Homeخبرونه‏د تاجکستان وارداتي برېښنا پرې شوی مزی بېرته ونښلول شو

‏د تاجکستان وارداتي برېښنا پرې شوی مزی بېرته ونښلول شو

تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۱۲مه) د طالبانو برېښنا شرکت وايي، د تاجکستان وارداتي برېښنا چې تېره شپه شمالي ولایتونو کې د زلزلې له امله یې مزي پرې شوي وو، بېرته ونښلول شو.

د برېښنا شرکت د اعلامیې له مخې د تاجکستان وارداتي برېښنا په بیا نښلیدو د کندز، تخار او بغلان ځېنو سیمو کې د پېرودونکو برېښنايي ستونزې حل شوې او خلک د پخوا په څېر په عادي ډول برېښنا ته لاسرسی لري.

د افغانستان برېښنا شرکت همداراز لیکلي، کارکوونکي یې ساحو کې په کار بوخت دي تر څو عمومي شبکه ژر نورماله کړي.

په یاده زلزله کې د برېښنا د مزو د پرې کېدو ترڅنګ سلګونه کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ژغورونکې ډلې لاهم سیمه کې د مړو د موندلو او ژوبلو د ژغورلو په عملیاتو بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...