پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه – او د منځنۍ آسیا...

پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه – او د منځنۍ آسیا زیان

تاند – پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو موخه د دې هېواد د اتومي پروګرام له منځه وړل دي، خو د دې بریدونو یو بل مهم زیان دا و چې د منځنۍ آسیا هېوادونه یې له دې فرصته بې‌برخه کړل چې د ایران د ترانزیتي لارو په وسیله له پراخې نړۍ سره تجارت وکړي.

له دغو بریدونو سمدستي وروسته، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف امر وکړ چې د هېواد بهرني سوداګریز او ترانزیتي مسیرونه دې له سره وکتل شي. هغه ټینګار وکړ چې د منځني ختیځ د بې‌ثباتۍ له امله باید بار وړونکي مسیرونه خوندي بندرونو ته واړول شي. د دې بدلون له کبله ښایي لوژستیکي لګښتونه تر ۳۰ سلنې پورې لوړ شي.

دا تحول د ۲۰۲۳ کال له وضعیت سره توپیر لري، چې ایران او ازبکستان د اړیکو د پراخېدو په حال کې وو. د ۲۰۲۳ په جون کې، ولسمشر میرضیایف د ایران د هغه وخت له ولسمشر ابراهیم رئیسي او رهبر علی خامنه‌یي سره ولیدل. دا کتنې د همکاریو د دسندونه سبب شول: کرنه، انرژي، ګمرک، ورزش، ساینس، روغتیا، چابهار بندر، چاپېریال، صنعت، کلتور او سیاحت.

دا لیدنې د ۲۰۲۳ کال د مارچ له هغې لیدنې وروسته شوې وې چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له ایراني چارواکو سره کړې وه. دواړو خواوو ژمنه کړې وه چې تجارتي تبادلې پراخې کړي. دا پلانونه اوس ښایي ځنډني شي، ځکه ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که اړتیا وي، نو د ایران پر اتومي تاسیساتو نور بریدونه هم کوي.

په همدې حال کې، د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکيان ویلي چې د اسراییل له بریدونو سره سره به د ایران اتومي پروګرام دوام ولري.

د منځنۍ آسیا د وصل ستراتیژیکې پروژې او افغان رول

د ۲۰۲۱ په جون کې، د ازبکستان، افغانستان او پاکستان مشران په تاشکند کې راټول شول څو د “ترانس‌افغان رېللارې” پروژه اعلان کړي، چې موخه یې د پاکستان له بندرونو سره د منځنۍ آسیا نښلول وو. خو دوې میاشتې وروسته ناټو له افغانستانه ووته، جمهوري نظام سقوط وکړ، او طالبان بېرته واک ته ورسېدل.

اوس، دغه درې هېوادونه یو ځای له ترمذ څخه د خیبرپښتونخوا د خرلاڅۍ تر پولو پورې د ۶۵۰ کیلومتره ترانس افغان رېللارې ۶ میاشتنی تخنیکي او اقتصادي امکان‌سنجونه پیلوي. دا پروژه شاوخوا ۴.۶ میلیارده ډالر لګښت لري، او هدف یې دا دی چې د هند سمندر له بندرونو څخه منځنۍ آسیا ته د توکو رسېدا له ۳۵ ورځو څخه تر ۵ ورځو پورې راکم کړي.

دا پروژه به د بهرنیو مرستو له لارې تمویل شي، خو پر طالبانو د لوېدیځ بندیزونه دا چارې پېچلې کوي. افغانستان اوس د چین او پاکستان د ۶۴ میلیارده ډالرو اقتصادي دهلېز (CPEC) برخه ګرځېدلی، نو چین به ښايي مرسته وکړي. قزاقستان هم ښايي ۵۰۰ میلیون ډالر مرسته وکړي. قطر او د اماراتو او ازبکستان ګډ شرکت “ADL Ulanish” هم ښايي علاقه ولري، او روسي شرکت “RZD” هم پکې ښکېل دی، سره له دې چې له امریکا او اروپا څخه تر بندیزونو لاندې دی.

روسیه غواړي له ازبکستان سره د دې رېللارې د امکان‌سنجونې تړونونه پراخ کړي، او دغه پروژه د پاکستان تر پولو د “شمال–جنوب د ترانزیت دهلېز” (INSTC)  د غځولو وسیله بولي.

د سیمې نوې سیاسي معادلې او د طالبانو رسمیت پېژندل

د ۲۰۲۵ کال په جولای کې، روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند، چې دا به د راتلونکې همکارۍ لپاره دروازه پرانیزي او ښايي پر پاکستان او ازبکستان فشار راوړي څو د طالبانو حکومت هم وپېژني، ځکه دوی یوه ګډه ستراتیژیکه پروژه پیل کړې.

په پروژه کې د پیاوړو تمویل کوونکو شاملېدل د هغې د بریا احتمال لوړوي، خو دا هم شته چې دوی به له خپلو ملي هدفونو سره پروژه مشروطه کړي. له همدې امله، ښايي د نړیوال بانک یا د آسیايي پراختیایي بانک له چارواکو سره خبرې کول د خلیجي هېوادونو د دولتونو د تمویل له مدیرانو سره تر خبرو غوره وي.

د نړیوالو مطالعاتو د پرمختللي انسټیټیوټ څېړونکې نرګیزه عمرواوا، وايي، سیمه‌ییز او نړیوال قدرتونه کولای شي د افغانستان دننه د ترانزیتي پروژو پر عملي کېدو پراخ اغېز ولري. که ډېرې پروژې یو مهال پلې شي، ښایي هېڅ یوه هم ګټه و نه کړي، او دا به د سیمې د ځان بسیاینې د پیاوړتیا هڅې ټکنۍ کړي.

ازبکستان پر افغانستان لوی قمار وهلی – دا هېواد غواړي له افغانستانه د “ځمکني دهلېز” په توګه استفاده وکړي، چې منځنۍ آسیا له عرب سمندر سره ونښلوي. ازبکستان د ترمذ په سیمه کې د “آیراتوم آزاد اقتصادي زون” جوړ کړی، له افغانستان سره یې دوه اړخیز تجارت په ۲۰۲۴ کال کې تر ۱.۱ میلیارد ډالرو لوړ کړی، او د کابل دهلېز او د کندهار لاره تعقیبوي چې له ایران او هند سره وصل شي.

پاکستان او ایران هم غواړي خپلې ترانزیتي لارې خوندي کړي. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د ایران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره ولیدل او ژمنه یې وکړه چې دوه اړخیز تجارت تر ۱۰ میلیارد ډالرو ورسوي. ایران غواړي درې نوي نړیوالې رېللارې فعاله کړي چې دغه هېواد له ترکیې، افغانستان او ترکمنستان سره ونښلوي. همداراز، ایران، پاکستان او ترکیه هڅه کوي د “استانبول–تهران–اسلام‌اباد (ITI)” باروړونکې لاره بېرته فعاله کړي.

خو پاکستان او افغانستان – د ازبکستان لپاره د باور وړ شریکان نه‌دي؟

پر طالبانو او د هغوی پر مشرانو د امریکا بندیزونه، او د کابل ښار د اوبو د نشتوالي خطر (تر ۸۰٪ ځمکني اوبه ککړې دي) د افغانستان حیثیت خراب کړی. پاکستان هم له امنیتي پلوه خطرناک بلل شوی، او د چین د بهرنیو چارو وزیر بیا له پاکستاني پوځ څخه غوښتي چې د “یو کمربند، یوه لار” پروژه او کارکوونکو امنیت وساتي.

په ۲۰۲۳ کال کې پاکستان د امریکا تر فشار لاندې د ایران–پاکستان د ګازو د نللیکې له پروژې ووت، چې دا د اړتیا وړ انرژۍ یوه سرچینه وه. دا شک هم شته چې که واشنګټن فشار راوړي، پاکستان ښايي د رېللارې خپله برخه هم بشپړه نه کړای شي.

نو، له طالبانو سره د امریکا مخالفت، تر بندیز لاندې روسي شریک، د اوبو کمښت، او د پاکستان زیانمن امنیت ښايي دا پروژه له خطر سره مخامخ کړي. خو که واشنګټن او بروکسل خپل مخالفتونه یوې خوا ته کړي، نو کولای شي په ریښتیا د منځنۍ آسیا د خپلواکۍ او حاکمیت ملاتړ وکړي.

د OilPrice.com لپاره د جېمز درسو لیکنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...