جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههلمند: څه باندې ۱۰۰ تنه له یوه خصوصي پوهنتون څخه فارغ...

هلمند: څه باندې ۱۰۰ تنه له یوه خصوصي پوهنتون څخه فارغ شول

تاند:( دوشنبه، د کب ۲۲)  د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د وادي هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې له معالجوي طب، شرعیاتو، حقوق او سیاسي علومو پوهنځیو څخه ۱۰۷ تنه زده کړیالان شول.

د دغه پوهنتون مسوولین وایي، چې تراوسه یې ټول ۲۰۷۸ تنه فارغان وړاندې کړي.

سرچینه وایي، چې په تازه فراغت غونډه کې د معالجوي طب پوهنځۍ څخه ۵۴ زده کړیالان، شرعیاتو پوهنځۍ څخه ۳۵ تنه او حقوق او سیاسي علومو پوهنځي څخه ۱۸ تنه فارغ شول.

 دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د افغانستان یوه د پام وړ برخه خصوصي پوهنتونونه سقوط شوي او محصلانو یې د اقتصادي ستونزو له امله زده کړې پریښي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...