دای ما د یوه شاعر په حیث له نویمو کلونو وروسته یوازې د هغه استادانو، لیکوالو او محققینو د کتابونو په ماخذونو کې لوستی و، چې د همدوی د دورې خلک او معصر و، اوس چې یې له نهمې او لسمې شعري مجموعو سره د نثر یا کالم لیکلو او تبصرو همدا «شرم له سپي» هم چاپ شو؛ دا نور پر جالبو جالبه وه، چې د یوه خورا ښه شاعر د شعر ترڅنګ یې نثر یا لیکوالي هم ښه او عالي ووینې.
عبدالمالک بېکسیار یوازې ښه شاعر او لیکوال نه؛ بلکې یو داسې خوږ، مهذب او باشعور فرهنګي شخصیت هم دی، چې سړی یې هغه د حمزه بابا په خبره له هرې خوا د خوږېدو ویلی شي. که رښتیا شي له کتاب چاپ وروسته مې ورسره نېږدې خړه کړې وه، خبره دا وه، چې پر ټایټل یا مخپاڼه یې د نامې ترڅنګ چکرنامه لیکلې، زما ګومان دا و، چې دا یې راپورتاژ یا د سفرنامې ژانر ته د یونلیک بدیل لفظ یا نوم جوړ کړی، چې مې ورسره یاده او زما جدیت یې درک کړ، په خورا دیپلوماتیک شاتګ او په خپل سوړ او جانانه چلن یې پوهولم، چې ګواکې «ویې لوله او بیا خبره کوه»
د کتاب لوست څه و، لکه د یوه هنري او تخلیقي اثر مسلسل یې په یوه کیفیت غېږ کې نېولی وم، علت یې ممکن زما له دا ډول ټولینزو، سیاسي او فرهنګي موضوعاتو سره په یو ځای د لیکلو او ګډولو علاقه وي او یا ښایي د لیکوال د لیکوالۍ هنر او کمال و؛ خو دا وروستی علت یې ځکه غالب علت دی، چې زما په څېر خوښه یا ذوق اوس عمومي دی؛ مګر د لیکوالۍ هغه بیا دا وي چې کله کله یوه موضوع یا مضمون ستا د خوښې او ذوق برخه هم نه وي؛ خو لیکوال یې د خپل خواږه قلم او طرز په وجه درباندې لولي.
په افغانستان کې د کالم لیکنې رواج د نورو ژبو او ژورنالېزم په پرتله بېخي په نشت حساب دی او لیکوالو یې هم چندان پام نه دی وراوښتی حال دا چې کالم د همداسې ګډوله مضامینو یو فورم یا ژانر دی، چې د ډېرو یا بېلا بېلو برخو او مضامینو ځای په کې وي، له ادبي او یا د ژانر له پلوه یې هم ذایقه یا خوند دا دی، چې له هر ژانره یې د لږ و ډېرو د راخیستو وړتیا په کې ده. زه په همدې اساس د بېکسیار دا چکرنامه د ادبي، سیاسي او فرهنګي موضوعاتو هغه کالمونه بولم، چې نه یې د بېلا بېلو موضوعاتو کمۍ په کې دی او نه یې د نورو ادبي ژانرونو له خونده کمرنګه اخیستنه کړې؛ بلکې بېخي د یوه عالي کالم د په توګه عالي بې مثاله کالمونه لیکلي دي؛ مثلاً د عالي کالم لیکنې موضوعي تنوع یې دا دی چې د افغانستان د روان او سیاسي تاریخ لوړې او ژورې هم لري او ټولنیزو مسایلو او معافیتونو ته هم ګوته نیسي، فرهنګي مسایل هم شاربي او ادبي تبصرې هم کوي، حد یې بیا دا چې په نقد او کره کتنې یې هم لاس نه دی نېولی، دا ټول موضوعي بیان او طرز یې د یوه کامیاب کالم لیکوال دی، چې هم یې له موضوعاتو سره د تنوع حق ادا کړی او هم یې کالم له کالمي رموزو او اصولو سره برابر دی، د موضوعي تنوع یا رنګا رنګی حق په دې مانا چې هره موضوع یې له خپل فکر و انده زیاته غیر تخصصي یا غیر مسلکي نه ده شاربلې، زموږ د لیکوالو یو ستر عیب دا دی، چې په نامسلکي برخو هم لیکل کوي، البته ډېر او بې ځایه اوږده لیکل؛ بې شکه ودې کړي د زړه زور همدې ته وایي؛ خو دومره ټینګېدل او یا بېسیار نویسي څه مانا؟ چې موضوع او مسلک دواړه په کې ورک شي، د بېکسیار کالمونه او لیکنې د همداسې یوه موضوعي انډول برخه دي. کاش زموږ لیکوال د یوه متنوع او پراخ فورم په توګه کالم لیکنې ته مخه کړي، ځکه له له هراړخیزې څانګوالۍ ، پوهې او علمه یې نه کېږي، چې نه کېږي نو بهتره لاره یې بیا همدا کالم لیکنه ده، چې نه په کې موضوعي پابندي شته او نه هغسې ډېره سنجیدګي لري، چې څوک یې پرې ملامت یا نور دای پرې خامخا راایسار کړي؛ خو دا په دې مانا هم نه ده، چې ګنې کالم د حافظ غونډارۍ ده. تاسې که همدا د بېکسیار کالمونه هم ولولئ درمعلومېږي، چې دغه موضوعي تنوع یې یوازې یو اړخ دی؛ اصلاً کالم یو شمیر نوره ځانګړنې هم لري.
کالم اصلاً د طرز یا ډول له مخې هغه دی، چې ژبه یې په عام و خاص دواړو برخو کې د خلکو او ژورنالېزم شریکه ده، رواني او سلاست یې حتمي ده، غیر رسمي او غیر تکلفي بڼه یې په همدې غیر رسمي ژبه کې ده، د بېکسیار هر کالم او لیکنه دومره اسانه، ساده غیر تکلفي ژبه لري، چې بنده یې هغه ډېر سخت، لوړ او دروند پیغام هم په خورا اسانۍ سره ترې اخیستی شي. په لیکوالۍ کې عموماً هغه لیکنې چې په سخته ولیکل شي، په اسانه لوستی او فهم کېدای شي، مګر کالم بیا بل ډول دی، په اسانه ځکه لیکل کېږي، چې همدا له ژبې او موضوع سره غیر رسمي چلن او تکلف په کې سختوالی ختموي او بنده پرې په اسانه پوهېږي، فکر نه کوم چې دای یې په لیکلو کې ستړی کړی وي؛ ځکه خو په لوست هم بنده نه ستومانوي.
شګفتګي یا خوش طبعیتي د بېکسیار د کالمونو بله هغه عالي ځانګړنه ده، چې زه یې د مرحوم شپون صاحب ورسته یوازې د ده په کالمونو کې وینم؛ بلکې ویلی شم، چې د لږ و ډېر سبکي یوالي رنګ یې هم شپون صاحب مرحوم ته ورته دی، خو جالبه یې دا دی، چې دای هم کاغذ پیچ طنزونه او یوه نیمه ټوکه هم لري، کالم چې له طنز ژانره طنز رااخلي، له تکل بیا همدا خوش طبعي رااخلي، فرق یې دا دی، چې په طنز کې له پیغام سره خندا وي؛ خو شګفتګي بیا یوازې مسکا یا موسېدل دي، د بېکسیار کالمونه تقریبا ټول یا ډېره برخه د همدغه سبک او سټایل کالمونه دي، چې زه یې د ده په نوم او لیکلوالۍ نوموم.
یو بل شی چې ما دغه لیکوال او کالمونو کې درک کړ، هغه د ژورو تجربو او مشاهدو یا د ورځنيو سیاسي او فرهنګي خبرو اترو بې سانسوره او بې لحاظه چلن، ویل او لیکل دي؛ خو په عین حال کې یې همغه د خوش طبعیتی لمن هم نه ده پریښي؛ یعنې هم جدي خبره کوي او هم یې په خوږه ژبه او طرز کوي، چې دای یې د کالم د فکر او خوش طبعتۍ بله ځانګړنه ده؛ ځکه خو دای د “نا ویلو” خبرو لیکوال او کالم لیکوال هم بللی شو؛ یعنې هغه څه چې ډېر لیکوال او کالم لیکوال یې نشي ویلی، ده ویلي دي.
یو شمیر نوره لویې او وړې ښیګړې او ځانګړنې هم لري؛ خو په ځانګړي توګه زه یې د ځوانو او مبتدي لیکوالو لپاره د دې کتاب لوستل ځکه مهم بول، چې د لیکوالۍ طرز او فکري او شعوري دواړه برخې یې قوي دي او زده کړه ترې کېدای شي. باوري یم چې ده د خپلې لیکوالۍ طرز او فکر په همدې اساس او په شعوري توګه د همداسې یوه هدف لپاره اختیار کړی دی، چې خلک او لیکوال دواړه طبقې ترې مستفیدې شي او زه فکر کوم دا له خپلو خلکو، ژبې او ادب سره د ژورې مینې او لویې ښیګړې ثبوت دی.
خدای دې بېکسیار ښه او په ښېګړه لري.