که څه هم د لیکلو هنر سخته چاره ده او د هر چا د وس خبره نه ده، پوښتنه دا پیدا کېږي: سره له دې چې زموږ ټولنه له ژورو سیاسي، اخلاقي او اقتصادي کړکېچونو سره مخ ده، آیا پر موږ د لیکلو مسؤلیت راځي او که نه؟ هغه هم په داسې مهال چې د ولس ټپونه بې کچې ژور دي
په تاسف سره پدې شرایطو کې هم ستونزې د شونډو پر سرو ګرځي، او په شفاهي بڼه ورته د حل لارې چارې لټول کېږي. بله دا خبره هم ورسره غوټه کېږي چې: چاته یې ولیکو؟
زما په اند، لیکل ډیر اړین او بیخي لازمي دي، په ځانګړې توګه زموږ په څېر ټولنې ته. ځکه لیکل نه یوازې د فکر اظهار دی، بلکې د بدلون پیل هم دی. او موږ یې وینو، چې لږ لیکل هم د ډېرو خلکو، په تېره بیا د ځوان نسل، لارښوونه کوي؛ سیاسي، اقتصادي او اخلاقي شعور ورکوي.
زموږ په چاپیریال کې تاریخي، سیاسي او ټولنیزې ستونزې دومره ډېرې دي، چې په اړه یې باید ګڼې مقالې او کتابونه ولیکل شي، تر څو خوندي شي او بالاخره د حل تګلاره ورته جوړه شي. خو له بده مرغه دا بهیر ډېر په سستۍ سره روان دی، یا خو د سکوت پرده پرې غوړیدلي ده، او یا یې ضایع کېدل د عیني ګواهانو له پناه کېدو سره پناه شي او د تل لپاره خاورې پرې اړول کېږي.
که ټولنې ته لیکل ونشي، نو لوستونکی به څنګه پیدا شي؟ لوستونکی د لیکوال له برکته زېږي. که څه هم د ننني مزل په لاره کې ستونزې او نیمګړتیاوې ډیرې دي ، خو سبا ته یو څوک پیدا کېږي، یا یې همدا لیکنې پیدا کوي، چې ددې ټولنې روانو ستونزو او غمیزې ته د کلکې ارادې ورخ وتړي، او له مخې یې شعور، درد او تاریخ وپېژني. پر هر لیکوال او روڼ اند انسان حق دی، چې په هر هغه څه ولیکي چې پرې پوهېږي یا ورسره تجربه لري. ځکه لیکنې خاموش فکرونه راويښوي او ټولنه ژبوره کوي.
هوښیار قامونه د ژوند ستونزې مستندوي او ساده قومونو یې هېروي. حقيقتونه یوازې هغه وخت پاتي کیږي چې مستندې حوالې ولري.
نېټه: ٢٠٢٥ د اګست ٥ مه
ډېره مننه، و لوستل سوه. خوندور مضمون وو.