پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپه تهران کې د یوې افغان جوړې مړي وموندل شول

په تهران کې د یوې افغان جوړې مړي وموندل شول

تاند (سې شنبې/ د زمري/ اسد ۱۴ مه) ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د یوې ځوانې افغان جوړې مړي د یکشنبې په ماخوستن د تهران د قیامدشت په سیمه کې د یوه دوکان په تلخونه کې موندل شوي دي.

راپورونه وايي چې د دې موندنې وروسته، پولیسو ته زنګ وهل شوی و، او د عدلي طب یوه ډله سیمې ته لېږل شوې ده. د پولیسو لومړنۍ موندنې ښيي چې دواړه کسان په ناڅرګندو دلایلو زیرخانه ته ورغلي وو.

د ایران خبری آژانس «رکنا» راپور ورکړی چې چارواکي شک لري چې دا جوړه به د کاربون مونو اوکساید ګاز په اثر مسموم شوي وي، خو تحقیقاتو د جنایي جرم احتمال هم رد کړی نه دی.

راپورونه زیاتوي چې ځوان هلک په یاد دوکان کې کار کاوه او په همدې ماښام له نجلۍ سره زیرخانه ته تللی و. وروسته له دې چې مړي یې وموندل شول، څارنوال د دوکان خاوند د پلټنو لپاره ونیوه.

چارواکي وايي چې مړي د نورو پلټنو لپاره د عدلي طب ادارې ته انتقال شوي، او د پولیسو څېړنې لا هم دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...