Homeخبرونهمسوولان: بُن کې نن دوشنبه د افغانستان کونسلګري فعالیت پیلوي

مسوولان: بُن کې نن دوشنبه د افغانستان کونسلګري فعالیت پیلوي

تاند ( دوشنبه د لړم ـ عقرب ۱۹مه) ‏د طالبانو د  بهرنیو چارو وزارت ویلي، د جرمني بن ښار کې به نن دوشنبه د افغانستان د جنرال کونسلګري فعالیتونه بېرته له سره پیل شي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، هېوادوال او نور مراجعین کولی شي په انلاین بڼه نوبت واخلي او د خپلو کارونو لپاره مراجعه وکړي.

یاد وزارت ویلي، نږدې راتلونکي کې به دغه کونسلګري د پاسپورټ چاپ چارې هم پیل کړي.

د جرمني بن کې د یادې کونسلګرۍ فعالیتونه میاشت وړاندې له هغه وروسته ودرېدل کله، چې هلته د تېر جمهوریت ډیپلوماټانو په ډله‌ییزه توګه استعفا وکړه.

له استعفاء وروسته جرمني په بن او برلین کې د طالبانو د حکومت کونسلي کارکوونکو ته باورلیکونه ورکړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...