جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد هند په نوي ډیلي کې د موټر بم چاودنې ۸ کسان...

د هند په نوي ډیلي کې د موټر بم چاودنې ۸ کسان وژلي او ۲۴ نور یې ټپیان کړي.

د هند د ځايي رسنیو په وینا، دا چاودنه د پلازمینې نوي ډیلي په زړه لعل کلا سیمه کې، د ماښام په شاوخوا اووه بجو رامنځته شوې ده.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې تر چاودنې وروسته په سیمه کې اورلګیدنه شوې، او امنیتي ځواکونه او امبولانسونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

د هند د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پېښې دقیق علت تر اوسه معلوم نه دی.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پېښې د جدي پلټنو امر کړی دی.

تراوسه دا هم نه ده معلومه چې پېښه د ترهګرۍ سره تړاو لري، که نه.

تر دې مخکې، په ۲۰۰۱ کال کې د نوي ډیلي پر پارلمان برید شوی و، او په ۲۰۰۸ کال کې په ممبۍ کې یوه لویه حمله وشوه چې سلګونه کسان پکې ووژل شول.

هند په ورته پېښو کې ډېری وخت په پاکستان کې مېشتو اسلامپالو ډلو ته ګوته نیولې ده، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

2 COMMENTS

  1. THIS TERRORIST ATTACK BELONG TO ISI I AM SORRY FOR 8 PEOPLES WHO LOST LIFE IN TERRORIST ATTACK
    INDIA MUST GREATER ACT AGAINST PUJAB,
    DONOT LEAVE TALIBS. ALONE.
    PAKISTAN WIDDLEY ATTACK ON INDIA AND AFGHANISTAN
    THANK YOU FROM TAAND

  2. د تاند ويبپاڼې د مسؤلینو او چلونکو څخه په ډېر احترام هیله او غوښتنه کوم چې هغه کمنټونه، تحلیلونه او تبصرې چی پرته له پښتو او دري ژبو په انګرېزي یا کومه بله بهرنۍ ژبه لیکل کېږی، بند، حذف، منع یا بلاک کړی چی وېبپاڼي اعتبار او حیثیت ته تاوان او ضرر ونه رسوي، ځکه چي د تاند او ټولو نورو سایټونو او خبرپاڼو لیدونکي او لوستونکي افغانان دی چی په پښتو، دري او یا کومه بله افغانی ژبه لیک لوست کوی او شکر دی چی ټول افغانان په همدې دوو ژبو ( پښتو او دري ) ښه پوهیږي، نو هیله ده چی ټول لوستونکي او لیکونکی یی په پښتو یا دري ژبو لیکنې، تبصرې او تحلیلونه ولېکي.
    نو دا هیله هم کوم چي دا ځيني کلانکاران پرته له پښتو او دري ژبو په نورو بهرنیو ژبو له لېکنو او تبصرو ډډه وکړي او د تاند وېبپاڼي اعتبار ته ضرر ونه رسوي.
    او که همدا په انګرېزي ژبه لیکل شوي تبصرې او تحلیلونه پښتو یا دري ژبي ته راواړؤو نو ګڼي تېروتني، غلطۍ او نيمګړتياوي په کې لیدل کېږي.
    په درناوي، بښنه او مننه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب