جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د دښتي یا صحرایي کیدلو  اغېزې| پوهنمل رحمت ځواکمن

د دښتي یا صحرایي کیدلو  اغېزې| پوهنمل رحمت ځواکمن

څلورمه برخه

په تیره ( دریمه برخه) لیکنه کې مو د صحرایې کیدلو په عواملو، سببونو یا لاملونو خبرې وکړی. په دې برخه کې به د صحرایې کیدلو په اغېزو او عواقبو یا پایلو رڼا واچوو.

صحرايي کېدل، چې زیاتره د انساني فعالیتونو لکه د ځنګلونو وهلو او ښاري پراختیا له امله رامنځ ته کېږي،  چاپیریالي، ټولنیز او اقتصادي بدلونونو له ځان سره لري،  چې دا بدلونونه بیا  په راتلونکې کې د یو زیات شمیر نورو ستونزو سبب کیږي.

ښه به وي چې پر چاپیریالي، ټولنیز او اقتصادي ثبات، د صحرایې کیدلو منفي اغیزې نورې هم راوسپړو.

  د صحرایې کېدلو چاپیریالي اغېزې:

– د نباتاتو د پوښښ له لاسه ورکول: صحرايي کېدل کولای شي د نباتاتو د پوښښ له لاسه ورکولو لامل شي، چې پایله یې د خاورې تخریب او د خاورې کیفیت خرابیدل دي.

– د خاورې تخریب: صحرايي کېدل کولای شي د خاورې کیفیت خراب کړي، د خاورې د کیفیت خرابوالی بیا په خپل وار سره په نوموړې اغېزمنه سیمه کې د نباتاتو، څارویو او نورو ژویو لپاره د ژوند کول ستونزمن کوي.

– د بیولوژیکي ډولونو یا رنګارنګۍ کمیدل: صحرايي کېدل کولای شي د بیولوژیکي تنوع د کمښت لامل یا سبب شي. ځکه چې نوموړي ډولونه نشي کولای د بدلیدونکو شرایطو سره ځانونونو ته سمون ورکړي او ورسره  تطابقت وکړي.

– د هوا په عناصرو کې د بدلونونو لپاره زیان منونکی زیاتوالی: کومې سیمې چې د صحرايي کېدو له امله اغیزمنې کیږي، هغه بیا د هوا په عناصرو یا ترکیب کې د بدلونونو د اغیزو له امله ډیرې زیان منونکې وي،  لکه د وچکالۍ زیاتوالی او د اورښت کمښت.

د صحرايي کېدو اقتصادي اغېزې:

–  د کرنیزو محصولاتو له لاسه ورکول: صحرايي کېدل د کرنیزو محصولاتو د له لاسه ورکولو لامل کېدای شي، دا ځکه چې د کرګرو  لپاره بیا د کرنیزو فصلونو کرل او د څارویو پالنه ستونزمنه کیږي.

–  د اوبو کموالی: صحرايي کېدل د اوبو شتون کمولی شي. د اوبو د کمښت له امله بیا د ټولنو وګړي د څښاک د پاکو اوبو او په کرنه کې د اړتیا وړ اوبو د ترلاسه کولو له  ستونزو سره مخ کیږي.

– د ژوندانه د اسبابو یا اسانتیاوو له لاسه ورکول: صحرايي کېدل کولای شي د هغو ټولنو د ژوندانه د  اساننتیاوو یا وسیلو د له لاسه ورکولو لامل شي، کومې چې د خپل ژوندي پاتې کیدو لپاره په طبیعي سرچینو تکیه کوي، لکه کرگران او د څارویو روزونکي.

–  د بې وزلۍ زیاتوالی: صحرايي کېدل کولای شي د بې وزلۍ د زیاتوالي لامل شي،  ځکه چې ټولنې د بدلیدونکو چاپیریالي شرایطو او د طبیعي سرچینو د له لاسه ورکولو له امله بیا نه شي کولای، له حالاتو  سره د تطابق لپاره سمه مبارزه وکړي.

د صحرايي کېدو ټولنیزې اغېزې:

–  لالهاند حالت: صحرايي کېدل کولای شي د ټولنو د ګډوډۍ لامل شي، ځکه چې زیانمن وګړي  اړ وي چې د خوړو، اوبو او سرچینو د لټون لپاره  خپل کورونه پریږدي، کډې بار کړي او و کوچېږي.

– شخړه: د لږو طبیعي سرچینو له امله، بیا د ټولنې د وګړو ترمنځ شخړې رامنځ ته کیږي، ځکه چې هر څوک بیا د خپلو اړتیاوو د پوره کولو له امله ډاډ نه لري، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې طبیعي سرچینې لا وار دمخه کمې وي.

مهاجرت یا کډوالي: صحرايي کېدل کولای شي د مهاجرت لامل شي، ځکه چې ټولنې د خوړو، اوبو او سرچینو د لټون لپاره  کډې کولو ته اړ کیږي.

  – روغتیایې اغیزې: صحرایې کیدل کیدای شي پر  روغتیا هم  اغیزه ولري. لکه د خوارځواکۍ رامنځ ته کیدل  او نورې ناروغۍ. ځکه چې ټولنې خوړو او پاکو اوبو ته د لاسرسي لپاره له ستونزو سره مخ کېږي.

په ټولیز ډول، صحرایې کیدل د پام وړ چاپیریالي، اقتصادي او ټولنیزې اغیزې لري، په ځانګړې توګه په پرمختیایې هیوادونو کې چیرې چې ټولنې د ژوندي پاتې کیدو لپاره په طبیعي سرچینو تکیه کوي.

د صحرا کیدو د اصلي لاملونو په نښه کول او د ځمکې د کارولو پرله پسې کړنو ته وده ورکول،  د نوموړو اغیزو  په کمولو او په اغیزمنو ټولنو کې د نرمښت یا انعطاف د  رامنځ ته کولو لپاره اړین دي.
نور بیا

سرچینه:  green earth

پوهنمل دوکتوراندوس رحمت ځواکمن
۴/ ۸/ ۲۰۲۵- هالنډ

د دښتي یا صحرایي کیدلو اصلي علتونه | رحمت ځواکمن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب