جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهملګري ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو نوې څپې په...

ملګري ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو نوې څپې په تړاو اندېښنه ښودلې

تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۱۶مه』‏د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري یا UNHCR له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د نوې څپې پیل په تړاو خواشیني ښودلې.

د پاکستان د وروستۍ پرېکړې له مخې دغلته مېشت د POR کارټ لرونکي افغانان ایستل کېږي.

د ملګرو ملتونو یادې کمېشنرۍ زیاته کړې، چې له پاکستانه د ایستل کېدونکو پي او ار کارټ لرونکو برخه کې د پاکستان دا اقدام د کړیو ژمنو د ماتولو په مانا بللې ده.

یادې کمېشنرۍ ویلي، چې پاکستان دې د افغانانو باعزته او په خپله خوښه ستنېدو ته ژمن شي او د نړیوال خوندیتوب لرونکو افغانانو له ایستل کېدو دې ډډه وکړي.

کمېشنرۍ ویلي، چې د پاکستان حکومت باید په دغه هېواد کې ناروغانو، زده کوونکو او واده کړو ته د پاتې کېدو وخت او اجازه ورکړي.

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د افغانانو ایستلو مرحله وار پړاوونه پیل کړي دي.

یاد هېواد په وروستي ګام کې له ACC کارټ لرونکو وروسته، د POR کارټ لرونکو ایستل کېدو لړۍ پیل کړې.

پاکستاني چارواکو دا ځل له خیبرپښتونخوا او نورو سیمو سربېره، د بلوچستان ایالتي چارواکو ته هم د افغانانو د ایستلو امر کړی دی.

دا اقدام داسې مهال اخیستل کېږي، چې پاکستان کې مېشت په ویزه او قانوني پاسپورټ لرونکي افغانان له جلا او ویزې نه تمدید ستونزو سره مخ دي.

په وروستیو کې د طالبانو او پاکستان لوړپوړو چارواکو کابل او اسلام آباد کې امنیتي، سوداګرۍ او کډوالو پر سر خبرې او ژمنې وکړې، خو پاکستان دا لړۍ روانه ساتلې او د نړیوالو بنسټونو غوښتنونو ته یې پام نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېنشرۍ د جون میاشتې د راپور له مخې، سږ کال لږ تر لږه ۱.۲ میلیونه افغان وګړي له ایران او پاکستان څخه جبراً ستانه کړای شوي دي.

دا نوی امر د سږ کال د اپرېل د ۳۰مې نیټې له حکمه وروسته صادر شوی، چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکو او بې‌سندو کسانو ته د وروستي ضرب‌الاجل نېټه ټاکل شوې وه.

له هغه راهیسې تر ۸۰ زره زیات افغانان له پاکستانه وتلي دي.

چارواکو یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې بې‌ اسناده بهرنیانو ته د پناه یا کار برابرولو پر وړاندې به سخت اقدامات وشي.

که څه هم اسلام‌اباد دا اقدام د ملي امنیت له مخې توجیه کوي، خو دغه کمپاین د نړیوالو بشري حقونو بنسټونو او کابل نیوکې راپارولي، او هغه یې د نړیوالو اصولو خلاف بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب