جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکلتوریونلیکد حج خاطرات /دویمه برخه/ ګل آغا احمدي وردګ

د حج خاطرات /دویمه برخه/ ګل آغا احمدي وردګ

په دې برخه کې دوو مهمو ټکو ته اشاره کېږي چې د (ځوانۍ حج او احرام تړلو) څخه عبارت دي او تاسو درنو لوستونکو ته یې د لوستلو بلنه درکوم.

د ځوانۍ حج

حج د اسلام د پنځو بناوو څخه یوه بنا او الهي فریضه ده چې د فزیکي، مالي، سفر او عبادتي توانايي په صورت کې یې ادا کول په مسلمان فرض کېږي او د بختورو مومنانو په برخه کېږي. له همدې کبله هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په میلیونونو کسان د بیت الله شریف د زیارت او د حج د مناسکو د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ځي او د حج مناسک پر ځای کوي. له نېکه مرغه چې زموږ له هېواد افغانستان څخه هم په دې نږدې کلونو کې هر کال کابو ۳۰۰۰۰ مسلمانان د حج د فریضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ځی او د حج فریضه ادا کوي. د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تلونکو افغانانو (نارینه او ښځینه) مطلق اکثریت داسې عمر خوړلي، سپین ږیري او سپین سرې اشخاص تشکیلوي چې د فزیکي اړخه ډېر کمزوري وي او د نړۍ د مسلمانانو په منځکې له لرې څخه ښکاري چې کمزوري او خوارځواکه دي. مخکې له دې چې زیاتره کمزوري افغان حاجیان د حج په سفر و خوځېږي دوی فکر کوي چې دا یو هوسا او آسانه سفر دی او دوی به په آسانۍ سره و کولای شي چې د حج فریضه ادا او بېرته په سلامتۍ سره خپل هېواد ته را ستانه شي. خو لکه مخکې چې وویل شول د حج د فریضې ادا کول او د همدې موخې لپاره سعودي عربستان ته سفر کول داسې آسانه او ساده خبره نه ده لکه چې ځینې فکر کوي بلکي په هر ګام کې د ډول ډول ستونزو زغملو، لوی صبر، سترې حوصلې او ځینو ځانګړو آدابو ته اړتیا پېښېږي چې حاجیان یې باید مراعات کړي. نو له همدې کبله لوېدلو او کمزورو سپین ږیرو کسانو ته ډېره سخته ده چې د دې ستر عبادت د سفر او مناسکو د ادا کولو ټول هغه شرایط په آسانۍ سره په ځان عملي کړي چې د حاجي په مخکې قرار لري او عملي کول یې لازمي دي. زما وړاندیز دا دی چې هر مسلمان د حج توانايي پیدا کړي، نو ښه خبره دا ده چې په داسې حالت کې د حج د فریضې د ادا کولو تکل وکړي چې له ذهني او فزیکي اړخه تکړه او ځوان وي او زیات عمر خوړلی نه وي. همدارنګه وړاندیز مې دا دی چې د هغو سپین ږیرو او سپین سرو اشخاصو په استازیتوب ځوانان حج ته ولاړ شي او د دوی لپاره حج وکړي چې عمر خوړلي او کمزوري وي او د حج د مراسمو د ادا کولو توان او نیت لري. باید وویل شي چې د ځوانانو حوصله نسبت سپین ږیرو ته لوړه وي، ځوان د ښو فزیکي او دماغي وړتیاوو درلودونکی وي او کولای شي چې نسبت سپین ږیرو ته د سختیو 1په زغملو کې ثابت واقع او د حج اړوند مناسک او عبادتونه په ښه شکل ادا کړي. د حج او اوقافو وزارت ته ښايي چې په هېڅ شکل لوېدلو، ناروغو او عمر خوړلو سپین ږیرو او سپين سرو اشخاصو ته اجازه ور نه کړي چې سعودي عربستان ته د سفر تکل وکړي بلکي مناسب عمر او وړ معیارونه ورته تعین او د هغه مراعات او څارنه حتمي او لازمي و بولي.

احرام تړل

افغان حاجیان چې کله د (جدې) ښار د ملک عبدالعزیز هوايي ډګر ته ځي چې هلته د سعودي عربستان د حکومت له خوا د نړۍ د حاجیانو د چارو د سمون لپاره یو ځانګړی ترمینل جوړ شوی، نو الوتکه په هوا کې پر میقات باندې تېرېږي او که د حج یا عمرې نیت کوونکی په داسې حال کې په میقات تېر شي چې احرام یې نه وي تړلی نو (دم) پرې اوړي او (دم) له یوې قربانۍ، مسکینانو ته له ډوډۍ ورکولو یا روژې نیولو څخه عبارت دی. له همدې کبله ښه خبره دا ده چې حاجي د خپل سفر د پيل کېدو د مخه په خپل کور کې احرام په آرامۍ سره بسته کړي ځکه که دا کار هوايي ډګر یا د الوتکې منځته پرېږدي نو هلته له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي او شاید په سختۍ سره یې د تړلو چارې اجرا کړي. بل دا چې د احرام د تړلو سره سړی عادت نه وي ځکه چې د احرام چادرونه یوازې د حج او عمرې د ادا کولو پر مهال تړل کېږي. نو د دې پر ځای چې په هوايي ډګر یا د الوتکې په منځکې حاجي پورته کېږي او احرام تړي، په خپل کور کې یې په آسانه تړلی شي او د همدې چارې د اجرا  لپاره کافي وخت لري.

همدارنګه د احرام د تړلو وروسته حاجي ته ښايي داسې بکس له ځان سره و لري چې د خپلو جیبونو  او سفري کاغذونو اړوند ضروري څیزونه پکې کښېږدي نو که چېرې یې مخکې له مخکې یو کوچنی د غاړې بکس تهیه کړی وي، له نوموړي سره مرستندوی واقع کېدای شي. ما د خپل سفر پر مهال و لیدل چې حاجي صاحبان په هوايي ډګر یا الوتکه کې د احرام د تړلو سره څومره په تکلیف شول او د هغه د تړلو پر مهال په الوتکه کې د حاجیانو تر منځ څومره ګډوډي، بې نظمي، سرګرداني او تکلیف رامنځته شو نو غوره خبره ده چې دا چاره د سفر د پیل کېدو څخه د مخه تر سره شي. نور بیا…

2 COMMENTS

  1. I would suggest you to create a guideline with images showing how to dress up, when to dress up and how to get into the plane and when leaving what to do… It would be more helpful and you might condense this information into 3 pages maximum…
    Another guideline can be about the 5 pillars and conditions to meet…
    Two separate guidelines with images can solve the whole problem and it will make it easier for people to follow….

  2. مننه ښکلی او په زړه پوری معلومات مو نشر کړی دی . په روښتیا سره چه زموږ ،پاکستان ، او هندوستان مسلمانان د جسمی کمزور ی ډیره لری هغه هم پدی خاطر چه دوی ډیره ناوخته د بیت الله شریفی د زیارت اراده کوی ډیره ډیره مننه ستاسی څخه کوم انځور چه تاسی ایښودلی وه هغه خو نستب هغو کسانو ته چه موږ ولیدل پهلوان وه داسی کسان مو ږ ولیدل چه خپل اورت یی هم نشوای پټولی درحالیکه عورت پټول فرض دی اود بعضو څخه به دا احرامونه په تشناب کی ښه صحیح رنګ شوی وو او دوی به د ستر ګو د ضعیف والی د وجی نه لیدل که حج او اوقاف ریاست دا ستاسی د فرمودی سره سم عمل وکړی نو ډیره به ښه وی او یو بل څه ویل غواړم چه د حج او اوقاف ریاست باید د معلمینو څخه امتهان واخلی کوم کسان چه د حج په مناسکو کی بلدیت نلری باید دوی هغه د معلم په صفت وانه ستوی لکه کوم چه موږ ولیدل تاسی باور وکړی که به هیڅ باندی هم خبر وو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب