پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهخوست کې سېلابونو د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژلي

خوست کې سېلابونو د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژلي

تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۱۵مه』‏تېره شپه د خوست په مرکز او شاوخوا سیمو کې زورورو سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي.

خوست کې د طالبانو ولایتي چارواکو ویلي چې، په دغو سېلابونو کې د درېیو ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي دي.

سرچینه وایي، چې په وژل شویو کې د یوې کورنۍ یو ماشوم او یوه مېرمن هم شامله ده.

ځایي سرچینې وايي، چې د تېرې ورځې بارانونو، سېلاب او ږلۍ پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.

تر اوسه د کرنیزو ځمکو د تخریب او خلکو ته د مالي زیان په تړاو جزییات نه دي خپاره شوي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو او توپانونو اټکل شوی دی.

معلومات او ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکي انځورونه ښيي، چې سختې ږلۍ او سېلاب د ځايي خلکو هټۍ، ګدامونه، د موټرو او لمریزې برېښنا ښيښې زیانمنې کړې دي.

طالبانو تر اوسه دقیق ارقام نه دي خپاره کړي، چې سوداګرو، هټۍ والو او عامو خلکو ته په څومره اندازه مالي زیانونه اوښتي دي.

خوستیان بیا له نړیوالو او کورنیو مرستندویه بنسټونو د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...