Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغان او ایراني چارواکو د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر...

افغان او ایراني چارواکو د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړي

‏تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۱۹مه) ایران کې د طالبانو سفیر مولوي فضل محمد حقاني د چابهار بندر مشر دوکتور محمد سعید اربابي سره کتلي.

ایران کې د طالبانو سفارت ویلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د خپلمنځي سوداګرۍ پر پراختیا، چابهار بندر کې د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت دفتر پرانیستل کېدو، د مالي اسانتیاوو لپاره د افغانستان او ایران مشترک بانک تاسیس، افغان سوداګرو ته د اوږد مهال لپاره د ځمکو ورکولو او د چابهار – میلک اوسپنې پټلۍ بشپړولو خبرې کړې دي.

یاد سفارت همداراز ویلي، دواړو لورو افغان سوداګرو ته د اوږدمهاله ویزو ورکړې او ستونزو ته په رسېدنې هم ټینګار کړی.

دغه کتنه داسې مهال کیږي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان او هند لپاره د ایران سفیرانو هم چابهار کې له افغان سوداګرو سره ګډه ناسته کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...