Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد لړم ۲۶مه به کابل د ۱۵ هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو...

د لړم ۲۶مه به کابل د ۱۵ هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو کوربه وي

تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۱۹مه) ‏د افغانستان نړیوال نندارتون مسؤلان وايي، د امام ابوحنیفه رح څلورم پړاو نندارتون به ډېر ژر په کابل کې جوړ شي.

د یاد نندارتون مشر محمد صابر لطیفي رسنیو ته وویل، په دغه نندارتون کې به د ۱۵ هېوادونو سوداګر او پانګه وال برخه واخلي او دا به د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ ودې لپاره نوي فرصتونه رامنځ ته کړي.

د لطیفي په خبره دغه نندارتون به د روانې عقرب میاشتې په ۲۶مه پيل او تر یوې اونې به دوام وکړي.

پانګه وال او سوداګر دا ډول نندارتونونه د صنعت او سوداګرۍ ودې لپاره ګټور بولي.

دوی زیاتوي دا ډول نندارتونونه د هېوادونو تر منځ د همکارۍ او تجربو په شریکولو کې مهم رول لوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...