جمعه, فبروري 13, 2026
Homeخبرونه‏روغتیا وزارت: شمال کې زلزلې ۹۵۶ تنه ژوبل او ۲۷ تنه مړه...

‏روغتیا وزارت: شمال کې زلزلې ۹۵۶ تنه ژوبل او ۲۷ تنه مړه کړي

تاند (سه شنبه د لړم ـ عقرب ۱۳مه) د طالبانو عامې روغتیا وزارت د خپلو سرچېنو له قوله خبر ورکړی، چې د وړمې شپې زلزله کې ۹۵۶ تنه ژوبل او ۲۷ تنه مړه شوي دي.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، په روغتونو کې ټپیانو ته لازم چمتووالی نیول شوی او درملنه یې دوام لري.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د زیانمنو له ډلې یوازې سمنګان کې ۴۱۸ تنه ژوبل او ۱۳ تنه مړه شوي او پاتې نور بیا په بلخ، بغلان، کندز، سرپل او جوزجان ولایتونو کې مړه او ژوبل شوي دي.

د یادونې ده، چې وړمه شپه شاوخوا یوه بجه د هېواد شمالي ولایتونو کې د ۶ اعشاریه ۳ ریښتر په کچې زلزلې ګڼو خلکو ته درانده زیانونه واړول.

لاهم ارقام وروستۍ نه دي او د ژغورنې عملیات دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د برلین فلم فیستوال؛ نو ګوډ مین فلم ته کتنه

نو ګوډ مین No Good Men (ښه سړي نه شته) فلم د برلین په فلم فیستوال کې نندارې ته وړاندې شوی دی او یو...