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په یوه پیغام کې ویلي، چې روان کال څه باندې ۱.۷ میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

پیغام کې راغلي چې، یاد شمېر کډوال له ایران او پاکستانه را ستانه شوي، چې یوازې یوه پر درېیمه برخه یې تېره جولای میاست کې له ایرانه ایستل شوي دي.

اوچا زیاته کړې، چې که څه هم کډوالو سره د بنسټونو مرستې روانې دي، خو پر پراخېدو یې ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ هم له پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو پر تازه لړۍ پیل اندېښنه ښودلې ده.

یادې کمېشنرۍ له پاکستانه د افغانانو پر نه ستنولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دا به د کډوالو منلو برخه کې د پاکستان د کړو ژمنو ماتول وي.

روان ۲۰۲۵ کال د افغان کډوال برخه کې تر ټولو سخت کال بلل شوی دی.

په دې کال هم له ګاونډیو هېوادونو په سلګونه زره ایستل شوي او هم په نړیواله ټولنه کې د منلو ستونزو سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...