جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهلوړو زده کړو وزارت د ټکنالوژۍ او عصري زده کړو پرمختګ په...

لوړو زده کړو وزارت د ټکنالوژۍ او عصري زده کړو پرمختګ په موخه ۶۳۳ بستونه منظور کړي

تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۱۹مه) د طالبانو د حکومت ‏د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، د دوی مشرتابه افغانستان کې د ټکنالوژۍ او عصري زده‌کړو پرمختګ په موخه د یاد وزارت چوکاټ کې ۶۳۳ بستونه منظور کړي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه بستونه د کمپیوټر ساینس، انجنیري، مصنوعي ځېرکتیا، ریاضیاتو او طب برخو کې منظور شوي دي.

تر دې وړاندې هم یاد وزارت ویلي و، چې په لومړي ځل یې د مصنوعي ځېرکتیا او نورو برخو کې د هېواد په پوهنتونونو کې د ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونه پیل کړي.

دا بستونه داسې مهال منظورېږي چې، تازه طالبانو په افغانستان کې پر خواله رسنیو بندیزونه لګولي او تر دې وړاندې یې په ټول هېواد کې انټرنیټ بند کړی وو چې، له سخت غبرګونونو سره مخ شول.

1 COMMENT

  1. GREAT NEWS;
    HIGHER EDUCATION AND TECHNOLOGY IS NECESSARY OF TIME,WE NEED LIKE SPIRITE FOR BODY,
    I HOPE TALIBS THINK POSITIVE ABOUT HIGHER EDUCATION AND OPEN GATE FOR TECHNOLOGY AND SCIENCE,
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب