یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeخبرونهبلخ او سمنګان کې د زلزلې د مرګ ژوبلې ارقام نېږدې ۶۰۰...

بلخ او سمنګان کې د زلزلې د مرګ ژوبلې ارقام نېږدې ۶۰۰ ته ورسېدل

تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۱۲مه) د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي، د بلخ او سمنګان روغتونونو ته تر اوسه له ۲۰ زیات مړي او ۵۳۴ ژوبل کسان ور وړل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت لیکلي، ژغورونکې ډلې لا هم په سیمه کې دي او د مرګ ژوبلې کچه ښايي زیاته شي.

سرچېنې لیکلي، روغتیايي ډلې د پېښې سیمو ته رسېدلي او له اغیزمنو ولایتونو سره د طالبانو د وزارت رهبري په اړېکه کې ده.

عامې روغتیا وزارت همداراز لیکلي، د اړتیا پر مهال به له نږدې ولایتونو هم زلزله ځپلو ته رسیدنه وشي او ټولو نږدې روغتونو ته د چمتووالي امر شوی.

تېره شپه شاوخوا یوه بجه ۶ اعشاریه ۳ درجې زلزلې شمال ولایتونه ولړزول چې د ځاني زیان ترڅنګ یې خلکو ته سخت مالي زیانونه هم واړول.

د زلزلې له امله د تاجکستان وارداتي برېښنا مزي هم پرې شوي وو، چې یو ساعت وړاندې د برېښنا شرکت په وینا مزي وتړل شول.

دغه راز زلزلې د تاشقرغان تنګي لار هم تړلې وه، خو یاده لار دوه ساعته وړاندې د طالبانو دفاع وزارت د تګ راتګ پرمخ پرانیستله.

دا زلزله داسې مهال کېږي چې، تر دې وړاندې یوې زورورې زلزلې ختیځ ولایتونه وځپل چې یوازې یې په کونړ کې تر ۳۵۰۰ کسان مړه او زرګونه نور ژوبل او بې سرپناه کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...