Homeخبرونهاقتصادي خبرونه‏پنجشېر کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت د برېښنا بند جوړېږي

‏پنجشېر کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت د برېښنا بند جوړېږي

تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۱۹مه) پنجشېر ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي، د برېښنا دغه بند په پریان ولسوالۍ کې د ۲۰میلیونه ډالرو په لګښت جوړیږي.

د پنجشېر ولایت ویاند سیف‌الدین لټون وایي، د یاد بند د سرورې او ډیزاین کارونه بشپړ شوي او ژر به یې عملي چارې پیل شي.

د لټون په خبره، دغه بند د ۱۰میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې پنجشېر او ګاونډيو ولایتونو کې به ۱۰زره کورنیو ته برېښنا ورکړي.

ویل کیږي، د برېښنا دغه بند د جوړولو تړون د ترکیې ۷۷ ساختماني شرکت سره لاسلیک شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پنجشېر کې د پارنده برېښنا بند کارونه هم بشپړ شوي او نږدې ورځو کې به رسما ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

1 COMMENT

  1. مګر روښانه نده چې دا کار به د اوبو او انرژي وزارت له لوری کیږی ځکه بندونه دوی کاری مسیر په پوری تړاو لري که دبرښنا شرکت له لوری ځکه برښنا شرکت د مزو (لین ) انتقال (لیږد) او شبکو غځول او عایداتو ټولو مسولیت لري خو رسانیو له ګونګ مطلب چې منبع یی معلومه نده چې یعنی دا کار د کومی اداری له لوری کیږی بل دا چې یو ولایت تخنیکي ټیم نلری چې هم ډیزاین وګوری او تطبیقي چارو څخه څارنه وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...