تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۱۵ مه) د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او پښتون سیاستوال افتاب احمد خان شېرپاو اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ټاکل شوي سفر ځنډېدا مبهمه وبلله، او د پاکستان له حکومته یې وغوښتل چې د دې پرېکړې دلیل باید خلکو ته په واضح ډول ووايي.
آفتاب احمد خان شېرپاو، په خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي:
«په داسې حال کې چې دوه اړخیز تجارت، امنیتي وضعیت او د پاکستان او افغانستان اړیکې مخامخ خبرو ته اړتیا لري، دې سفر ډېر ارزښت درلود. حکومت باید اجازه ور نهکړي چې ګنګوسې او ابهام خپور شي، بلکې باید د دې سفر د لغو کېدو دلیلونه خلکو ته په روښانه ډول بیان کړي.»
ټاکل شوې وه چې امیرخان متقي د زمري ۱۳مه، چې د میلادي کال د اګست ۳مه ده، اسلامآباد ته سفر وکړي، خو د ځینو راپورونو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د ترینګلتیا د زیاتېدو له کبله دا سفر وځنډېده، په ځینو نورو راپورونو کې بیا ویل شوي و چې د ښاغلي متقي سفر د دې لپاره وځنډېده چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې له لوري ورته د سفر معافیت نه و صادر شوی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر نوم لا هم د بندیزونو په لیست کې شامل دی، او تر اوسه د ۱۹۸۸ کمېټې له لوري هغه ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې بې اجازې سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو د مقرراتو له مخې، د طالبانو چارواکي د بهرنیو سفرونو لپاره ځانګړې معافیت ته اړتیا لري، چې دا معافیتونه یوازې د سولې مذاکراتو، نړیوالو غونډو یا بیړنیو حالاتو په صورت کې، د کوربه هېواد د رسمي غوښتنې او د بندیزونو د کمېټې د تصویب له لارې ورکول کېږي.
اوس هم دا نه ده معلومه چې پاکستان آیا د دې معافیت لپاره ملګرو ملتونو ته رسمي غوښتنه کړې وه که نه.
په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. د ډیورند کرښې په اوږدو کې د بریدونو زیاتوالی، غیرقانوني کډوالي او سیاسي ترینګلتیاوې دا اړتیا نوره هم پراخه کړې چې دواړه لوري باید د ډیپلوماټیکو خبرو له لارې ستونزې حل کړي.
په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت لا هم د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دی، او په نړیوال تعامل کې له جدي قانوني او سیاسي محدودیتونو سره مخامخ دی.
مټکی د اورتې میړه ته د څه لپاره ځي؟ هو هلته به یې د اورتې د لیدو لپاره ځي ځکه تور دجال پنجابي هغه ورنه یرغمل کړي او هلته یې په وینو ککړ تجارت هم سته. طالب سوډر نه ضمیر نه غرور لري افغانیت خو په دوی کې په دې نسته سي دوی ارموني د شمشتو په کمپو کې زیږیدلي او په لوطي مدرسو کې شیطان سپارې قدري ګانې ویلې 😔