لیکوال: ډاکټر مبارک علي
ژباړه: بارکوال میاخېل
د نړۍ په تاريخ کې لولو، چې انسان پرله پسې په مبارزه کې دى، د ده دا مبارزه په ټولنه کې د را پيدا شويو ناانصافيو، ظلم و جبر، استحصال او محروميو په نتيجه کې پيدا کېږي. انسان چې له کومو شيانو بې برخې ساتل کېږي، هغه يې په ذهن کې يوه تخيلاتي بڼه خپله کړي، چې بيا يې هغه په واقعي توګه د لاس ته راوړلو لپاره مبارزه کوي، خو آيا انسان يوه داسې نړۍ موندلاى شي، چې په هغه کې ظلم جبر او استحصال نه وي او هر تن له ژونده په بشپړه توګه خوند واخلي؟ دا هغه مهمه پوښتنه ده، چې د ټولنې ځپلي او مظلوم خلک د هيلو او اندېښنو په جذباتو کې ښکېل ساتي. که يوې خواته د ارمانونو او غوښتنو د تر سره کېدو هيله وي، نو بلې خواته د ناهيلۍ او ناکامۍ تياره هم وي. د ټولنې خاموش اکثريت چې د جهالت، خرافاتو او ورستو دودونو په منګولو کې را ښکېل وي، د هغو بنديانو غوندې وي، چې د زندان په جګو- جګو دېوالونو کې را ګير له ازادې نړۍ ناخبره وي، په دې ازاده نړۍ کې چې کوم ځواک او توان پټ وي، له هغه ناخبره وي. محرومۍ په انسان کې د ناهيلۍ جذبات را پاروي او په انسان کې محرومي هغه وخت پيدا کېږي، چې له حالاتو سره جوړجاړي ته غاړه کښېږدي، دا وخت نه خو هغه پر خپل ځان او نه پر خپل توان او وس باور لري.
خو حالت دومره هم ناهيله کوونکى نه وي، په مظلومانو کې که شعور پيدا کړل شي او هغوى ته د خپل زور احساس ورکړل شي، نو هغوى نه يواځې خپل ژوند بدلولاى شي، بلکې پخپله ټولنه کې انقلاب راوستلاى شي. په دوى کې د زور دا احساس د مبارزې له لارې پيدا کېداى شي، کله چې دا مبارزه يو ځل پيل شي، نو تر هر څه وړاندې د ناهيلۍ، اندېښنو، ناوسۍ او مجبورۍ جذبات له منځه وړي او په زړونو کې د هيلو په را ټوکولو زنګوهلي فکرونه مينځي. ناهيلي د استبدادي نظام په پايښت او دوام کې مرسته کوي، خو مبارزه د روښانه سباوون زېرى درکوي.
هغه ادب چې ټولنه له ناهيلۍ را وباسي، په مظلومو خلکو کې د مبارزې جذبه را وپاروي او په ژوند کې مقصد او هدف پيدا کړي، هماغه رزمي، مزاحمتي يا مقاومتي ادبيات وي. رزمي ادبيات يواځې د سياسي فشار او بنديزونو په نتيجه کې نه پيدا کېږي، بلکې دا د اقتصادي او ټولنيز استحصال په نيتجه کې هم تخليقېږي. مقاومتي ادبيات په ځان کې يو اساسي مقصد لري او هغه مقصد د ټولنې بدلون دى، يوه داسې ټولنه چې عدل او برابري پکې وي، ځکه نو د رزمي ادبياتو دا جګړه له هغه پړاوه پيلېږي، چې مظلوم خلک له هرې وسلې او وسيلې بې برخې وي او مخالفين يې له هرې وسلې او وسيلې برخمن وي.
دا جګړه چې د کمزوري او زورور تر منځ پيل شي، سوکه- سوکه، پړاو په پړاو، زينه په زينه کمزورى زورور کوي او زورور د کمزورۍ پر خوا بيايي. رزمي ادبيات خلک د ذهني او شعوري پخوالي خواته بيايي، چې بيا نو حتى زورور مخالف قوتونه هم له خپلو وسلو بې برخې او ماتې منلو ته اړ شي. د دې جګړې هره شېبه او پېښه په مقاومتي ادبياتو کې خوندي کېږي او همدا ادب د تاريخ په ليکلو کې مهم نقش تر سره کوي.
رزمي او مقاومتي ادبيات په هر هغه هېواد او ټولنه کې پيدا کېږي، چې ټولنه د ظالم او مظلوم تر منځ وېشل شوې وي، استعمار پکې واکمن وي، د طبقاتي نظام ريښې پکې ټينګې وي، د قوم-قبيلو تر منځ توپير پکې ژور وي، ولس د ژوند له بنسټيزو اړتياوو او عزت و درناوي بې برخې وي. په داسې وخت کې نو د ټولنې په باشعوره شاعرانو، اديبانو او پوهانو کې د دې حالت د بدلون جذبه پيدا کېږي، هغوى په ټولنه کې کېدونکي ظلمونه او ناانصافۍ احساسوي او په خلاف يې خپل ږغ پورته کوي. د رزمي ادبياتو تخليقوونکي پر ستونځمنو او اغزنو لارو تـګ ته مجبوره کېږي. هغوى نه يواځې له روحي او بدني ځور او کړاو سره مخامخ کېږي، بلکې د خپل سر و مال او عزت قربانۍ ته هم غاړه ږدي. د شلمې پېړۍ په ايران کې د مقاومتي ادبياتو هستوونکو ليکوالو ډېرې غټې قربانۍ ورکړې، باچا محمدعلي شاه قاجار (١٨٧٢- ١٩٢٥م) نصرالله «ملک المتکلمين» او ميرزا جهانګير خان «صور اسرافيل» په شاهي باغ کې په دار و ځړول او کله چې هغوى د دار په رسۍ را ځوړند وو ساه يې ورکوله، دى په بالاخانه کې ناست وو له دې صحنې يې خوند اخيست او په ډاډه زړه يې ډوډۍ خوړله. د رضاشاه او محمدرضا شاه په زمانه کې هم د اديبانو او شاعرانو په خلاف د سزاوو اوږده لړۍ روانه وه. محمدسعون کريمپور شېرازي، مرتضى کيوان، صمدبهرنګي، جلال الاحمد او خروګل سرخي له هغو کسانو وو، چې په پټه خوله و وژل شول.
خو پر دې ټولو سزاوو برسېره له مقاومتي ادبياتو سره تړلي اديبان، شاعران او پوهان د خپلو حکومتونو او واکمنو طبقو پر جرمونو پټه خوله نه پاتېږي، بلکې د هغوى په ضد احتجاج کوي، نړۍ ته يې رسوا کوي او نورو ته هم د دې درد او کړاو احساس ورکوي، چې خپل خلک يې ورسره مخامخ وي او همدغه احساس د هغو جرمونو په وړاندې يوه عمومي رايه او ذهنيت پيدا کوي او په ضد يې نړيوال تحريک چلېږي.
مقاومتي او رزمي ادبيات يواځې د اشخاصو له خوا په فردي ډول نه خلقېږي، بلکې دا تل د يوه تحريک برخه وي، هغه تحريک چې د مظلومو او ځپل شويو خلکو استقلال او ازادۍ لپاره مبارزه کوي. مزاحمتي ادب تحريک ته فعال او د عمل سياسي فعالان (کارکنان) ورکوي او په هغوى کې د سرښندنې او قربانۍ احساسات پيدا کوي. د فلسطين او جنوبي افريقا د ازادۍ په تحريکونو کې مقاومتي ادبيات ډېره لويه برخه لري. دا د ازادۍ د تحريک د ټولو لوړو ژورو، سستوالي- تېزوالي او د هيلو او ناهيلۍ په حالت کې خلک اړم او مستقيم ساتي او د هيلو جذبات پکې پيدا کوي. په مزاحمتي ادب کې ناهيلي نه وي، بلکې دا تل د روښانه سباوون زېرى ورکوي.
همدا سبب دى چې واکمنه او ظالمه طبقه له مقاومتي ادبياتو تل په ډار کې وي. د دوى لپاره د شاعرانو شعرونه او سندرې او د اديبانو تخليقات تر وسلو زيات له خطره ډک وي. د وسلې ځواب په وسله کولاى شي، خو د مقاومتي ادبياتو په ځواب کې هيڅ داسې ادبيات ورسره نه وي، چې سيالي ورسره وکړي، ځکه نو دا لاره غوره کړي چې د مقاومتي ادبياتو پر کتابونو بنديز ولګوي، د لويو لارو پر سر يې وسوځوي، له تعليمي نصاب او رسنيو يې وباسي. داسې ادبيات نو بيا پټ په پټه او لاس په لاس خپرېږي او په زړونو کې ځاى پيدا کوي.
د سنسرولو بنديزونه او سختۍ د مقاومتي ادبياتو د تخليق مخه نه شي نيولاى، اديبان او هنرمندان پر بنديزونو برسېره د خپلو افکارو د بيان لارې لټوي. کله- کله له علامتونو او سمبولونو کار اخلي، کله خپل تخليق د ژباړې په توګه خلکو ته وړاندې کړي، کله خپل خيالات د مضامينو په لمنليکونو (حاشيو) کې څرګندوي او اکثر خپله خبره د کنايو او اشارو په وسيله کوي.
يوه زمانه وه چې حکومتونو به مقاومتي ادبيات د بنديزونو په وسيله له منځه وړل يا به يې محدودول. په هند کې چې «بهګتي تحريک» د ذاتونو او طبقاتو په ضد کوم مقاومتي ادبيات پيدا کړل، سنسکرتي ادبياتو د حکومت تر نظارت لاندې را پورته کېدو ته پرېنښول، خو په اوس وخت کې د مزاحمتي ادبياتو له منځه وړل اسان کار نه دى. د پټو چاپتونونو (مطبعو)، ورځپاڼو-مجلو او د خبرپاڼو په وسيله دا ډېر په چټکۍ سره خپور شي او د خلکو تر لاسونو ورسېږي.
هسې خو مقاومتي ادبيات د تاريخ په هر پړاو او زمانه کې تخليق شوي دي، خو په دې وروستۍ زمانه کې د مستعمراتي نظام په ضد په اېشيا، افريقه او د لاتينې امريکې په هېوادونو کې د ازادۍ په تحريکونو کې اديبانو او شاعرانو ښکاره برخه اخيستې ده. تر ازادۍ وروسته په دغو هېوادونو کې مقاومتي ادبياتو يو ځل بيا د مبارزې لاره خپله کړه، ځکه چې په اکثرو هغو هېودونو کې- چې خپلواکي يې اخيستې وه- د جمهوري حکومتونو پر ځاى پکې استبدادي او پوځي حکومتونه جوړ شول او ولس پکې له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړل شو، ځکه نو د رزمي او مزاحمتي ادب په وسيله يو ځل بيا د دغو حکومتونو د لوټ تالان او بډو (رشوتونو) په ضد احتجاج وشو.
په اوسني وخت کې مقاومتي ادبيات د هر هېواد له چاپېريال او له هر سياسي تحريک سره سم تخليقېږي. مثلاً د فلسطين په مقاومتي ادبياتو کې يوې خواته هغه شاعران او اديبان دي، چې د دوى په نيول شوې سيمه کې د اسرايلو ظلم او ستم زغمي او په ضد يې په مبارزه بوخت دي، بلې خواته هغه جلاوطنه پوهان دي، چې له دربدرۍ سره مخامخ دي او د خپل وطن د بيرته تر لاسه کولو لپاره د ازادۍ د تحريک مرسته کوي. په دغو دواړو حالتونو کې د فلسطين د ازادۍ تحريک د هغه ځاى مزاحمتي ادبياتو فعال او ژوندى ساتلى دى.
په جنوبي افريقه کې هم يو بل ډول مقاومتي ادبيات تخليقېږي، هلته چې افريقايان د زياتو نسلي او سياسي تعصباتو په منګولو کې را ښکېل دي، نو په غبرګون کې يې دوى د خپلې پېژندنې (هويت) او ازادۍ لپاره مبارزه کوي او د دوى شاعران او اديبان اوږه په اوږه ورسره ملګرتيا کوي.
د مقاومتي ادبياتو تونده بڼه په هند کې د اچوت يا شودر طبقې د خلکو دلت ادبيات دي، چې د لوړې طبقې د خلکو د پېړيو- پېړيو ظلم او جبر په نتيجه کې تخليق شوي دي (دلت مانا ټيټ او ځپل شوي خلک). په پېړيو د لوړې طبقې خلکو د ټيټې طبقې خلک له سياسي، ټولنيز، کلتوري، اقتصادي او تعليمي پلوه وروسته پاته ساتلي وو. د هند تر خپلواکۍ وروسته چې دغه د ټيټې طبقې خلک څه نه څه تعليميافته شول، نو د ١٩٦٠م او ١٩٧٠م کلونو په لسيزو کې په دوى کې يوه داسې لوستې طبقه را پورته شوه، چې که څه هم دوى سواد تر لاسه کړى وو، خو ميندې او پلرونه يې د زورورو مزدوران او بزګر وو، يعنې د دوى نسلي ريښې هم له همدې ټيټ او طبقاتي ټولنيز نظام سره پيوند وې، ځکه نو دوى داسې مقاومتي ادب تخليق کړ، چې له اورنيو سينو را وتلى وو او په هغه ادب کې د مروجو ټولنيزو دودونو او ارزښتونو په ضد کلک احتجاج شوى وو. د دلت په اړه ګنګادر پنټوا وويل:
«زه فکر کوم چې دلت کوم ذات نه دى، دلت هغه دى چې د دې هېواد ټولنيزو او اقتصادي رواياتو يې حقوق تر پښو لاندې کړي دي، هغوى پر هيڅ ديوتا (خداى)، تناسخ، روح، مقدسو کتابونو، تقدير او آسمان باندې باور نه لري، ځکه چې دا ټول د طبقاتو پلوي کوي. دلت د بدلون او انقلاب نخښه ده».
دغو لوېدليو او ځپل شويو خلکو چې کله ژبه وموندله، نو روح لړزوونکي ادبيات يې وپنځول، د دغو ادبياتو تر شا د پېړيو- پېړيو درد او کړاو پروت دى. د دې اظهار ډي- ايل کاليکر د انکار په بڼه په ښه توګه کړى دى:
نه، نه، نه
درې واره نه،
ستا له اقتصادي، ټولنيزې، سياسي، ذهني، مذهبي، اخلاقي او کلتوري ګندګۍ
ته چې خپل ځان تل ابدي او تل ځلېدونکى لمر ګڼې
ماته ستا له مچولو ساري ناروغي را پورې شي
خو زه يو نوى لمر يم
د يوې نوې جذبې څښتن يم
زه ستا له تهذيبه منکر يم
ستا تر خداى له را چاپېرو رواياتو منکر يم
ستا له مذهبي ادبه مخ اړوم
زما وروڼو!
زه د خپلې کرکې اعلان کوم
زه به پر خپله کرکه سودا ونه کړم
زما کرکه هيڅ انتها نه لري
ما يو نه ختمېدونکى جنګ پيل کړى دى
زه ټيټېداى شم خو ماتېدلاى نه شم.
×××
د دلت ادب په يوه مشهوره سندره کې هم دې ته ورته اظهار شوى دى:
پاڅئ خلکو پاڅئ! او د ذاتونو او طبقو زنځيرونه مات کړئ
پاڅئ خلکو پاڅئ!،
موږ مرهټه، مهار، برهمن، هندوان او عيسويان
ټول وروڼه يو، انسانيت يواځې يو دى،
خو بيا ولې (زموږ لپاره) اوبه د کنجکونو په وسيله بېلېږي
ولې مو څوک لاړو توکلو ته هم نه پرېږدي
د مکارو زاهدانو ظلم تر غاړه ونيسئ
پاڅئ خلکو!
د لوېدليو خلکو اوښکو د تاريخ څاهان ډک کړل
د دوى ذهين نسلونه د مذهبيانو د مکارۍ شومه شول
اوس زموږ لمر را ختلى دى
د ذاتونو او طبقو ناسور پرې وسوځوئ.
دا هغه مقاومتي ادب دى، چې له زړونو را وځي او بيرته زړونو ته ننوځي او موږ ته دا احساس کېږي، چې کله مظلوم او بې برخې شوي خلک ژبه پيدا کړي، نو له څومره زور او شدته ډکه وي.