چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهطبیعي پېښو تېرکال څه باندې ۳ زرو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

طبیعي پېښو تېرکال څه باندې ۳ زرو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند:( دوشنبه، د کب ۲۲)  طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د رژیم چارواکو ويلي: سږ کال د طبيعي پېښو له امله له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر دوو زرو ډېر ټپيان شوي دي.

د طالبانو د رژیم یوه اړوند مقام ملا جانان سایق ویلي، چې د روان هجري لمريز کال د ورښتونو په ترڅ کې نږدې يوولس زره کورونه ويجاړ شوي.

هغه ويلي: ((په ټول افغانستان کې ۱۰۹۶ کسان د طبيعي پېښو له امله مړه، ۲۱۵۷ کسان نور ټپيان شوي او ۱۰۸۰۶ کورونه ويجاړ شوي دي.))

طالب چارواکي زياتوي، اوس د هېواد ۲۲ ولايتونه د طبيعي پېښو له ګواښ سره مخ دي.

یو بل اړوند طالب مقام شمس‌الدين حق‌يار زياتوي: (( په روان کال کې د هېواد په ۲۲ ولايتونو کې د طبيعي پېښو له امله خلکو ته زيانونه اوښتي او دغه ولايتونه اوس هم د طبيعي پېښو تر خطر لاندې دي.))

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، دغه وزارت يو شمېر هغو کورنيو ته چې د طبيعي پېښو له امله زيانمنې شوې،ځمکې او کورونه وېشلي دي.

1 COMMENT

  1. آیا دغه طبعي پېښې ریښتا سره طبعي دي؟ اوس ځینې ځایوونو کې سوالوونه مینځ ته راغلي دي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب