چهارشنبه, اپریل 17, 2024
Home+د هر عمر لپاره د کتاب لوستلو یا مطالعې ۱۰ ګټې

د هر عمر لپاره د کتاب لوستلو یا مطالعې ۱۰ ګټې

ژباړه او زیاتونه: محمد شریف عارف

د کتاب لوستل مونږ ته هغه معلومات راکوي چې موږ مخکې نه درلودل او زموږ پر شخصیت مثبت او د پام وړ اغیز درلودلی شي.

د کتاب مینه والو او د هرعمر لیوال لوستونکو ته بلنه ورکول!

 آیا تاسو کله هم فکر کړی چې د تفریح او زده کړې پرته د کتاب لوستلو گټې څه دي؟ د نویو کلیمو زده کولو څخه بیا ستاسو تر رواني او فزیکي روغتیا ساتلو پورې کتابونه دا ټول کولی شي، په هغه صورت کې تاسې یو یادونې ته اړتیا لرئ چې منظم لوستل زموږ د هوساینې او سواد زده کړې لپاره څومره اړین دي. دلته دهرعمر لوستونکو لپاره د کتاب لوستلو یا مطالعې ۱۰ غوره گټې ذکر شوي:

 ۱. د کتاب لوستل د مغز تمرین(ورزش) ترسره کوي او مغز مشغولوي:

د لوستلو پر مهال باید مختلف کرکټرونه، ترتیبات اوهغه چاپیریال چې کیسه پکې پیښیږي په یاد ولرو چې د ذکر شوې ‌کیسې سره تړاو ولري. حتی که تاسو په یوه خاص ځای کې د کتاب لوستلو څخه خوند اخلئ، تاسې باید د کتاب لوستلو لپاره د وخت په اوږدو کې دغه توضیحات په یاد ولرئ او بیا په یو مناسب وخت او موقع کې د اړوند موضوع په یاد راوړلو وروسته نورو سره شریک کړئ. له همدې امله لوستل ستاسو د مغز لپاره یو تمرین (ورزش) دی چې د حافظې فعالیت پیاوړی کوي، مغز مو له نویو ګټورو څیزونو څخه ډکوي او ذهني بدلون رامنځته کوي.

۲. د کتاب لوستل د تفریح یوه بڼه ده:

آیا تاسو پوهیږئ چې ډیری مشهور تلویزوني خپرونې او فلمونه د کتابونو پر اساس دي؟ نو ولې خپل ځان د تفریح په اصلي بڼه کې چه د کتاب لوستل دی ښکیل نه کړو. که چیرته تاسې د کتابتون کارت ولری نو په آسانۍ سره کولای شی چې د خپلې خوښې کتابونه ترلاسه او مطالعه کړی.

۳. د کتاب لوستل ستاسې تمرکز او غور کې ښه والې راولي:

مونږ ټول کولی شو پدې توافق وکړو چې لوستل له تمرکز پرته نشی ترسره کیدی او ددې لپاره چې په بشپړ ډول په کیسه پوه شو نو باید د هرې پاڼې په لوستلو تمرکز وکړو. په داسې نړۍ کې چیرې چې ګیجټونه(وسایل) یوازې ګړندي کیږی او زموږ د پاملرنې موده لنډوي، موږ باید په دوامداره توګه د تمرکز کولو تمرین وکړو. لوستل یو له هغو څوفعالیتونو څخه دي چې ستاسې بیساري پاملرنې ته اړتیا لري نوله همدې امله د تمرکز کولو وړتیا ته وده ورکوي.

۴. د کتاب لوستل سواد ته وده ورکوي:

ایا تاسو کله هم یو کتاب لوستلی چې تاسې د ناپیژنده شوی کلیمې سره مخ شوي یاست؟ کتابونه دا ځواک لري چې تاسو نوی کلیمو سره آشنا او ستاسو لغتونه ته وده ورکړي. هرڅومره چې تاسې لوستل کوئ، په هماغه اندازه ستاسو لغتونه او د موثرو خبرو اترو وړتیا ښه کوي. سربیره پردې د کتاب لوستل د لوستونکي سره د لیکلو مختلف سټایلونو، جوړښت او مهارتونو په پوهیدو او زده کولو کې مرسته کوي.

۵. د کتاب لوستل خوب کې ښه والې راولي:

د خوب وخت د معمول په رامینځته کولو سره چې مطالعه هم پکې شامل ده، تاسو کولی شی خپل بدن ته سیګنال ورکړی چې د خوب کولو وخت دی. اوس د هر وخت څخه ډیر مونږ د ورځې د تیریدو لپاره د سکرین وخت (هغه وخت چې مونږ د تلویزیون په لیدلو،د ګیم په کولو، د تیلیفون او ګرځنده  تیلیفون په کارولو او نورو ټولو بریښنایې وسایلو په کارولو) په زیاتوالي تکیه کوو، له همدې امله د خپل تیلیفون په ځای کولو او د کتاب په پورته کولو سره تاسو خپل مغز ته ووایاست دا د آرام کولو وخت دی. سر بیره پر دې، لدې چې لوستل تاسې سره په فشار کمولو کې مرسته کوي، نو د خوب څخه مخکې دا کار کول ستاسو د ذهن او اظطراب آرامولو او د خوب کیفیت په ښه کولو کې مرسته کوي. مطالعه کولی شي تاسې سره د ذهني نا آرامي لرې کولو کې مرسته وکړي.

۶. د کتاب لوستل عمومی پوه زیاتوي:

کتابونه تل د تفریحي او په زړه پورې حقایقو ډک وي. که تاسو افسانې ولولئ او یا هم غیر افسانوي، کتابونه ددې وړتیا لري چې مونږ ته هغه معلومات چمتو کړي چې مونږ پرې نه پوهیږو. د مختلفو موضوعاتو لوستل کولی شي له تاسې یو ډیر پوه شخص جوړ کړئ، په پایله کې ستاسو د موثرو خبرو اترو  وړتیا او مهارتونه ښه کوي. څیړنې ښودلې چې هغه خلک چې هره ورځ لږ تر لږه ۲۰ دقیقې مطالعه کوي او د نوي شیانو زده کولو، د معلوماتو ښه ساتلو او په ازموینو کې د هغو کسانو په پرتله چې ډیره مطالعه نه کوي د بریالیتوب ډیر احتمال لري.

۷. د کتاب لوستل هڅونکی دی:

د هفه کردارنو په اړه د کتابونو لوستل چې په ننګونو بریالي شوي، مونږ ډیری وختونه هڅول کیږو چه ورته کار وکړو. سم کتاب کولی شي تاسو وهڅوي چې هیڅکله ناهیله کیږی مه او مثبت فکر وکړئ پرته له دې چې دا یو د رومانس ناول وي او یا هم ځان سره د مرستې کولو کتاب.

۸. د کتاب لوستل فشار کموي:

لوستل ددې ځواک لري چې تاسو بلې تخیلي نړۍ ته ولیږدوي او له بې خونده ورځني معمول څخه لرې شي. لوستل کولی شي اظطراب، د زړه ضربان او فشار کم کړي. مطالعه مو ذهني اظطراب یا فشار له مینځه وړي. څیړنې ښایې چې ۳۰ دقیقې مطالعه کولی شي د وینې فشار، د زړه ضربان او رواني کړاو کم کړي.

 ۹. د کتاب لوستل یو مثبت مثال ټاکي:

لوستل د ابتدایې سواد زده کړې د پرمختګ یوه کلیدي برخه ده او تاسو کولی شی چې د یو مثال په وړاندې کولو سره نورو ته وښایست چې دا څومره مهمه ده. ماشومان ددوي په شاوخوا کې د لویانو په تقلید کې عالي دي چې که تاسو په منظمه توګه د لوستلو لپاره یو څه وخت (زما وخت) ځانګړی کړی وي نو ستاسو ماشومان به هم ورته کار زده او عملي کړي.

۱۰. د کتاب لوستل د خواخوږۍ درس ورکوي:

کتابونه مونږ ته اجازه راکوي چې دخپل ژوند څخه بهر واقعیتونه تجربه کړو. دوي مونږ ته درس راکوي چې خپل ځان ته د نورو خلکو په حالت او ژوند کې قرار ورکړو او نړی ته ددوي له لید څخه وګورو چې همدې ساده تخنیک ته خواخوږي وایې. خواخوږي د بل د احساساتو د پوهیدو او شریکولو وړتیا په توګه معرفي شوی. لوستل مونږ ته په دوامداره توګه زمونږ لید څخه بهر د افکارو او سناریوګانو وړاندې کولو سره خواخوږي رامینځته کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب