جمعه, فبروري 13, 2026
Homeخبرونهشهباز شریف د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د زلزلې له امله...

شهباز شریف د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د زلزلې له امله خواشيني ښودلې

تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۱۲مه) د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله خواشیني ښودلې ده.

شریف د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کړی او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

شریف داسې مهال دا خواخوږي ښیي چې له بلې بیا پاکستان له افغانستان سره د وروستي کړکیچ له امله ټولې لارې تړلې دي.

پاکستان یوازې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د تېرې شنبې په ورځ تورخم او سپین بولدک لارې پرانیستې.

اخواد افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پر خپل ایکس‌پاڼه په شمالي ولایتونو کې پر زلزلې او اوښتو تلفاتو خواشیني څرګنده کړې ده.

هغه همدارنګه د مزارشریف ښار روضې ته د اوښتي زیان په اړه هم خواشیني ښودلې ده.

په یاده زلزله کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په وینا تر دې دمه تر ۶۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لاهم د مرګ ژوبلې شمېره په لوړېدو ده.

سلګونه کورونه هم په یاده زلزله کې نړېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...