Homeخبرونهبادغیس کې ماین چاودنې دوه ماشومان وژلي

بادغیس کې ماین چاودنې دوه ماشومان وژلي

تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۱۹مه) بادغیس کې د طالبانو امنیه قومندانۍ له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د خوشه یي ماین دا چاودنه پرون یکشنبه مازدیګر مهال د بالامرغاب ولسوالۍ پنیرک سیمه کې شوې ده.

خبرپاڼې لیکلي چې، په دغه چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د سرچینې په حواله دغو ماشومانو د مالونو څرولو په مهال دا ماین له موندلو وروسته اور ته اچولی او چاودنه یې کړې ده.

افغانستان یو له جګړه ځپلو هېوادونو دی چې، په یو شمېر سیمو کې اوس هم خښ شوي ماینونه د خلکو ژوند ګواښي او وخت ناوخته پر ماشومانو او عامو خلکو چاودي.

عام خلک له طالبانو هیله لري چې، جګړه ځپلو سیمو کې خښ شوي ماینونه‎ وباسي څو راتلونکي کې خلک د ناچاوده ماینونو له ګواښه خوندي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...